مړونه مري نومونه يې پاتيږي

دسيد جماالدين افغان ديوسل پنځوسم تلين په وياړ

 د آرنهيم په ښار کي جوړ شوی سمينار

 

ليکونکی : ننګيالی بڅرکی

لومړۍ برخه :

سيد جماالدين افغان يو دهغه شخصيتونو دجملې څخه دی ،چي دتل دپاره به يې دافغانستان او سيمي په تاريخ کي نوم تل پاته وي .

 که څه هم دډيرو کره او پخو دلايلو له مخي سيد جمالالدين افغان په ١٢٥٤ش کال يا١٨٣٨م کي دکنړداسدابادپه ليري ولسوالي کي زيږيدلی دی . او خپلي لوړنۍ زده کړي يې په کابل کي سرته رسولي دي . خو بيا هم هغه يوازي په افغانستان او يوې سيمي پوري اړه نه لري ، بلکي هغه يو ملي او نړيوال شخصيت دی او هغه بايد يو نړيوال انسان وګڼو.

 سيد جماالدي افغان دامير دوست محمدخان دزامنو په دربارکي داميردزوی محمد اعظم خان ددربارپياوړی سياست پوه شخصيت ؤ اواميرمحمد اعظم خان هغه ته ډير درناوی درلود .چي په رسمي کارونو کي يې ګټه ځيني اخيستل.

 خو څه وخت چي سردار محمد اعظم خان په ١٨٦٨م کال کي مات سو او ايران ته يې پناه يووړه ، اميرشير علي خان داسي فکرکاوه چي نبايده يا ښائي چي سيد دسردار محمد اعظم خان دپلويانو پله ونيسي او خپل دولت داری ته يې يو ګواښ تصور کی . *

 په هر صورت هغه وخت چي سيد وپوهيدی ، چي امير شيرعلي خان غواړي چي دی دهيواد څخه دباندي ووزي،سيد ومنل او دامير دخوښي سره سم ايران ته ولاړاو سردار محمد اعظم خان يې هم ونه ليد.هغه وخت چې دامير شيرعلي خان سره دخدای په اماني کول په يوه ليکلي ليک کې خپل اصلاحي پروګرام امير شيرعلي خان ته وړاندي کړچي امير په خوښۍ سره ومانه او په هيواد کې دتطبقولو واعده هم ور کړه.

دسيد جماالدين افغان په اصلاحي پروګرام کې دسياسي استقلال مستردول ، دکابينې جوړول ،دعسکروتنظيمول،دښوونځيو جوړول دلارو پوسته خانو، دعصري ښارونو جوړول ، دورځپاڼو تاسيسول او ملي ژبي پښتو ته پاملرنه وه *.چي په ورسته کي به دهغه دکارنامو په برخه کي پروږغـږو.

 سيد جماالدين افغان په باب که څه هم ډول ، ډول خبري ليکل سوي او اور يدل سوي دي .ځينو هغه داسلامي نړۍ يو ستوری ګڼل دی چي په افغانستان کې روښنايي څرګنده سوې ده او ډير لږوخت وروسته دافغانستان څخه نوموړی لمر يا ستوری ورک سوی دی. خو دسيد تولد په افغانستان کي١٨٣٨م کي ښوي ، همدغسي دهند دحکومت وکيل بيا په دې هاند او نظر دي چي سيد دترکې دهيوادڅخه په ١٨٦٨م کال کي افغانستان ته ديوې تفريحي رخصتۍ په ترځ کي را غلی دی او هغه دسيد استانبولي په نامه يوخارجي ګڼي .او هغه دامير محمداعظم خان دوست او ميلمه بولي . پر امير دومره ګران او ورته تيرونی دی، چي حتا په دربار کې هم تر ده بل دومره تيروني نسته . وسيد ته يې په بالا حصار کي ځای ورکړی ؤ.او هغه دمحمد اعظم خان ډير نژدې دوست ګڼي .ليکن:( تر کی ئې بولي( .

  بيا هم څه وخت ورسته په خپل يوبل رپوټ ١١ـ٢٠دفبروري ١٨٦٨م کي داسي ليکي : (( روابط بين اميروسيد استانبولي برهم خورده امير خروج اورا ازافغانستان به سوی بخارا تقاضأ نموده است((.

پسله هغه چي امير شيرعلي خان پر کابل بری تر لاسه کړ نو بيا هم هندی وکيل داسي تحليل کوي : (( ازروزي که امير به کابل باز ګشت ، سيد رومي که در باره او در ګزارشهاي سابق به تفصيل ذکر شد از نظر دوستي با محمد اعظم خان در منزل ذولفقار خان اقامت داشته ميهمان سردار مؤصوف ميبا شد. او تو سط سردار غلام محمد خان قندهاري به امير مکتوب فرستاده در آن ذکر کرده که : ( حالا يک ماه از وعدۀ شما مي ګذرد اما برايم تا حال کدام وظيفه وکار تعين نشده ، معلوم ميشود که شما هم مثل اعظم خان وعده خلاف هستيد. اګر به من اعتماد نداريد بګوييد ، زيرا مهمان نوازي به هفته مي با شد ؛نه به ماه. اوکي حاتم طايي نيست (( .

او بيا يې دنومبر پر لومړی نيټه په همدغه کال خپل يو رپوټ داسي وليکی : (( سيد رومي در ګذ شته دونامه خطاب به امير وسردار محمد اسلم خان حاوی نظريات شخصي اش ارسال نمود.امير بعد از مطالعه نامه به اين نتيجه رسيد که اين شخص منظورخاص دارد وماندن او در کشور خطر ناک است . بنأبراين دوازده تومن سفرخرچ به او داده امر اخراج اورا از راه قندهاروهرات به ايران صادر کرد((.

 دلته موږ دپورته رپوټ څخه دغه درې مطلبه اخيستلای سو .

 لومړی : امکان لري چي سيد داميرمحمد اعظم خان په دوره کي کابل ته راغلی وي. او داميرسره يې په پټه يا ښکار ليدنه کړې وي .او هغه ته يې خپل اصلاحي پروګرام سپارلی وي . ليکن امير دبد ګمانۍ په وجه هغه ته برسيره پر دی چي ډير درناوی هم درلود، بيا يې هم هغه ته داخراج امر دبخارا دلوري ورکړی وي.

دوهم : مخکي له دې چي سيد جماالدين پر کوم کار يا وظيفه وټاکل سي ، امير محمد اعظم خان پاچاهي سقوط کوي او امير شيرعلي خان هغه ته په بل نظر ګوري او هغه ته يې دکندهار پر لور ي ايران ته دوتلو امر ورکړی وي .

 ځيني رپوټونه داسي هم ليکي چي  سيد په ډول ، ډول نومونو سره شهرت درلو لکه سيد استانبولي ، سيد رومي يو خار جي شخص (حتا دبل مملکت نماينده په افغانستان کي ) اوپر دې باندي خبري رد اوبدل سوي دي، چي که چيري سيد يو خارجي سياست پوه او دبل مملکت نما ينده نه وای ،نو دامير سره به يې دومره په سرعت دلهجې خبري تاو اوبالا نه سوای کولای . اوامير ته دواعده خلافه په نوم ويل او بيا پردغه باندي سره هم غاړي کيدل يا قانع کيدل چي يوازي دي په توافق دهيواد وايستل سي(دهغه وخت دشرايطو څخه ليري بريښي). او هم دغسي دوخت شرايط داسي راغلي وه، چي وپاچاه ته دنصيحت ليک په لوړ مورال ليکل ډير ګران کار ؤ. او هم دهيواد په سياسي برخوکي دپاچاه په کارونو کي مداخله ديوه پوه افغان تر قلمرو بهر کار وو . او څه چي ودې ته راځو، چي هغه پر شاه باندي نيوکي وکړي .(ګران کاردی) .ښاغلی ميرمحمد صديق فرهنګ افغانستان در پنج قرن اخير په لو مړي جلد کي دپورته څيړني په تائيد خپل نظرداسي څرګنده وي :

)) راجع به تماس سيد با افغانستان وزمامداران آن ، که تا به دست آمدندمعلومات جامعتردر موضوع بايد آن را به عنوان يک واقيعت تاريخي اما واقيعت مجمل وپرازاسرار قبول کرد . در اعين حال اميدواريم تحقيقاتي که در اطراف شرح احوال وزنده ګي سيد دردست اجرا می باشد، با شيوه تحقيق علمي بدون عصبانيت قومي وملي دنبال ګرديده ازروی اين فصل از فعاليتهای او پرده بردارد ونقش واقعي اورا در افغانستان آن عصر روشن سازد((.

ځيني داسي کتابونه اورسالې هم خپري سوي دي چي سيد جماالدين افغان ته دايراني نسب او خاوري نسبت ورکوي او په سيد اسد ابادي يې خطا کوي ، په دې کي شک نسته چي په ايران کي هم داسداباد په نوم يو سيمه وي او هلته هم يو علمي شخصيت تيرسوی وي خو هغه دسيد افغاني څخه په بشپړه توګه تو پير لري

 داچي سيد جمالدين افغان څوک دی مو ږه څه نا څه په خپله لومړۍ برخه مقاله کي وڅيړل او په دويمه بر خه کي به دهغه شکاکانو په باب خپل هغه دلايل وړاندي کړم چي سيدافغاني ته يې دنورو هيوادونو اړوند ډول ، ډول نمونه ور کړي دي اويا يې دضعيفو دلايلو په اساس هغه يا په ترکيه ، ايران ، رومي اوداسي نورو ځايونو او نومونو باندي يادکړی دی .

دوهمه برخه :

دسيد جماالدين افغان په باب علمي څيړني :

دا صحيح نه ده چي سيد ايراني اويا بل څوک وګڼل سي، سيد په اصل کي دافغانستان وو. علمي څيړني دا ښوي چي سيد جماالدين دافغانستان دی او په کنړ،کي دسيدانو په توکم يا کورنۍ کي داسد اباد په کلي کي زيږيدلی دی . او تر دې بل معتبر سند پيدا کيدای نه سي چي دی دخپل کتاب ( الحادي للمسائل النفايس) دبو لاق چاپ ١٢٢٥ق په لومړی مخ کې په خپل قلم داسي ليکي : ( من سکنته کابل من اهالی افغان السيد جمال الدين من سادات کنر). اوس به يوڅه شاه ته ولاړسود سيدوشجرې ته .

د١٥٤٣م څخه تر١٦٨٨م کال پوري د ختيځ افغانستان په غرو رغو کې تر غزني ، وزيرواوبلوڅو پوري ، دبابر ګورګاني دولت درا پرزولواو ملي دولت دجوړولو له پاره دنورو ملي مبارزينو په لړ کي ، دبا يزيد روښان دآزادۍ غوښتلو مبارزې ډيري شهرت لري . همدغسي ګرګانيانو دملي مبارزو دله منځه وړلو له پاره دهرډول مقاومت څخه دريغ هم نه کاوه،ددې وخت وا کمن اکبرګورګاني دافغانانو دروښاني نهضت دنا کامولوله پاره پر روښانيانو باندي دسيد علي ترمذي چي دوخت نامتو مذهبي شخصيت ؤ ، دکفر فتوا واخيستل سيد علي په دغه وخت کي دسواته تر شرقي افغانستانه او کنړه واک او اقتدار درلود.

سيدعلي ترمذي په پير بابا سره مشهوره ؤ ، دی ١٥٠٢م څخه تر ١٥٧٥م پوري ژوندی او په بنيرکي مړاو هلته ښخ سو .*

 چي بيا دهغه څخه څلور زامن او دوې لوڼي پاته سوې . دلومړي زوی سيد مصطفی څخه يې يوسلسله دعبدالوهاب ، ميا عبدل په نامه رابيليږي. چي سيد جمال(مسعود)بن ظهيرالدين ، بن زين العابدين، بن رضي الدين ، بن سيد علي شاه بن سيد جماالدين افغان چي په استانبول کي په ١٨٩٦م کي مړ دی . او مړيې داستانبول څخه کابل ته را وړل سوی دی. او دکابل دپو هنتون دژبو او ادبياتو دپو هنځی شاه ته ښخ سوی دی ،اوس هغه نا حيه هم دسيد جمال دميني په نامه(جمال مينه) په نوم ياديږي .

دريمه برخه :

دسيد جمال الدين افغان علمي او ادبي برخه :

سيد جماالدين دکنړدساداتو دکورنۍ پوه ، هوښيار او عالم شخصيت چي دامير دوست محمدخان په دربار کې هم لوړ ځای درلود او هغه امير دخپل زوی محمد اعظم خان استاد مقرره کړی ؤ، دامير دوست محمد خان تر مرګ وروسته په ټولنه او شاهي کورنۍ کي نارامي را منځته سوه ، چي دغه ناارامي خپله ده هم ليده ، سيد جمال الدين ١٨٥٥ـ ١٨٥٧م کي يو ځل هند ـ عراق ـ شام ـ او حجازته سفرکړی ؤ. او دمنځني ختيځ دجرياناتو او دهغه څخه پوهيدی،کله چي بيرته هيواد ته را غی، بيا دلوی امير مرګ واقع شو، اوپه دې وخت کي شيرعلي خان او وروڼه يې سره اخته سوه.نو دوهم ځل چي اميرشيرعلي خان قدرت ترلاسه کړ. او امير محمد اعظم خان ايران ته وتښتيدی، دشيرعلي ددربار تو طيه ګرانو اميرته دا خبره ورسول ، چي سيد جماالدين دمحمد اعظم خان استاد دی.او ستاسره همکار کيدای نه سي . چي په دې جمله کي محمد رفيق خان لودي دسيد جماالدين دنفوذ څخه ويريدی. نودپاچاه نظريې خراب کړ، او هغه په ايشاره سيد جماالدين په دې پوه کړ، چي دباندي ولاړسي ، نه دايران دلاري . نو ويل کيږي چي څه وخت جماالدين دهيوادنه وتلی نو دغه طومار يې په مفصل ډول وامير شيرعلي خان ته ور پريښود،او په نوموړي طومار کي هغه څه ليکل سوي وه چي امير شيرعلي خان په هندوستان کي لا دهغه په باب فکر کاوه، په طومار کي په مفصله توګه رفورمونه ياد سوي وه. سيد جماالدين دعصري کابيني ،مواصلاتو،مطبوعاتو،ښوونه اوروزنه ،اردو او حتا اقتصادپه باب يادونه کړې دۀ.

 ده امير شير علي خان ته ليکلي وه ، چي انګريزان دټوله مشرق زمين دښمنان دي او هغه په دې دښمنۍ کي بريالي هم دي. دا ځکه چي په شرق کي ټول نظامونه پر ظلم اوداستبدادپربنسټ ولاړ دي او خلک دنا پوهۍ څخه دخرافاتو په کنده کي پراته دي. نو دغو ملتونو ته دنجات ورکولو وظيفه دپا چهانو پرغاړه ده .

 په دې توګه امير شيرعلي خان دسيد جماالدين هدايتنامه عملي کړه،سيد له هيواده ولاړی او بيرته بيا په ژوند کي را نه غلی.

 په ١٨٧٤م کال امير شيرعلي خان اداري تشکيلاتوته پا ملرنه وکړه . دا دافغانستان په تاريخ کي لومړی ځل ؤ ، چي په عصري ډول يوه کابينه جوړه سوه ، په دې کابينه کي صدرا عظم اووزيران پيژندلي(نامتو) دښه نوم خاوندان او تر ډيرځايه پوه او ښوونيز کسان وه . او په اداري کارهم پوهيدل.ددې کابينې کيفيت په دې کي ؤ ، چي دخپلي کورنۍ ياسردارانوڅخه يې يو کس هم مقرر نه کی .دنوموړي شورا په رأس کي خپله امير شيرعلي خان اونور کسان يې په لاندي توګه وټاکل چي هروزارت ته يې افغاني نومونه ورکړل . کابينه په لاندي ډول ده .

١ ـ سيد نور محمد شاه کندهاری لوی ټولواک مختار (صد راعظم

٢ ـ حبيب الله خان ورد ګ لوی ملک (وزيري ماليه ) .

٣ ـ ارسلا خان جبار خيل لوی مين دباندي ( وزيري خارجه(

٤ ـ عصمت الله خان غلجی لوی مين دغرو (وزيري داخله (

٥ ـ ميرزامحمد حسن خان لوی کښل ( حضورسرمنشي(

٦ ـ حسين علي خان پنجشيري ټول مشر ( سپه سالار ـ وزيري جنګ (

٧ ـ احمد علي خان چغتايي لوی ټول وال ( دخزانې وزير(

برسيره پردې دپوستې ادارې په پيښوراودهيوادپه ګوټ ، ګوټ کي جوړي سوې چي نه يوازي يې دهيواد اړيکي ديوې سيمي او بلي سيمي وتړلې ؛ بلکي ددولت په سياسي اړيکو کې ژوره اغيزه درلودل .همدغسي سيد جماالدين افغان وامير ته دعصري مطبعاتو توصيه کړې وه ؛ چي دعصري مطبعاتودپيل دپاره په هغه وخت کي يو منا سب منورسړی ميرزا عبدالعلي ؤ .١٨٧٣م کال کې د شمس النهار په نامه يوه جريده خپره کړه ، چي دهغه شکل او محتوا تر يوځايه دعصري مطبعاتو نما ينده کي کوله . نوموړې جريده په هفته کي دوه ځله په ١٦ مخونو کي خپريده . دجريدې په دننه کي دولتي اعلاميې ـ خبرونه ـ علمي اوادبي مقالې خپرونې . دجريدې ډيره برخه فارسي وه خو ځيني پښتو خپرونې هم درلودې .دليکني ژبه يې خورا سخته اومقيده فارسي وه چي يو مطلب به په ګرانه ځيني افاده کيده .اوپه سنګي مونوټيپ حروفو خپريدل . جريدې بر سيره پر دې چي ددولت په ګټه يې خپروني درلودلې، خو دعاموخلکو دذهنونو دروښانه کولو دپاره يې هم تيز ګامونه اخيستي وه .او دانګريزي ښکيلاک په مقابل کې هم خپروني درلودې . او دکابل په مطبعه کي يو لړ کتابونه او تر جمې هم خپرې سوې .چي ددې کار عامل سيد جماالدين ګڼو. او که دانصاف څخه تيرنه سو خپله شيرعلي خان هم په دې کي ځانته افتخارات لري .او په دغه ډول وامير ته هم دانګليستان او هندوستان څخه خپروني را تللې ، او امير هم دخپل وخت منور پاچاه .

په نظامي برخه کي هغه څه چي سيد جماالدين افغان هدايت کړی ؤ ، هغه په منظمه توګه عملي سو اويو غښتلی اردو چي شمير يې ٥١٠٩٩٠ته رسيده جوړ کړاو په افغاني ژبه يې نومونه ورته انتخاب کړه. په اردو کي ينفرم رواج پيدا کړ حتا کله چي به امير اردو تفتش کاوه نو خپله به يې هم عسکري ينفارم اغو ستۍ او عسکري قظعات به يې په جشنونو کي دشا خيز يا نندارې دپاره را ايستل او عسکري قطعات به يې تيرول. چي دهغه وخت په اصطلاح پلټن بلل کيده . چي برسيره پر دې يې دعسکري نظم دپار دهند څخه هغه مسلمانان استاذان چي په عسکري نظم پوهيده ،دځانه سره را وستل چي دبده مرغه هغه د انګريزانو جاسوسان وختل .

همدغسي دلويو لارو جوړول ، دکابل ښار او بالا حصار بيا جوړول اوداسي نور علمي او مترقي ګامونه ددې سبب سول چي انګريزان يوځل بيا په وهم اوبيره کې راسي ، چي بيا يو پراخه امپرا طوري پر سيمه دافغانانو جوړه نه سي ، نوانګريزو په ١٨٧٨م کي دوهم جنک دافغانانو سره پيل کی او هغه نوښتګر پلانونه يې بيا هم دخاورو سره خاوري کړه ،افغانان يې دې ته پرې نه ښودل چي ځانونه دتاريکي څخه خلاص کړي .

 دسيد جماالدين افغان په باب دشرق او غرب ډير پوها ن لکه : فرانسوې رونان ، د مصراعظم مفتي ، شيخ محمد عبده ، ابراهيم اللقاني ، عبدالله نديم ، علي مظهر، اديب اسحاق ، ابراهيم علاوالدين ، سيد حسن تقي زاده، ډاکټر ترا چند ، جرجي زيدان ، پروفيسر ګولډزهير، کاسن کاهن ، دبريتانيکا سايکلو پيډيا ، امريکائي ختيځ پيژندونکی لاتراب ستووارت، انګليسی شرق پيژندونکی الفرد بلنت ، لاهوري علامه محمد اقبال ، پروفيسرادوارد برن اوداسي نور و پو هانو دسيد جماالدين دشخصيت په باب دقدر وړ څيړني کړي دي . دده په باب موږ يو لنډ نظر دادواردبرن راوړو؛ هغه ليکي : (... دغه لو ی سړی ماهير سياست پوه ، بشپړه عالم ؤ ، چي په نړۍ کې لږ ساري ليدل کيږي . دده سياسي پوه نړۍ ليد اودژبي فصاحت ، داسلام سره رښتنۍ مينه په نړۍ کي ساری نه درلود.او دختيځ دآزادۍ غوښتونکو جنبشونو په لو مړۍ ليکه کې ولاړ ؤ . او دمبالغې پرته ويل کيدای سي ، چي دداسي قوت خاوند ؤ چي پاچهان يې پر تخت ريږدولای سوای اود اروپا ئيانو پرو ګرا مونه او نقشې که څه هم ښې تر تيب سوي وي  بيا يې هم شنډولای سوای . اوداسي نوښتونه يې درلودله چي دختيځ او لو ديځ سيا ست پو هان نه په پوهيدل ( .

په همدې توګه علامه اقبال لاهوری دفارسي شعر لوی استاد دسيد جماالدين په باب داسي ستاينه کوي .

سيد السادات مولانا جمال

زنده از ګفتار او سنګ وسفال

بنده حق بې نياز از هر مقام

نه غلام کس ، ونه اورا غلام

فطرتش از مغرب ومشرق بري است

ګرچي از روی نسبش خاوري است

بنده حق مرد آزاد است وبس

ملک وائينش خداداداست وبس

سيد جماالدين افغان خپلي ټوله مبارزې په مشرق زمين کي د انګريزي استعمار او ملي جنبشونو دپاره وقف کړې وې . او دنړيوال غربي ښکيلاک ګرو په مقابل کې شرق ته يو حرکت اوتکان ورکړ.

 چي ددنيا مجله دده په باب داسي ليکي ( درصد سال اخير نهضت ها وجنبش هاي متعدد ووسيعی به همت اشخاص روشن ومترقي اسلام بوجودآمده است که شايد بتوان سيد جماالدين را آغازګر آن دانست .

وبه ګفته فقيد مطهري : سيد جماالدين مهمترين ومزين ترين درد جامعه اسلامي را استبداد داخلي واستعماري خارجي تشخيص داده بود وتمام کوشش خودرادرو صف بيداري واتحاد اسلام عليه تسلط خارجي کرد. سيد جماالدين با مشاهده تر قيات علمي وصنعتي اروپا ئيان استنباط کرده بود که عقب مانده ګي علمي تکنولوژيک مسلمين را به آ مو ختن حکمت وعلوم فراميخواند . در باره سيد کافي است به نقش سازنده وی درجنبش هاي ګوناګون .

دسيد جماالدين سياسي حرکتونو ته يوه لنډه کتنه :

د١٨٧٦م کال په شاه وخوا کي په سيمه کي يو لړ سياسي او ټولنيز فعاليتونه دډموکرا ټيکو معيارونو په بنسټ را منځته سوه ، چي په دې لړ کي دترکيې په هيواد کي دولتي چاري وپارلمان ته وسپارسوې او مدحت پا چاه غو ښتل چي خپل هيواد دانګليستان دشاهي مشروطه پر سيسټم جوړ کړي او په حکومتي معزلوکي خلکو ته هم ونډه ورکړي . او همدغسي په ايران کي هم دمشروطه شاهي غښتلي حرکتونه را پيل سوه او په مصر،الجزاير کي هم ملي حرکتونه داستعمار پر ضد را منځته سوه ، په افغانستان کي هم دهغه اصلاحي  پرو ګرام او نظر له مخي چي سيد جماالدين پرې ايښي وه يو لړ ډموکراټيک اصلاحات وسوه دبيلګي په توګه : کابينه جوړه سوه ، شمس النهار جريده خپره سوه ، عسکري نظم او عسکري نومونه کيښودل سوه ، لومړۍ حربي ښونځۍ پرانيستل سوه اوداسي نور دقدر وړ کارونه په سيمه او هيوادکي دننه وسوه چي ددې ټولو په رآس کي دسيد جماالدين افغان ونډ دورايه څر ګنده ده . سيد داتلس کالو په عمر شرعي او عقلي علوم ، رياضي ، طب او تشريح پای ته ورسول .دجارج کونتي په قول دزلمي توب په وخت کې په عسکري مسلک پوري تړلي فنون زده کړه ، او بيا دحج دپاره حجاز ته ولاړ او يو کال دعـربو په ښارونوکي وګر ځيد په١٨٧٥م کې مکې شريفي ته ولاړ. خوبيرته افغانستان ته راغی او داميردوست محمد خان په دربار کي منتظم مقرر سو . او امير به په ځينو مهمو مجلسونو کي هغه دځانه سره ملګری کاوه ، بيا چي امير دوست محمدخان وفات سو ، دی دسردار محمد عظم خان مشاويروزير پاته سو . داسي هم ويل کيږي چي تر شمس النهار تر مخه يې يوه جريده دکابل په نوم دمحمد افضل خان دپاچهۍ په وخت کي تاسيس کړه .اودښووني او روزني اصلاحي پرد ګرام يې هم محمد اعظم خان ته وسپاره . خو نوموړې جريده ممکن دجنګونواو بدو شرايطو په اساس دمنځه تللې وي . ځکه موږ په افغانستان کي لومړی په لاس کي جريده شمس النهار لرو او بس .

سيدده خپلو سيا سي هلو ځلو په لړ کي پر تر کيې ، ايران او افغانستان بر سيره په مصر ، هند کي هم دخپلي استو ګني په لړ کي د استعمار په مقابل کي پوره هلي ځلي کړي دي او هغه يې داستعمار ضد مبارزو ته هڅولي دي .

 سيد په پاريس کي يوه مجله په عربي ژبه خپرول دشيخ محمدعبده په ليکوالي ، هغه ددې مجلې دمرام په باب داسي ليکي : ( څومره چي ددې جريدې دوسه کيږي ، دشرقيانو دپاره به خدمت وکي او هغه اړيتاوي به څرګندي کړي چي د نيمګړتيا له کبله يې خلک بيوزلي کيږي او داسي لاري به خلکو ته وښوي ، چي دهغه په وسيله به با يللي شيان بيرته په لاس را وړي څواينده يې سمه سي ..(

سيد هند ته هم دسياسي سفرونوپه مؤخه تللی ؤ . چي دهند سياسي او ټولنيزه وضع يې دنژدې وليده انګريزانو چي دسيد سياسي او جتماعي غورځنګ نه سو زغملای نو يې دهند څخه دوتلو ګواښ ورته وکړ، هغه وخت چي دهند څخه وتۍ نو خلکو ته يې ديوې وينا په ترځ کي داسي وويل: ( ای خلکو لوړم : سره له دې چي دولت ستاسو خلک او ستاسو زامنو ته کار ورکوي ، ستاسو امنيت ساتي ، وسله يې په لاس کي ده؛خو! ستاسي استقلال او ثروت لوټوي . دانګريزانو ټول شمير تر لسوزرو ډير نه دی ، خو که تاسي په سلګونه ميلونه غوماشي هم سی او ددولت په غوږ کي وبو ڼيږی ، دغه اوزبه ددوی لوی غوږ صداراعظم ( ګلادستن ) ته ورسيږي. دسيد دغه وينا خلک وژړول . سيد په قهر سواووې ويل : ژړا دښځو کار دی . هغه ملت چي دخپل استقلال دپاره پردښمن يرغل وکړي او مرګ استقبال کړي هغه ملت ويښ او با قي پاته کيږي .

سيد جماالدين افغان په مصرکي : سيد دمصر دالازهر پوهنتون کي دابن سينا د فلسفې تدريس کاو،هغه وخت مر تجعينو دغه فلسفه نه خوښول او بد يې ورته ويل .دبله پلو په مصر کي سيد په دې هم متهم سوی ؤ ، چي داسماعليه پاچاه پر ضد يې کودتا کوله . همدغسي دده دغورځنګ ٣٥٠ نورغړي هم په دغه ليست کي شامل وه ، نوموړی غورځنک چي دسيد په مشری جوړسوی ؤ ، دمصر آزادي يې غوښتل . په دې وخت کي انګريزانو غوښتل چي پر سوډان باندي حمله وکي او محمد احمدسوډاني يې تر فشار لاندي را وستلی ؤ ، سيد او ملګروچي دانګريزانو مخالفت او ممانعت کاوه . ليکن انګريزانو وسيد ته دسوډان دپاچهي وړانديز وکړ ، دانګريزانوصدراعظم لارډسالسبري سيد ته وويل : چي موږاعظم کړی دی چي تا دسوډان پاچا کړو ، سيد جماالدين په ځواب کي ورته وويل : داچي دغه دنده ماته را کوی ، ډير دحيرت او تعجب ځای دی . محترمه لارډه اجازه راکی ، چي ستاسو څخه وپو ښتم چي ايا تاسو دسوډان مالک ياست ، چي هغه ته يو پاچاه واستوۍ ؟؟ . مصر دمصريانو او سوډان دهغه يوه برخه ده. خليفه چي اوس حقدار ګڼل کيږي ، په خپل ځان کي دومره قدرت لري چي دفساد او فتنې اور مړ کي . محترم لارډ!کوم اصلاحات چي په سوډان کي غواړي هغه څله په ايرلينډ کي نه عملي کوی. چي دخپلي آزادۍ له پاره دهيڅ ربړ ،زحمت اوفداکارۍ څخه مخ نه ګر ځوي .

مصري مؤرخ محمود قاسم دسيد جماالدين دفلسفي نظريو څيړونکی په خپل کتاب ( جماالادين افغاني حياته وفلسفه)کې ليکي : جماالدين افغانی دناشرکانکوف په بلنه په ١٨٨٦م کې وروسيې ته وبلل سو.او په روسيه کې هم ډيري ليکني پاته دي چي نامتو مقالې يې عبارت دي له : دروسې سره دانګريزانواړيکي ،په افغانستان کي دروانو پيښو علتونه ، دافغاني حالاتو په باب څيړني (ماسکوپاڼي ١٨٨٧م کال اګسټ ) . سيد په روسيه کي نژدې درې کاله تير کړه او په يوه کال کې روسي ژبه په ډير ښه ډول زده کړه .هغه يوکال په ماسکو ، ١٨مياشتي په پترسبورګ ، کيف ، قفقازکې تيري کړې .

سيد په روسيه کي دډيرو مهمو خلکوسره ليدنه کتنه وکړه لکه : دد باند نيوچارو وزير ګيرس ، دآسيا دچارو اداري رئيس زېنيوف ، جنرال زيختور ،جنرال چيف سره .

 خو هغه وخت چي دريم الکساندردروسې امپراطور دسيد په نظرياتو اود منځني ختيځ په باب دهغه په سياسي تحليل او خطا بو وپوهيدی او په دې هم وپوهيدی چي سيد دروسيې دمسلمانانوپه منځ کي پوره اتبار لري ،نو يې سيد وقصرته وروغوښت او سيد دانګريزانو او ايران دباچا په باب خپل شکايتونه ورته واضيح کړه . اودانګريزانو په باب يې دهغه استعماري سياست په سيمه کي څرګند کړ، خو دايران په باب يې په هغه دولت کي دمشروطه غوښتنه وکړه ؛که څه هم دروسيې امپرا طور دانګريزانوپه باب ورسره هم نظره ؤ، خو دايران په باب يې نظر بيل ؤ ؛ داځکه چي الکسا ندرويل چي هيڅ يو پاچاه نه غواړي چي خپل واک دي دخلکو په لاس ورکي اوځان دي کمزوری کړي ، خو په دې باب دسيد نظر داؤ ؛ چي  په دې کار دايرا پاچاه نورهم قوي کيږي او ميلينونه ولسونه يې وساه ته دريږي او يو قوي دولت دخلکو په ملاتړ ترلا سه کوي . په پای کي سيد دروسيې دددريم الکساندر څخه وغوښتل چي دروسيې دمسلمانانو دوضعي ښه کولوته توجه وکړي. او هغو ته په خپله ژبه ددرس او تعليم زمينه برابره کړي ، خپروني ورته ازادي کړي ، په خپله ملي ژبه اخبارونه او مجلې خپري کړي . ددې څخه ورسته دروسيې واکمن سيد په دې باندي وپوهاوه ، چي دده پاته کيدل دروسيې په خاوره کي يو نامناسب اونا مطلوب کار دی. نو ځکه سيد مجبور سو چي دروسيې څخه ووزي .

 دسيدجماالدين افغان نامتوپلويان په روسيه کې جاراله بيکوف ،عبالرشيد ابرهيموف اونور ګڼل کيږي . دالموئيد د (١٩١٣م) کال لومړۍ ګڼه دموسا بيکوف له قوله دغه ويناد سيد را نقلوي :( زه دلوديځ هنر ، تخنيک او پوهي ته ډير درناوی لرم ( .

دهغه څخه ورسته سيد تر کيې ته ولاړ او په تر کيه کي ديوې سختي ناروغۍ سر لاس په ګريوان سو چي په دې باب محمود طرزي دسراج الاخبار دشپږم کال په پنځمه ګڼه د١٢٩٥هـ دميزان پر ٢١ نيټه دسيد جماالدين افغان دوفات په باب داسي کاږي( چي دستوني په يوه برخه کي وچپ غوږته نژدې تر ژبي لاندي دسرطان خطرناکه اودردناکه مرغړی ورپيداسو .چي په لومړي سرکي ډير خطرناکه نه بريښيدی خو په ورسته کي دومره دردونکی سو چي هر چاه دسيد په ليدوسره دهغه درد تصور کولای سو.سيد دخپل درد په باب وډاکټرانو ته هم څه نه ويل خو په ورسته کي چي دردبيخي ډير سو اوډاکټرانو وکتی هغه يې کشف کړ، چي دسرطان خطرناکه ناروغي ده، پسله هغه چي دسيد علامه جماالدين افغان دوستانو،مخلصينواوزده کونکو هغه ته دعملياتو صلاح او مشوره ورکړه نوسيد هم دې ته تيار سو چي عمليات وکي ، عمليات دوساعته دوام وکی او لومړی عمليات په پيروزۍ سره سرته ورسيد . ټوله دوستان يې خوښ سوه او په دې عملياتو کې ١٢غاښونه اويوه برخه دخولې ورڅخه ليري کړل. يوه هفته جوړسو او خپل دربار ته راستون سو . خو دبده مرغه پسله يوې هفتې بيرته هغه ناروغي پرراوګرځيده او تکليفونه اوکړاونه يې نور هم ډير سوه ، مجبوره سو چي بل عمليات ته ځان اماده کړي ، خو څرنګه چي دسرطان ريښي ډيري عميقي وې نوپه دغه پلا عملياتو کې د نيمي ژبي دوهمه برخه ځيني غوڅه کړه او نتيجه داسوه چي درې څلور ورځي ورسته دالوړ نړيوال شخصيت په حق ورسيد او ددې فاني نړۍ څخه يې سترګي دابدله پاره پټي سوې ) روح دې ښاد وي .

 

 پر ٩دمارچ يې په ١٨٩٧م کې خاوروته وسپاره . څرنګه چي پر افغانانو خپل پوهان ګران دي نو يې دهغه مړی په ١٣٢٣ش کال وخپلي خاوري ته راوړ او په کابل پوهنتون کې خاوروته وسپاره .او هغه سيمه يې ټوله دده په نوم ونومول  . همدغسي دسيد جماالدين پر قبر ډيرو نورو پوهانو او عليمانو ويرني ويلي دي چي ددې جملې څخه موږ دګل پاچاه الفت دويرني يادونه کوو. استاد الفت په خپل کلام او خوږه ژبه دلوی استاد سيد جمالدين افغان په باب داسي ليکي :

 ويرنه

پښتون سيده دشرق نامداره

ددين او علم دکور سرداره

رهبردعلم او د معنا شوې

ړندودپاره دلاس امساسوې

راوړه د نيا ته تا پيغا مو نه

نوي فکرونه ښه ښه خويونه

ستا په ښودنه ويښ انسانان سول

مشهوردنياکې ستا شاګردان سول

روښان فکرونه ستاپه بيان سول

ستالـــه مشـــعله رڼا سوه زړونه

ډک له حکمت نه ستا تعليمونه

ټول د نيا کې وګــــــر ځيد لې

په شرق او غرب کې ته ځليدلې

چـــي په منبر به و د ريــد لــې

له هرچاه پورته به ښکاره کيد لې

لـــه تا سره وو ډ يـــرتـــا ثيرونه

ورته حيران وو ډير عـا لمونه

دنيا رڼا سوه ستا لـــــــه تنويره

ستا له تحريره ستا له ضميره

وښورول تا غا فــل فــکرونه

څومره خواږه وه ستا بيانونه

پايله يا نتيجه :

 سيد جماالدين په قوم سيد او دافغانستان دخاوري وو چي په کنړکي پيداسوی اود افغانستان دخاوري څخه داميرشيرعلي خان په وخت کي دهيوادڅخه وتلی دی .سيد يو نابغه اودنابغه استعداد لردنکی وو ، هغه دژبو په زده کړه کي ځانګړی مهارت درلود(په يوه کال کې ديوه هيواد ژبه زده کولای سوه). هغه يو نړيوال شخصيت او دشرق دآزادۍ دپاره يو تر ټولو لوړ مبارز تيرسوی دی ، هغه په خپل يوياداښت کي دآزادی دپاره داسي ليکي :

 ترجمه يې : (( ... زه دغه ليک په داسي حال کي چي په محبس کي يم ليکم ، زه ددوستانو دليدو څخه محرومه يم ، خپلو عزيزدوستانو ته کاږم : نه حرج ته انتظاراونه ژوند ته اميدواريم، نه دبند څخه خواشينی اونه دوژلو څخه بيريږم . زه دنژدې مرګ ديادوني څخه خوند اخلم ،داځکه چي زما حبس زمادنوع آزادي ده.زه دخپل ملت او خپل حيات دپاره وژل کيږم؛ خو لږ څه په دې خوابدی يم چي ژوندی نه پاته کيږم . هغه څه چي مي کرلي دي په خپل ژوندانه کې يې حاصيل ونه وينم ... دسلاطينواوباچاهانوداعمالو څخه مه بيريږی... دافسوس ځای دی چي ناحقه تيغ مانه پريږدي ،چي نور ژوندی واوسم اودختيځو هيوادونو دخلکوويښ والی ووينم .دترقۍ ، تجدداواتحاد سيل دختيځ پرلورروان دی اوبس...)) . پای    ننګيالی بڅرکی