دلورونکی  واک اوځواک  په نامه چی انسان ئی دځمکی حاکم وټاکه

د مسلحو قواولوي بولندوی د خپل پوځ سره يو ځاي د جشن نه ارګ ته وتښتيد٠ 

اجمل شينواری

 

درنو لوستونکو نن مو وليدل چی زمونږ د هيواد جمهور ريس ، تش په نامه دجهاد ټيکه داران (سياف،ربانی،قانونی،فهيم او محقيق)، د دفاعی او امنيتی چارو وزيران او د وسله وال پوځ  لوړ رتبه مامورين او جنر الان يووستوی  ليک  په ډير بی شرمی سره د جشن له ځاي مخ په ارګ او شش درک تښتيدل،د شرم او عيب خبره خو له دا ده چی د پوځی پريټ  ټولو پلی او ميکانيزه  ټولګیو او جزوتامونه چی د تيارسي په حالت کی وه  کوم عکس العمل وه نښود او د خپلو سياسی او پوځی مشرانو لاره ئې خپله کړه او په ډير وارخاته ئی دخپلو زرهی او نقيله وسايطو سره قرار په فرار ترجيع کړ٠  دا ځکه  دغه ځواک کوم د لارښوونی ځای (دقوماندی مرکز)  نه درلود چی دغه پوځ ته حدحقل داستمال تمه خوئی نه وه چی د نظم اواستقامت لارښوونه کړی وای، دغه منظم ځواک هيځ کوم احتياطی مدافعی پلان او تدبير هم نه درلود چی په بيړنيوه حالاتو کی ځه وکړی، يادستراخفه لپاره  کوم استقامت ته روانشی، پوښتنه دا ده چی دغه لوي اوپراسيونونه او د ستردرستيز قرارګاه په  ځه باندی اخته وه؟ بل دا چی د پوځی پريټ بولندوی ځه شو ددغه پوځی پريټ اول لمبر مسوول؛  که هغه فقط د راپور وړاندی کوونکی وه.؟  تر اوسه داسی ښکاريده چی دا هرځه ظاهرې او نماشی دی خو اوس بلکول چوته شووه چی دا تعبير رښتيا شوه، زما په اند په دغه بابوه لالو نه حکومت کيږې او نه عسکريت٠ بده خو به لا هله وي چی دکابل ښار امنيت دغه بی کفايته اداری ته وسپارل شی ٠  دا لمړی ځل ندی چی دغسي ناخوالی تکرار يږی ، په هره اوني کی داسی زړه بوګونونکی حوادث د دولت د بی کفايتی له امله ګورو چی افغان خو لا ځه چی د هر با درکه انسان زړه ورباندی درديږی، او کرزی صاحب بيا خپلی  ټولي نمګړتياوی په بهرنيانو باندی تپی او د ځانه پريښته جوړه کړی خو اوس بهرنيان خواران هم نور زمونږ له دروغو، چل او وله ستړی شويدی، او که ځان د واقعی افغانانو په ځير وه نه پيژنو، او د خپلو شخصی سليقو اوګتو تر شا نور هم وه دريږو،  نو ډير بد حالات زمونږ د خلکو او هيواد انتظار باسی اوبد حالات بيا مقام ،موقف او پيسی نه پيژنې ٠ زمونږ سياستوالو په خپلو خامو سياستونو يووه  نړيواله بی اعتمادی رامنځ ته کړ يده چی دهغی بيعه به افغان ولس او په خاصه توګه زمونږ  د سياست  د ډګر مکارانو ته ډيره جګه او ګرانه تمامه شی٠

 د عسکرې تعليم نامواو اصونامو داصولو په بنياد دغه لاندينی مسوولين بايد مجازات شي ٠ 

  د پوځی پريټ بولندوی اړينه ده چی دغه نن محکمه شی .

٢ د هغه ټولګو قوماندانان چی د قطعی مبارک علم ئی ورک وي يا هم  د قطعی مبارک علم  ته ئی بی احترامه شوي وي٠

٣ د مسلحو قواوه لوې درستيز او دستردرستيز د قرارګاه  ټول رئيسان پرته  دکوم عذرۀ  د دندي ګوښه کړاې شي٠

٤  جمهور ريس  چی د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان هم دي ، دملی دفاع وزير، دکورنيوچارو وزير، دملی امنيت ريس، دجمهوري رياست د امنيت شورا ريس اود جمهور ريس امنيتی سلاکار پرته له ځنډه استيفاع وکړی٠

له دغه پورتنيو مجازاتو ورسته کيداشي چی زمونږ د وسله وال پوځ پت او عزت يو ځه په ځاي شي، او که ځوک دغه اصولو ته کوم ارزښت نه ورکوی نو بيا  دقانون اواصولو ماتونکی  د پخوا په ځيرخپله د دولت  چارواکی دی  بيا نو له نورو باغينو او قانون ماتوونکو هم ګله کول ښه کار ندی٠

 

 

په هيوادنی مينه