ننګيالی
بڅرکی
په دې کي شک نه سته چي دملي دولت په باب پراخ بحثونه
سوي دي،اودمختليفوزاويوڅخه ددې مهمي موضوع په باب واړانديزونه سوي
دي،دملي دولتونو جوړښت چي په خپل ځان کي داتنيکي جوړښتنويوه ترټولومهمه
اودبحث وړموضوع ده ددو بيلو ،بيلو اصطلاحاتوڅخه جوړه سوې ده ،چي هره
برخه يِې ځانته څيړنه غواړي يعني د ملي کلمې اودولت کليمه چي ددواړوپه
يوځای کيدوسره ملي دولت جوړيږي اوس به موږلومړی پردولت وږغيږو چي دولت
څه ته وايي ؟ څه وخت منځته راغی؟ بيابه نودملي دولتونو پرجوړ ښتونو
روڼاواچوو. دولت څه ته وايي:
دولت چي په خپل ځان کي يوه تاريخي مقوله ده په يوه معينه تاريخي مرحله
کي منځته راغلې ده اودټولنيزٍِژوندسره سم يې دپيشرفت پړاونه تيرکړي
دي.انسانانودخپل ژوندپه لومړي سرکي دولت يا حکومت نه درلود داهغه دوره
وه چي دتوليدپروسايلوزمااوستادمالکيت کلمه هم نه وه
اودټولنيزبدلونونوسره سم پسله ډيروکلونودحکومت اودولت اصطلاح رامنځته
سوه ، حکومت اودولت ديوې ډلي خلکوپه خدمت کي ودريدی اوديوې طبقې
خلکودابزارودساتلودپاره پوليس اوژاندارم استعمال کړه لومړنی دولت چي
دخپلوروبنايي بنسټون په اساس جوړکړل سو، دتوليدپه ساحه کې
يولړپرمختګونه هم رامنځته کړه ،دتوليدابزارمډرن سوه اوتوليدله پخوانه
په ډيرسرعت اوډيرمقدارپرمخ ولاړ،چي په دې کارسره نورهم طبقاط قوي
اوغښتلي سوه .يوه طبقه دګټي پرميدان بډايه اوباداره سوه خو؛بله ډله خلک
يا طبقه چي ابزاريې نه لرل دتوليدڅخه داسي محرومه سوه ، چي نه يوازي
داچي دخپل توليدڅخه يې ګټه نه سوای اخيستلای بلکي ؛خپله
دتوليدابزاروګرځيده اوخپله هم دکارقوت ځيني جوړسو.اودلاس دبازوڅخه يې
دنيرويا قوت په څير حکومتي طبقې ګټه پورته کړه .چي دلته لومړنی طبقاتي
دولت رامنځته سواوپردوطبقووويشل سو
–
لومړی هغه طبقه چي دتوليدوسايل يِې په ﻻس کي سوه
–
دوهم هغه طبقه چي دهرډول وسايلوڅخه خلاصه سوه اويوازې دخپل بازودقوت په
پلورلوسره ژوندۍ پاته کيدای سو . نوموړي طبقاتي دولت پرمختګ
ومونداوترنني سرمايداري اوسوسياليستي دولتونوپوري يې ځان رارسولی دی.
نوپه همدغه ډول څنکه چي دولت په لومړني ابتداي نظام کي راپيداسوی
ترهغوپوري به دولت ژوندی وي ترڅوچي دتوليد پر ډګرماليکيت شخصي اوځان
ځاني وي.داچي دولت څنګه رامنځته سواودتاريخ په اوږدوکي څه ډول حکومتونه
اودولتونه شته اوڅه ډول حکومتونه تيرسوي دي اوښه دولتونه کوم دولتونه
دي ؟ داچي ښه دولتونه کوم دولتونه دي موږفقط دومره وايو چي ښه دولتونه
هغه دولتونه دي چي دخلکوملاتړورسره وي اودخلکوپه خوښه منځته راغلی
وي.دعامواوزحمت کښو اکثريت طبقې دګټوڅخه ملاتړوکي اوعام خلک بيا په خپل
نوبت دخپل دولت وشاته ودريږي . په همدغه سبب ددولت تعريف داسي رالنډؤ:
دولت عبارت د هغه سازمان دی چي د حاکمي طبقې اقتصادي اوسياسي واک
،اختيار اومنافع وساتي اوترهغوپوري به ژوندی وي چي پرتوليدي وسايلو
ماليکيت خصوصي ياشخصي وي.
اوس چي مودولت وپيژندۍ نوبه د ملت پر مسئلې هم روڼاواچو، اوبيابه
وګوروچي ملي دولت څه وخت منځته راتلای سي اوتوپيردملي دولت
اونورودولتوڅه دی ؟ اوپه دې ډول په افغانستان کي ملي دولت بايدکومي
ځانګړني ولري .څووکوﻻی سوچي نوموړاصطلاحات په ښه ډول په کا ر واچوو.
ملي :
ملي کلمه چي دملت دکليمي سره نه بيليدونکي اړيکي لري دملت په تعريف کي
ترلاسه کولای سو.
ملت عبارت دهغه انساني پيوستونونواوجوړښتونوڅخه دی،چي په پرله پسې توګه
خپلي ګټي وټي ولري اوپه يوه معينه جغرافياوي سيمه کي ګډکلتور،ګډه ژبه
اوګډي فرهنګي اړيکي اوګډاقتصاد ولري.ملت دخپل جوړښت له مخي په يوه
پرمختللې ټولنه کي راڅرګنديږي داهغه وخت دی چي قبيلوي جوړښتونه دخپل
وټيږپرمختګ په اساس ويوه نوي وټيزپانګه والۍ دوران ته ځای پريږدي
اودانسانانوپه منځ کي دګډکارعصري اوپرمخ تللي ډول ماشينونه اوکارخانې
رامنځته سي،دهيوادپه ټولوسيموکي دملت دخلکوترمنځ اقتصادي اسانتياوي ددې
سبب کيږي چي يو واحد تجارتي بازاررامنځته سي، دملت په جوړښتونوکي قومي
تضادونه ،قومي توپيرونه ،قومي برترۍ ،داصل اوکم اصل ناخوالي دمنځه ځي
اوځای يې انساني پيوستون اوداقتصادي اړيکي نيسي ، داچي ملت داقتصادي
پرمختګ په نتيجه کي رامنځته سونودخپل ځان سره پراقتصادي تغيراتواو
پرمختګو نوبرسيره يولړفرهنګي بنسټونواومعنوي ارزښتونوته هم
تغيراوپرمختګ وربخښي لکه :په ادبياتو کي تغير،په دوداوعنعني کي
تغيراوپه نتيجه کي په ټوله روبنايي ژوند کي تغيردملت په جوړښت کي ملي
پرمختګونه عصري ژوند رامنځته کيږي.په پيشرفته او پر مختللي سرمايداري
ټولنه کي چي دملي دولتونوبنسټ ايښونکی وټيزسيسټم دی ياترهغه لاهم په
پرمختللې سوسياليستي ټولنه کي دغه بنسټونه لکه :هنر ،ادب ، انځورګرۍ ،
لاسي صنايع ،مجسمه جوړونه شعر اوليکوالۍ ته په رومانتيکه بڼه لاره
هواريږي.نورنوليکوال دکلاسيکوليکنوياهغه ليکنوڅخه آزاددي ؛کوم چي
بايديوليکوال خپله ليکنه دوخت دواکدارانو،پاچهانواويادمذهبي
مسلطوعقايدود ستاينوپه باب کړې وای .په پرمختللي ملت کي شاعران،
ليکوالان رومانتيک اثارايجادوي ،ښکلاتوصيفوي اودطبيعت ښکلاپه
خپلورومانتيکواثاروکي بيانوي همدغسي دملت په رامنځته کيدوسره داقتصادي
ګټوپرسردژبي ناخوالي هم دمنځه ځي اوهرملت دخلکوداستازيتوب په اساس
داکثريت خلکوژبه يوه رسمي ژبه ټاکي اودراکړي ورکړي دپاره يې استعمالوي.
ولي؛نوروژبوته هم دپرمختګ وړشرايط برابروي دملت په پرمختللې ټولنه کي
داقليت خلکوژبه پراکثريت خلکوباندي په ستم اوزورنه سي تامين کيدای
،داځکه چي ژبه دکلتوريوه غوره برخه ده،او د يوه ملت دپيژندلګلوۍ
ترټولوښه نمونه ده ، ژبه چي په يوه ملت کي دپوهولواوراپوهولودپاره په
کارلويږي دملت دوټيزيا اقتصادي پرمختګ سره پرمخ ځي ،اودنظروړملت په
پيژندل کيږي .
د بيلګي په توګه دکاناډاپه ملت کي نوري ژبي شته خوانګليسي ژبه يې رسمي
اودټول ملت ژبه ده همدغسي په امريکا، روسيه ،فرانسه ،جرمني او
نوروملتونه کي چي په خپل هيواد کي وړې ، وړې ژبي لري خو رسمي ژبه يې
دخلکوداکثريت ژبه وي. موږداسي ګډملتيزه دولتونه هم پيژنوچي هلته
دمختليفوژبوخلک اووګړي ژوندسره کوي خو؛په يوه ګډه ملي ژبه خبري سره کوي
اوهغه ژبه دهغه ملت رسمي اووټيزه ژبه وي لکه :کاناډا ،سويس ،ايران
اوپاکستان . دنړۍ پرمخ په بيلو ،بيلو سيموکي داقتصادي پرمخ تګ سره سم
دژبوموضوع هم حل سوې ده اودکوچنيو
قومونواونژادونوترمنځ سرحدونه ورک اوله منځه تللي دي په نتيجه کې
واحدغټ ملتونه راپيداسوي دي ، دملت په جوړښت کي دغه مهم څيزونه ډيرمهم
اواساسي ونډه لري.
لومړې :ګډه پوله ؛ ديوه ملت دپاره ترټولواول يوه ګډه پوله ،ګډه
جغرافياوي مځکه درلودل ضروري ده .چي پرهغه مځکه تاريخي يادګارونه دهغه
ملت نخښي نښانې بلل کيږي .
دوهم : مشترکه رسمي ژبه؛ چي په رسمي ژبه کي دټاکلي ملت ځانګړي سوژې
،معنوي ارزښتونه ،لغاتونه اواصطلاحګاني خوندي وي. لکه:تاجيکي ژبه چي
دتاجيکستان دپاره اوفارسي ژبه چي دايران دپاره يوه تاريخي اوملي ژبه ده
دريم :ګډفرهنګ؛ ديوه ملت په دننه کي هغه معنوي خصوصيات او رواني اغيزي
دي چي خپله ځانګړی ملت په پيژندل کيږي اوداملت له بله ملت څخه بيلوي.
څلورم : ګډ اقتصاد ؛ګډاقتصادچي دملت په جوړښت کي ترټولوباارزښت اودملت
په رامنځته کيدوکي اساسي نقش اورول لري دټولنيزپرمختګ يوترټولوستر محرک
ګڼل کيږي اوملت بيله ګډ اقتصادي پرمختګ څخه نه سي رامنځته کيدای. که په
يوه هيواد کي دغه څلوربنسټيزموادپه خپل منځ کي جوش سره وخوري نومليتونه
به په خپلوکي غښتلي ملتونه جوړکړي.
اوس چي موپه يولنډ بيان کي هم ملت اوهم دولت وپيژنده نوبه پردغه پيچلې
موضوع به هم روڼاواچوچي په افغانستان کي ملي دولت شؤنی دی اوکه څنګه؟
.اياموږکولای سوچي يو پراخ بنسټه ملي دولت جوړکړو؟ افغانان اوس ګډملي
دولت لري ؟اوداسي نوري پوښتني چي لازمه ده چي په نوموړي لنډ بيان کې
يادونه پروکړو.
(( د
افغانستان دملي دولت په جوړښت کي دوټيزوعواملوبرخه))
افغانستان دخپل جغرافياوي جوړښت له مخي دآسيا په منځنۍ برخه کي پروت او
دتاريخ په اوږدوکي د آسيايي هيوادونو دسواداګرې دتلور اتلو لاره وه ،
په دې هيوادکي بيلي ،بيلي ژبي اوبيل ،بيل مذهبونه شته ددې هيوادداکثريت
خلکوژبه پښتوژبه اوبيادري ژبه ده ، خوپرپښتواودري ژبي برسيره نوري وړې
،وړې ژبي هم وجود لري . په افغانستان کي مختليف قومونه سته چي
دافغانستان په بيلو ،بيلو سيموکي ګډ ژوندسره کوي ، نوموړی هيواد دتاريخ
په اوږدوکي دجنګونوپه اساس ځپل سوی دی . پردې هيواد خوراډيرجنګونه
تيرسوي دي ،چي پرنوروجګړوبرسيره دافغانستان اوانکليستان ترمنځ درې ځلي
جنګونو له ١٨٣٩م کال څخه تر١٩١٩م کال پورې يې دوام وکړ،نوموړی هيواد يی
په اقتصادي ډګر کي خواراوزارکړ، ددې جنګونوپه نتيجه کي دافغانستان خلک
خورا ډيروځوريدل ، يولويه برخه يې دډيورنډدکرښي په تيريدوسره انګريزي
استعمارګرانوددې خاوري څخه جلاکړه، نوموړې استعماري کرښه دافغانستان
څخه په ١٨٩٣م کال کي ديوه نماينده هيئت چي په سرکې مارټيمرډيورنډ
وو،پرافغاني پاچا اميرعبدلرحمان خان باندي دقراردادنوموړي مواد هيئت
تحميل کړه، په دې ظالمانه مؤفقې سره يولړسيمي دافغانستان څخه جداسوې.چي
په يوه بيان کي ددې تړون د موادوداسي راغلي دي ، ؛دډيورنډد کرښي فاصيله
ترپپيښوره ٣٥ميله اوپه لمرخاته يعني ختيځي برخي په هندي برطانوي پوري
وتړل سوې. اودواخانه د فارس ترسرحده پوري بريد ياسرحد وټاکل سو چي
نوموړی سرحد يابريد په اوسنې نخشه کي ليدلای سو.نواوس موږوينوچي
دافغانستان خاوره ديوه قرن په جريان کي دبرتانوي هند په لاس کي
اووروسته يې دافغانستان پرخاوره يوڅوملتيزه حکومت دپاکستان په نوم
جوړکړ.چي ټول عمر دمختليفوقومونو ترمنځ شخړي اونارامۍ وي. په هرصورت
دافغانستان اقتصاد تر١٩١٩م څخه نورهم خوار سو اوپه نړۍ کي ديوه خوار
هيواد په څيرپيژندل کيږي ، افغانان چي دخپل عمرلويه برخه يې دآزادۍ
اوخپلواکۍ دپاره مبارزه کړيده ددې حق يې درلودۍ چي نن ديوه سرلوړي ملت
په څيرخپل ملي دولت ولري خو؛دبده مرغه نړۍ والواستعماري حکومتونو
داقتصادي بنديزونو په اساس ودې ته نه دی پرې ايښی چي يوملي دولت
رامنځته کړي،يا يوملت جوړسوی وای، په دې کي هم شک نشته چي افغانانوخپل
فرهنګي اوتاريخي معنوي ارزښنونه ساتلي دي خو؛دملي دولتونو دجوړښت دپاره
يوازي معنواوروبنايي ارزښتونه رول نه لري ، تاريخي يادګارونه ، حماسوي
جنګونه ، ملي ترانې اوګډفرهنګ ددې سبب کيږي چي دهيواد خلک ديوه ملت په
څير جوش سره وخوري اودهيواد پالني په روحيه يوملت اوملي دولت جوړ کړي
خو متاسفانه چي يادسوي اصول اوبنسټونه تنها کفايت نه کوي ، ولي بياهم
وټيزي کړۍ غواړي چي هيواددي ديوه پرمختللي افغاني ملت پرلوري بوزي ،
د١٩١٩م کال داستقلال څخه وروسته اميرآمان اله خان ديوه ملي دولت اعلا ن
نړيوالوته وکړ؛ خودبده مرغه پيروزه نه سو ، که څه هم په ډيره چټکۍ سره
يې وټيزګامونه واخيستل اودهيوادپه بيلو ،بيلوبرخوکې توليدي دستګاه وي
کيښودې ليکن دبهرني فشارپه نتيجه کي اماني دولت ړنګ سو.که چيري انګريزي
استعمارپرې ايښی وای نوهرومروبه يې په افغانستان کي يوپوخ پراخ بنسټه
ملي دولت هم جوړکړی وای. خودبده مرغه دبهرنيانو په وټيزومرستوبيا
افغانستان ته په مذهبي کړيوکي داسي دولت راواستول سوچي دملي دولت
دجوړښت نخښي نښانې هم نه وې پکښې ،پسله امان اله خان څخه دسقاوپه راتګ
سره په هيواد کي دښوني اوروزني دروازې وتړل سوې اوهيواددقبيلوي ورسته
پاتي والي په کنده کي ولويدی. په دې لاس وهنو کي دبهرنيانوپه ډيره بيا
دانګريزانوونډه ډيره وه .په دې کي دانګريزي ښکيلاکګروګټه اوبيره داوه
چي ، نه داچي افغانان دډورنډ منحوثه کرښه چي افغانان يې سره بيل کړي دي
دمنځه يوسي اوبيابه يو پياوړی هيوادجوړکړي.خو؛په هرصورت افغانانو
دتاريخ په اوږدوکي دملي دولت دپاره هلي ځلي کړيدي،پسله حبيب اله څخه
يوځل بيا محمدنادرخان دملي دولت دپاره ږغ پورته کړاود١٩٢٩م څخه چي
دنادرخان سلطنت جوړسو بيا تر١٩٧٩م پوري چي ددې کورنۍ وروستیی ولس
مشرمحمدداودخان ؤ،په افغانستان کي دملي دولت په رامنځته کيدوکي کوښښونه
وسوه خومتاسفآنه چي ډيرقرارګامونه اوچتيدل. ددغه ٥٠کال په شاوخواکي په
افغانستان يوازي په ځينو ښارونوکي دهلکانودپاره ښونځۍ جوړي سوې ،
تقريبآ په ټولوښاروياولايتونوکي ښونځۍ وِې،خو په ځينوولسواليوکي هم
دهلکانوښونځۍ جوړي سوي وې ،ولي داسي کلي موهم درلول چي هيڅ ښونځۍ يې نه
درلوده خو؛په لږوکليوکي ښونځۍ نه وې ، ددغه پنځوسوکالو په جريان کي
يوازي په کابل کي يوپوهنتون موجودوو، خوپه ورسته کي په ننګرهار کي هم
دطب يوه فاکولته جوړه سوه ، په هيواد کي دسواد دلوړ نعمت څخه په لوړه
کچه دافغانستان خلک محرومه وه. اوپه هيوادکي په تقريبي ډول تر٩٠ ډيرخلک
بې سوادوه خو؛په دې کي هم شک نشته چي ټولنيزفعاليت په تدريجي توګه مخ
پروړاندي روان وو، په دې وخت کي دښځوآزادي هم په ورورومخ په وړاندي
روانه وه، په ښارونو کي په يوه مطلق اقليت سره ښځومخ لڅ کړی ؤ اودپوره
تهديد سره هم مخامخ وې ، په دغه پنځوس کلنه پاچهي کي يوازي د کابل په
ښار کي دلڅ مخوښځوتعداد يوه اندازه قابل ددرک ؤاونسبتآ ډيري ښځي لڅ مخي
وې ، چي داخپله ددې معنا لري چي دنوروښارواومرکزترمنځ توپيرموجودوو.چي
دي کارهم دمرکزاوښارونو ترمنځ تضادراپيداکړي ؤاودازموږدټولني دورسته
پاته والي معنا لري دافغانستان دولايتونو اوښارواليو کلنۍ بوديجه په
مرکزيعني کابل مصرفيده.داځکه چي دکابل ښار دخارجي سفارتخانواودباندنيو
ميلمنو دپاره ښکلی وښوول سي، دنادرخان ،ظاهرخان اوسردار محمد داودخان
په دوران کي دکليواوښارونوتضادونه اوتوپيرونه خوراډيروه،په دې وخت کي
اقتصادي پرمختياهم دتعليم اوتربيې په څيرډيره قرار وه. دولت يوازي
ديوڅوکسانو په ګټه څرخيدۍ اوقومي بنسټونه يې درلوده.ځيني
قومونوډيرامتيازاخيست اوپه سياسي واک کي ورګډوه ، خوځيني قومونه بيا
دناسکه په څيرورته کتل کيده. په هيواد کي يوه لويه لار چي کابل او هرات
يې سره نښلوۍ اوپه عيني حال کي دکندهار په ښارکي هم نومړی سړک تيرسوی ؤ
، بله کومه مشهوره لار موږنه درلوده .نوموړودروپاچهيوافغانستان ته قوم
برجسته اقتصادورپه برخه نه کړ چي دافغانستان خلک دي پرهغه دملي دولت
نوم کښيږدي . په همدغه پيمانه چي په دغه پنځوس کاله روبنايي فعاليتونه
ډيروروسته پاته وه په همدغه پيمانه زيربنا دمملکت هم وروسته پاته
اودميږي په قدم يې حرکت کاوه چي دحرکت ليده يې يوڅه ګران کارؤ.نونتيجه
داسوه چي نوموړو دو لتونو ملي دولت يوازي په خبروسره جوړوی خو؛ په عمل
کې دملي دولت دپاره هيڅ هم ونه کړه اوهيواد په هغه کچه دورسته پاته
والي وخواته ولاړۍ چي په نړيواله سطحه دنړۍ دورسته پاته هيوادو په
لومړي يا دوهمه درجه هيوادوپه قطار کي راغلی .خلک نارازه سوه اوپه
ښارونوکي دښونځۍ زده کونکواوښونکو په نارا ضايتونولاس پوري کړ،تنظيمونه
اوسياسي ګوندونه جوړ سوه اودحکومت سرلاس په ګريوان سوه ،څوبلااخره خبره
ترترجنګ اوجګړوپوري ورسيده اوپه هيواد کي دعقرب ددريمي ،ابن سينادورځي
په نوم مظاهره اوداسي نوري پيښي دپاچامحمدظاهرخان په وخت کي رامنځته
سوې،محمدزوهم ملي دولت جوړنه کړای سو.يعني تردغه وخته هم په افغانستان
کي ملي دولت جوړنه سو. چي دمحمدزودکورنۍ ورستی واکدارسردارمحمد داودخان
هم ديوې خونړي پيښي نظامي پاڅون يا کودتا په نتيجه کي دخپلي کورنۍ سره
يوځای شهيد کړل سو اودقدرت واګي هم دخلق دموکراتيک ګوندچي يوسياسي
اوايډيالوژيک ګوند وپه لاس کي واخيستې .اود نوي شعارونوسره نوي څيرې
رامنځته سوې.
دغوايي
اړودوړاودملي مسئلې حل
پسله
هغه چي د محمدزوحکومت ونه توانيده چي يوپراخ بسټه ملي حکومت جوړکړي
نوپه هيواد کي نارضايتونه ورځ په ورځ ډيريده اوپه څرګند ډول په هيواد
کي ناآرامۍ ليدل کيدې، دافغانستان په سرحدي سيمواوولايتونوکي لکه
کندهار ،جلال اباد ، کنړپکتيااونوروبرخوکي دمذهبي ډلو دخوا دپاکستان
دحکومت په ملاتړلاس وهني راپيل سوې دبمونوچاودنه رواج سوه اوپه سپنه
ورځ دپلان وزيرعلي احمد خرم ترورکړل سوداسي خبرو دسردامحمد داود اودهغه
پلانونه نورهم ورسست او دملي دولت دجوړيدو اطمنان يې په ولس کي ورکم
کړ.سردارمحمدداودلا ددې پيښي په باب څيړنه کول چي په هيواد کي
دمحمدهاشم ميوندوال پيښي دخلکوباورنورهم ددولت څخه واخيست ، که څه هم
دسردار محـمدداود په جمهوري نظام کي په نسبي ډول وټيزپرمختګ ليدل کيده
خودبده مرغه چي يو خودنوموړي پر شاه وخوا هغه کسان راټول وه چي ددولت
ترګټويې وخپلو تنظيمي ،شخصي اوګروپي ګټوته دلومړي توب حق ورکاوه.وروسته
چي جمهورريس محمدداودپه دې خبره وپوهيده، نوسمدلاسه يې نامطلوب کسان
ددولتي چوکيو څخه ليري کړل. خو؛دبده مرغه وخت ډيرناوخته سوی و.
بيا يې هم په يولنډوخت کي پردغو کسانو لکه نورمحمدترکی،ببرک کارمل
اوورسته حفظ اله امين چي دده حکومت ته ګواښ وه اوخطرځني احساس کيده ،
هغه يې ونيول اوبنديان يې کړه ،نوموړي کسانو چي په نظامي برخه کې جلب
اوجذب کړی ؤ، دحزب دموکراټيک خلک دوي برخي وې لکه پرچميان اوخلقيان چي
ددوي په نيول سره نوره هم فضآبدخونده سوه اودخلکوباوريې پرحکومت ورکم
کړ. دغه پرله پسې ناخوالو بيا ديوه نوي تغيردپاره ذهنونه اماده کړه،
اوددې موقع څخه پرچميانواوخلقيانوګټه پورته کړه اودغوايي دمياشتي
پراوومه نيټه يې په ١٣٥٧کال کي اړدوړراپيل کړنوموړی اړودوړداردويا
عسکري نظام په مرسته ترسره سو(چي دوي ورته دثورانقلاب ووايه)نوموړی
اړدوړ ياکودتا دخورا پرمختللي روشنفکري شعاروسره راڅرکنده سوه .اوپه
هيواد کې دملي دولت دجوړيدو ډيري خبري يې کولې اودملک ستونزې په خورا
ډيرمهارت سره په خبرو بيانولای سوې .دوی خلکوپيژندل داځکه چي مخکي هم
هغوی دخلقيانو اوپرچميانو په نوم سياسي ګوندونه درلودله ،نودهيواد
روښان فکران هم ددوی په ملاتړودريدل په هرځای کي دخوشحالۍ جشنونه
جوړسوه دوخت سترتوان اوطاقت اتحادجماهيرشوروي لومړی هيوادوچي
دافغانستان حکومت يې په رسميت وپيژنده . ددولت پرمهمواداري چوکيودخلق
اوپرچم استازي کښيناسته ،دهيوادپه نشراتوکي انقلابي اصطلاحات
راڅرګندسول، روبنايي فرمانونه ،دمرکزي کميټې غونډي اوتبليغاتي کمپين په
خورا چټکۍ سره دهيواد داخبارونو ،مجلو،راډيواوټلويژون پرمخ راڅرګندسول.
بيرغونه سره سول، نيکټاياني سرې سوې اوحتا په ښارونوکي ددکانودروازې هم
سرې سوې، دخلکوکه به خوښه وه که نه په مارشونواوتظاهراتوکي به يې برخه
اخيستل خو؛که به چا برخه نه وه اخيستې نوبه پوښتنه ترې کيده ،خو؛پردغه
ټولوخبرو برسيره خلکودهيواد ديووالي په خاطردپرچم اوخلک دګوند شاته
ودريدل، ولي په ځينوبرخوکي ئې ناخوال هم ليدلې خو؛ هيڅ ئې هم نه ويل
حيران پاته وه اودجوړيدوپه هيله يې شپې سباکولې ، حزب ديموکراټيک خلق
په هيواد کي نور ګوندونه يا حزبونه نه منل نو منحل يې اعلان کړه په
هيوادکې يوګوندي سيسټم رامنځته کړاودنوروګوندونومشران يې خپل سياسي
سيالان ګڼل نوځيني مشران چي په لاس ورغله هغه يې بنديان کړه،په پرله
پسې توګه يې اته فرمانونه راوايسته چي په دې فرمانو نو کې درې فرمانه
داسي فرمانونه وه چي دملت اوخلکو دمقاومت سره مخامخ سوه.لکه شپږم
نمبرفرمان يې دسوداوسلم په خاطرو،اوم نمبرفرمان يې دښځو دولور په باب
اوپه واده کي دډيرمصرف دمخنيوي په خاطرو، اتم نمبرفرمان ئې په هيوادکي
دمځکواصلاحات وه چي دوي ورته ډموکراټيک اصلاحات ويل نوموړي فرمانونه په
داسي توګه راووتل چي دټولني دعيني قوانينو سره يې هيڅ يوالي هم نه
درلودنوځکه دخلکودمقاومت سره مخامخ سوه خو؛ممکن دنه تطبق علت يې يا
دټولني دعيني شرايطوسره دنابربروالي په وجه وي اويابه زموږدټولني
داقتصادي اوفرهنګي مناسباتوسره نابرابروالي ددې سبب سوی وي چي نوموړي
فرمانونه تطبق نه سوه، يا به هم په دې باب وړکسان نه وه چي نوموړي
فرمانونه دي ښه تطبق کړای سي.که به چا پرنوموړوفرمانونو مخالف
نظرورکړ،هغه به يې دثوردانقلاب ضداومخالف ګاڼه اودمرګ ترسرحده به يې
جزاورکول.
خوپه هرصورت په هيواد کي مخالفتونه راپيل سوه اوعاموخلکوسلاحه ته لاس
ورواچوی اودنورمحمدترکي دحکومت په مقابل کي ډليزه جبهي جنګونه راپيل
سوه حکومت اوخلک سره جلاسوه ګوند ډيرتبليغات کول اوترداخلي قوت په
خارجي قوت ډيرغره وه خو؛خلکو ډيموکرسي ، دانتقادحق اوعملي کارغوښت ،
ګوند وعدې ورکولې ،ولي بل پلوته به يې دډيموکراسۍ اودزحمت کښانو په نوم
خپل مخالفين دپلچرخي زندان ته استول اوهلته به لا درکه سوه .نوګوند
دخلکواوولسونوڅخه ليري پاته سو، چي ددې وخت څخه اوددې کمزوري ټيکي څخه
دډموکراټيک خلک دګوند دښمنانو هم ګټه واخيسته اودپاکستان په خاوره کې
تنظيمونه ورته جوړکړه . دخلقيانوګوند په دننه کي دهيوادسياسي
ډيموکراټيک قوتونه او ولسونه راټول نه سوکړای ، خوپه دننه دګوندکي هم
جنګونه اومخالفتونه ورته پيداسولومړی دپرچميانو اوخلکيانوترمنځ مخالفت
چي دوژولو اوترور ترسرحده يې خونړي پيښي رامنځته کړې.اوپه ډيرلږوخت کي
ئې پرچميان په سفارتونووليږل اويولړقدرونه يې ورته بنديان کړه، خودې
کارهم کوم درددوانه کړ، لږوخت وروسته دحفيظ اله امين اونورمحمد ترکي
ترمنخ هم دقدرت پرسرجنګونه اومخالفتونه ودې حدته ورسيده ، چي دشوروي
اتحاددسفير(ولادميرپوزانوف) په مخکي دترکي وفادارانوقاسم اوببرک پرحفظ
اله امين ټکان اوفيرونه وکړه خوامين ددې پيښي څخه جوړراووت ليکن دامين
وفاداره انډيوال داودتړون ووژل سواوپه همدغه ډول اسدامين هم وروسته
زخمي اوبيا ووژل سو.
هغه اړودوړ چي دوی به ملي اوډموکراټيک انقلاب باله هغه برسيره پردې چي
دملت دقومي مشرانو سرونه يې وخوړل په خپله دانقلابيونواودهغه دمشرانو
سرونه يې هم وخوړل. نورمحمدترکی دشوروي اتحاد دسفيرپوزانوف په مخکي
دحفيظ اله امين په لاس بندي سو اودبالښت په وسيله خپه اومړکړل سو. ددې
پيښي څخه وروسته نوره هم اوضاع په خپله دننه ګوند کي خرابه سوه اوپه
هيواکي دملي دولت اومتحدملت آرمانونه دولسونو سره ګورته ولاړه، دمقام
نيولواوځای طلبۍ په دې جګړه کي حفيظ ا له امين په ١٣٥٨هجري شمسي کال
دسنبلې پر١٩ نيټه قدرت ته ورسيد، اودجدي دمياشتي تر ٦نيټې دقدرت پرنيلي
سپوروخو؛ په دغه موده کې نه داچي يوه پراخ بنسټه ملي اوډموکراټيکه جبهه
يې جوړه نه کړای سوای په خپله په ګوند کي هم مخالفتونه ترپخوالا ورته
ډيرسوه ، دهيواد دلويوښارونوترمنځ سړکونه بندسول ددولت خلکو نه سوای
کولای چي په آزاده توکه وګرځي ، نوډيرنژدې وچي دامين دولت دي سقوط وکړي
، اودپاکستان په اسلام ابادکي روزل سوي تنظيمونه دي دامريکايانو په
مرسته هيوادته راداخل سي او دقدرت واګي دي په خپلو منګوکي ونيسي ،
چي؛ببرک کارمل دجدي دمياشتي په شپږمه نيټه راڅرګندسو او خپله لومړنۍ
بيانيه يې دتاجکيستان څخه واورول او شوروي عسکرو نظامي حمله
پرافغانستان وکړه دافغانستان ريس دولت حفيظ اله امين يې په خپل کورکي
مړکړ، او ببرک کارمل يې پرټانک سپور هيواد ته راداخل کړ چي پرچميانو
ودې ته دثوردانقلاب نوې مرحله وويل ،په دې ځل کي پرچميان بيا په نوي
اوانقلابي شعارونوسره راڅرګند سوه، اودکاغذپرمخ يې داسي شعارونه ورکړه
چي که په عمل کي هم دغه شعارونه تطبق سوي وای نوخامخا به په هيواد کي
سوله هم راغلې وای اوملي دولت به جوړسوی وای هغوی خودکاغذي پرمخ
پلاروطنه ملي جبهه خپره کړه اودهيواد راډيوګاني اواخبارونه هم په ډک
سوه خو؛ نه داچي په هيواد کې دمخاليف ګوندونواو احزابوسره پريو مشترک
پروګرام( جبهه )جوړه نه کړل سوای بلکي؛په خپله په خپل ګوند کې هم ددې
توان اوقدرت نه درلود چي ګوندي غړي دي سره يوکړي حتا په مرکزي کميټه کې
هم اختلافات په څرګنده توګه معلوميده. ببرک کارمل دملي روغي جوړي
پروګرام په نشراتو کي خپورکړی ؤ ، خو؛ په عمل کې دپوليچرخي زندان د
خلکوډک و ، اوخپل نژدې او ايډيالوژيک دوستان يې هم نه سوای منلای
دډموکراتيک خلک دګوند غړي دببرک کارمل دقدرت تراخيره په زندان کي ناست
وه. ببرک کارمل په هيواد کي ملي کسان سره راټول نه کړه ، په خپله ګوند
کې هم محبوبيت لږ و، څو دګوند په دننه کي دمخالفتونو په اساس دګوند څخه
ليري کړل سواو پرځای يې ډاکټر نجيب اله جمهورريس اودګوند عمومي منشي
سو. ډاکټرنجيب اله هم هغه کړنلاره په مخکي نيولې وه خو؛يوازي يې په شکل
کي ډيرلږ توپير موجودو دډاکټرنجيب په وخت کي دملي پخلايني سياست نغاره
خورا ډيره وهل کيدل ، خوداچي کومه پخلاينه؟ او
دکوموايډيالوژيکوآرمانونوپرسر؟، دچاه سره ؟ترپايه معلومه نه سوه.
دپنځوکلونو په جريان کي نه څوک پخلاسوه اونه دنجيب حکومت ددغه ډوول
دټکولو څخه تيرسو خو؛په مقابل کې يولړ مخالفتونه هم په دباندي کي دګوند
ورته ډيرسوه اوورځ په ورځ يې دحکومت دنفوذ ساحه تنګيدل چي په نتيجه کې
يولړولايتونه دلاسه ورکړه، چي دسولي دسيمي په نوم يې ومذهبي ډلو يا
مجاهدينوته ورپريښوده، په ګوند کي دننه هم دقدرت پرسريولړګوندي قدرونه
ورته راپورته سول اوپه ١٣٦٩ش کال دشهنوازتڼي په مشرۍ يوه ناکامه کودتا
وسول ، چي په دې کودتا سره دنجيب دولت نورهم ضعيف سو اودملي دولت وټيز
پرمختګونه ترينه پاته سول ، دولت په مړژواندي ډول موجودو،خودملي دولت د
آرمانونودترسره کولوتوان يې نه درلود. خلک په دې ډيرښه پوهيدل چي دنجيب
دولت هم يوازي په تشوخبرو اوبهرنيو مرستو ولاړ دی، اوهغه څه چي دملي
دولت درد په دواکيده هغه دارواودواله نجيبه سره نه وه.دنجيب په دولت کي
دسکاټ توغندۍ راوړل سوې خو؛جنګ خاموشه نه سو. که څه هم نجيب به غوښتل
چي په هيواد کي اقتصادي ګامونه وچت کړي خو؛وخت ځيني تير و، نه يې دملي
روغي جوړي پروکرام ګټه وکړل اونه هم نور و ټولنيزو قوتونو نجيب حمايه
کړ، اردواوعسکري نظم چي دپخواڅخه لږاوډيرموجود و هغه دشهنوازتڼي دکودتا
څخه وروسته نورهم ضعيف سو. څوچي نجيب دخپلوداخلي قوتونوڅخه لاس په
سرسواوپرقومي مليشويې تکيه وکړه، خو هغوهم دسمتي ،ژبني اونژادي
مخالفتوپه وجه حمايه نه کړ،څو دملل متحد نماينده بينسوان ته يې ديوې
غونډي په ترځ کي حکومت وروسپاره ، اوخپله يې دقدرت په اخيرينوشيبوکي
دملل متحد وماڼي ته پناه يووړه،چي په نتيجه کي دقدرت خلارامنځته سوه او
په هيواد کي داسي ګډوډي جوړه سوه چي په هره کوڅه کي يوه دچورډله ودريده
دشپې له پلوه به دولتي مؤسيسې چوري دې ،موټران به هغه ځايوته وړل کيده
کوم چي دنوموړي ډلي تنظيم به هلته جبهه درلوده، اودادغواي داړدوړپه
دوام دمجاهدينوحکومت په١٣٧١ش کال دثوريا غواي دمياشت پراتمه نيټه
دپاکستان اوايران دلاري افغانستان ته را صادرسو.
دغوايي
اتمه دمجاهدينواړودوړ
هغه
ګوندونه چي په ايران اوپاکستان کي دعربي اوغربي هيوادوپه مرسته دکابل
دحکومت پرضد هلي ځلي کولې بلااخره په دې وتوانيده چي په مسلح اوګروپي
ډول وهيوادته په جنګ جګړوسره راداخل سي ، دمجاهدينو په راتګ سره
هيوادنورهم دجنګ جګړې ميدان سو ، دهيواد په نوروولاياتوکي خواقتصاد
دومره خرا ب و چي حتا بريښنا لاهم نه وه يوازي په کابل کي نوبتي بريښنا
وه خوهغه هم دمجاهدينو دخپل منځي جنګوپه اساس دمنځه ولاړه اوپرهيواد
توره شپه سوه، دهيوادشتمني لوټ سول درسمي دفترونوڅخه قيمتي شيان وايستل
سول،لرغوني تارخي اساردموزيم اوملي ارشيف څخه وايستل سوه اوپه خارجي
هيوادوکي وپلورل سول ، دهيواد نظامي تجيهزات غلا اوچورکړل سوه، په خپله
په ښارکي جنګي سنګرونه جوړکړل سول اودتنظيمونو په منځ کي په هغه خرپ
جنګ راپيل سو؛داسي جنګ چي په آسمان کي مرمي سره جنګيدې ، نوموړي جنګونه
چي دقدرت پرسرقومي اونژادي جنګونه وه په بيرحمې سره ئې دوام پيدا کړ،چي
حتا ژوندي انسانان يې په کانټينروکي سره وسوځل ، دژوندي انسانانو په
سروکي ميخونه ټکوهل سول، دهيواده څخه مهاجرت ته خلک اړايستل سول ،
ښونځی وتړل سوې، دخلکوپه کورنومسلح خلک ورننوتل ،نجونو دلوړومنزلونوڅخه
دخپل عزت دساتلو په خاطر ځانونه را وغورځول . دحکومت اداري سيسټم په
بشپړه توګه په دې پيراودوران کي دمنځه ولاړ،خلکودخپلو ځانوددفاع په
خاطراسلحوته لاس ورواچوی اوهرچاچي به دخپل قوم يامنطقې په اساس کوم
تنظيم پيژنده نودهغه تنظيم په سيوري کي به يې سلاح اخيسته اودځان
اوکورنۍ دفاع به يې کول. اوهغه کسانو چي دتوپک اخيستلو توان به يې نه
درلو دهيوادڅخه بهربه دخپل عزت دساتلوپه خاطرمهاجرکيده اودمسافرۍشپې
اوورځي به يې تيريولې ، هرقوم چي به په هره سيمه کي نفوذدرلود هلته به
دخپل قوت په تناسب واکداره هم ؤ.
پرلويو لاروځيځريونه ولويده اودهرلاروي څخه به دهغه دغوټي په اندازه
پيسې اخيستل کيدې .په هيواد کي ملکوالطوايفي دوره بيا راڅرګنده سوه ،
دهيواداقتصاد دومره وران سو چي راکړه ورکړه په ټپه ودريدل.خلک پرطبعي
وټيزه ژوند سره راټول وه ، په دې وخت کي نه يوازي داچي هيوادپرسيمه
ايزوقومندانانو سره ويشل سوی و بلکي ؛دافغانستان دخاوري تجزيه هم دځينو
توپک سالارانو په پروګرام کي وه ، داسي شعارونه خوډير وليد ل سوه :
خراسان ته ښه راغلاست ، دبدخشان مستقيل جمهوريت ، فدرالي حکومت او
افغانان نه يو افغاني يو اوداسي نور دادخطر زنګونو هيوادوال را بيداره
کړه چي په نتيجه کې يوبل مذهبي ګروپ راپيداسو.چي هغوی ځانوته اسلامي
طالبان ويل.
طالبان
څوک وه :
طالبان
هغه زده کونکي وه چي په مدرسواومسجدونو کې زده کړه کول ددوي سياسي قدرت
ته رسيدل دافغانستان دخلکوآرزواوغوښتنه نه وه بلکي ؛ دپخوانيو مجاهدينو
هغه ناوړه اعمال وه چي خلک ودې ته ليواله سوه چي طالبان حمايه کړي
،اوهيواد دکورني جنګ څخه خلاص اوپه هيوادکي هغه خارجي لاسونه چي دداخلي
سکټاريستانوپه مرسته يې هيواد پرټوټو،ټوټوويشۍ ، هغه لاسونه دهيوادڅخه
لنډ کي اودهيواد جغرافيه يوځل بيا وساتل سي.
طالبانوانترنايسوناليستي اسلام په افغانستان کي غوښت ، نوپه دغه سبب يې
عربي هيوادونه دځان په پره ودرول چي دغه کار يې دافغاني روحې خلاف او
دخلکو دپريشانۍ سبب سو.هغوی دملي فرهنګ پروا نه ساتل اوداسلامي
ديکتاورۍ ترسيوري لاندې يې سياست چلاوه، هغوی دفيوډالي اوماقبل فيوډالي
دوروارزښتونه دهيواد قانون اوکړنلاره ګرځولې وه، هغوي هيڅ ډول ډموکراسي
په هيواد کي نه منل ،فرهنګي ميراثونو ته يې ارزښت نه ورکاوه اودساه
لرونکوعکسونواومجسمې تاريخي اولرغوني اساريې دمنځه يووړه . متمديني نړۍ
طالبان په رسميت نه پيژندل ، دهيواد اونړۍ دپاره يې خطرناکه ګڼل ، نړۍ
دطالبانو په راپرزولوکې هلي ځلي پيل کړې ، په لږوخت کي طالبان په هيواد
کي دعمومي بدبينۍ سره مخامخ سوه،په داخل کي دطالبانوهم توپيرونه
موجودوه ،يوه ډله يې چي په سرکې عربان او دپاکستان توندلاري وه هغه
بيله نرمۍ څخه ډيرسخت برخورد درلود ، خوبله ډله چي ملي روحيه يې په ځان
کي لرل هغوی بيا ګذاره کول اوپه کارونوکې نرمي درلودل چي په دې خلکوکي
دملارباني ،ملابورجان اوملامتوکيل نومونه ياديږي.خوپه هرصورت سرمايداري
هيوادوپه سرکې امريکا دطالبانوڅخه په سيمه او حتا خپل هيواد کي خطر
څرګنده وه، اودسپټمبر١١نيټهيې دامريکانړيوال تجارتي مرکزونړاوه چي
امريکاييانوداکاردافغانستان دطالبانواوالقاعده څخه ګڼۍ، اوطالبانوته يې
په پرله پسې توګه اخطارونه ورکول څوچي دسپټمبردپيښي څخه وروسته يې
پرافغانستان هوائي حملې راپيل کړې اوديوه کال دجنګ په جريان کې دتوري
بوري په شمول افغانستان ونيوه اوطالبانوخپل ټول سنګرونه دلاسه ورکړه.
اونوريې نوپه تورريستي ډول جنګ ته ترنن پوري ادامه ورکړيده. خو؛په
هرصورت طالبان داصلي واک په توګه نورنوپه افغانستان کي منحل اوتجزيه
سوه. اودلومړي ځل دپاره افغانستان ته غربي هيوادونه دډيموکراسۍ په
شعارونوراننوتل اود المان دبن په ښارکې افغاني انتصابي ډوله اشخاص سره
راغونډکړه اويومؤقت حکومت يې وټاکه په دوی کي يوازي حامدکرزی داسي
يوڅوک وچي دتنظيمونو په داخلي تضادونوکي راشکيل نه و اونه يې
دافغانانوپه خپل منځي جنګواووران کاريوکي برخه اخستې وه ، نه يې دهيواد
په ورانولوکي ديوتنظيم په ګټه هيواد وران کړی وحامدکرزي دطالبانو په
مقابل کي لومړی کس وچي په روزګان اوبيا په کندهارکي ولسونه دډموکرسۍ په
پلوي دطالبانو په مقابل کي ودرول اودکندهار دلاري کابل ته راننوت اوپه
کابل کي دمؤقتي ادارې مشروټاکل سو.
حامد
کرزی اودملي دولت ستونزه
لکه
مخکي چي وويل سوه دملي دولت جوړونه نوی تفکر، نوښتګرفکر،نوی فرهنګ،نوې
ښونه اوروزنه اونوي روبنايي بنسټونو ته اړتيا لري. اودداسي فکرخلکوته
دملت په جوړونه کي ضرورت سته چي دهرډول آزادۍ ، دبشردحقوقو،
اودډيموکراسۍ په چوکاټ کي دنورودعقيدو ، ايډيالوژيواومذهبي بنسټونوته
احترام ولري .څوپه افغانستان کي ولس باورپروکړي دولس دپاره ملي دولت
جوړکړي، اوملي دولت بيا په خپل واريوموټي ملت جوړه ولای سي . اوس په
افغانستان کي داسي نخښي نښانې سته چي ملي دولت اويوموټی ملت دي
پراقتصادي بنسټونوجوړسي .نن دغه اطمناني قوت خارجي مرستي دي . خو؛که څه
هم دافغانانودپاره يو ښه چانس بياترلاسه سوی دی هغه داچي ټوله نړۍ اوس
دافغانستان دبيارغوني په باب په يوه خوله ده. نو دنړۍ ددې نيکي روحې
څخه افغانان بايد ګټه واخلي کوم چي دافغانستان په باب يې لري او دحامد
کرزي په مشرۍ ديوه پراخ بنسټه افغان ملت زيربنائي خښته په وټيز بنسټ
سره کيښودل سي.د حامدکرزي په وجود يا شته والي کي تربل هروخت اوس دا
اطمنان راپيداسوی دی چي په افغانستان کي دي يوپانګوالي نظام جوړکړي ،
اوپراقتصادي بنسټونو دي افغانان جوش سره وخوري يا يو موټي دي سي. .
داخبري موږ ددغه لاندي دليلونوپه اساس ويلای سو .
لومړی : حامدکرزی دافغانستان دبيا ابدولو سره دومره مينه لري چي خپل
سريې په لاس کي واخيست او سينه يې سپرکړه په تش لاس دروزګان په غرونو
کي ورکښته سو او ولس يې دطالبانو په مقابل کي ودې ته وهڅاوه چي
افغانستان بايد نور په نړيواله سطحه ديو متحد ملت په شان جوړسي
اودورسته پاته فيوډالي مناسباتودځينځرونوکړۍ يې وروشلولې.ممکن
افغانستان نور ديوه نوي افغانستان په ډول وپيژندل سي ، په داسي حال کي
حامد کرزي دهيواد ددفاع دپاره ورودانګل چي طالبان اوالقاعده په
افغانستان کي په پوره زور او قدرت کي وه اودده په څيربل افغان سرتيری
عبدالحق دده په مخ کي ونيول سو،هغه يې په اعدام محکوم کړ؛خو؛ داسي دځان
څخه تيريدنه څه اسانه کار هم نه دی
دوهم : په افغانستان کي دتاريخ په اوږدوکي دالومړی ځل دی چي دنړۍ خلک
او دنړۍ ستر طاقتونه په دې صلاح سوي دي چي په افغانستان کي دبيا
ابادولودپا ره مصرف وکي او پا نګي واچوي او په اقتصادي لحاظ افغانستان
حمايه کي ، حامد کرزي دافغانستان دپاره په ميلنو اوبيلنو ډالره مرستي
راټولي کړې او دا ددې معنا لري چي نړۍ اوس دافغانستان سره دپخوا په
پرتله ډيره مينه لري .
دريم : په هيواد کي سرتاسري آزاد انتخابات ددې سبب سوه چي دهيواد دخلکو
باور نور هم پر دولت باندي ډيرسي ، زموږدهيواد په تاريخ کي داسي
ډيموکراټيک ،آزاد انتخابات تراوسه چاليدلي هم نه وه.
څلورم : دنژدې ديرشو کالو په جريان کي هغه تجريبې چي افغانانو دهيواد
په دننه او دباندي کي دمسافرۍ په دنيا کي تر لاسه کړي دي هغه دهيواد
دبيا آبادولو په تجريبو کي دارزښت وړ دي . اوپه دغه نژدې ديرشو کلونو
کي افغانانو ته دپرديسې زور اوزحمت ورياديږي .
پنځم : په نړيواله سطحه هغه نړيواله تضادونه چي دسوسياليزم او
امپرياليزم په منځ کي موجود و هغه اوس پردريمه نړۍ په هغه زور او قوت
نه شته ،اوس خپله روسيه او دپخواني شوروي اتحاد ملګري هيواد و نه دناټو
همکاره دي اودافغانستان په بيا رغونه کي سره هم غاړه دي. اوس چي نړيوال
اوداخلي شرايط دافغانستان په ګټه دي نواميد سته چي افغانستان به يو نوی
افغانستان جوړسي .اودايو چانس دی چي افغانستان به نور دطبعي اقتصادڅخه
، ملکولطوايفي دورې، قومي سيسټمونه ،سيمه ايزاختلافات ،نژادي ، جنسي ،
منطقوي توپيرونو اوروسته پاته فيوډالي شرايطوڅخه راووزي اويوملت به
جوړيږي خوبيا هم دافغانانوپه منځ کي يوه لويه ستونزه پرته ده چي بيله
دې ستونزي داوارۍ څخه دافغان ملت جوړيدل شؤنی نه دی .هغه ترهغه وخته چي
دډيورنډغيري قانوني خط دافغانستان اوپاکستان په منځ کي دمنځه نه وي
تللی ترهغوبه په افغانستان کي ملي دولت هم شؤنۍ نه وي او جوړبه نه سي .
دډيورنډناپيژندل سوی خط
يوه
لويه ستونزه چي دافغانانو په منځ کي پرته ده هغه ددې يوه قرن په شاوخوا
کي دغه استعماري کرښه ده چي په افغانستان کې قومونه اوکورنۍ سره بيلي
کړي دي، ددې کرښي په سبب څه دپاسه ديرلس ميلونه پښتانه دکرښي هغه لوري
ته بند پاته دي ، دوي تراوسه دافغانانو نوم ساتلۍ دۍ ، اودليکي هغه خوا
پښتانه ځانونه پښتانه اوافغانان ګڼي . افغانان داخواپښتانه او هغه خوا
پښتانه تراوسه دډيورنډکرښه په رسميت نه پيژني ، اوترنن ورځي پوري
پښتانه په خپل منځ کي تګ اوراتګ سره کوي، کلتوري ، نژادي ، ټولنيزي،
اقتصادي اومجموعي روبنايي اړيکې دومره سره نغښتي دي چي نړيوال استعماري
طاقتونوافغانان سره بيل نه کړای سو.نوموړې کرښه يوه ناکامه تاريخي کرښه
ده چي په سيمه کې لانجې راپيداکړې، اولکه چي اوس ټوله دنيا دسرپه
سترګوويني چي هربده اوبيرانه نه يوازي سيمي بلکي نړۍ ته دپاکستان
دمصنوعي جوړسوي مملکت ياد دغه جغرافياوي شاوخواڅخه راپيدا کيږي، داځکه
چي نوموړی هيواددنوروهيوادوپه خاوره او خلکوجوړسوی دی. دپاکستان په نوم
دجغرافيايي سيمي خلک اوګډوډ قومونه په خپل منځ کي داقتصادي او کلتوري
ګټوپرسرخوراډيرتضادونه اوتوپيرونه سره لري ، نوځکه دوی په خپلومنځوکي
هميشه په وژلو،جنګونواويوه سيمه دبلي سيمي سره په مخالفتونو کي شپې
اوورځي تيره وي . لنډه داچي په پاکستان کي بلوڅ او پنجابی ،سيندی
اوپښتون جوش نه سره خوري نوداستونزه به وسيمي ته پرته وي ، تراوسه
دپاکستان څخه غربيانواوسرمايداري نړۍ دسوسياليستي اوملي ازادي بخښونکي
جنبشونواوهيوادوپرضد ګټه اخيستل .خو؛اوس دشوروي اتحادپه ړنګيدو سره نړۍ
دامريکايي ټانکداره ډيموکراسۍ ترقومندې لاندي سره متحده سوې ده چي
نورنو دپاکستان ضرورت هم چندان نه وي .اودپاکستان په منحل کيدوسره به
په سيمه کي ډيرانکشافات رامنځته سي . اوپه نړۍ کي به دتروريزم مخه هم
ونيول سي .
خوپه هرصورت زما له نظره په افغانستان کي ديو متحدملت جوړيدل ، ملي
دولت رامنځته کيدلودپاره دغه لاندي ټيکي دارزښت وړدي.
لومړی : افغانان بايد دخپل هيواد ملي اواقتصادي ګټي دځان اوهرډول نورو
ګټو څخه لوړي وګڼي اودهيواد پرملي ګټوسره يوموټي سي .
دوهم : افغانان بايد خپل ملي ،تاريخي ،ټولنيز،کلتوري اوفرهنګي مير ا
ثونه خپل افتخار وګڼي اوپرنوموړوافتخاراتوسره متحداويوموټي سي .
دريم : زما له نظره افغانان بايد خپل ځانونه پرتوکمونوسره ونه ويشي
اوهرنوع تبعض که منطقوي وي ،که ژبني وي ، که نژادي اويا نور ډولوه چي
داتاريخي هيواد کمزوری کوي هغه بايد افغانان خپله په ريښوکي له منځه
يوسي .
څلورم : دهيوادسياست پوهان بايد دهيواد په بيلو بيلو ولايتونو کي
ايډيالوژيک وحدتونه رامنځته کي اوپه هيواد کي دبيلو ، بيلوژبو،منطقو
نژادواومذهبونوولسونه پرايډيالوژي اوملي تفکرسره يوموټي کړي .
پنځم : افغان هيوادوال بايد دپرديو په لمسون دخپل هيواد بربادي ونه
غواړي اوپه ملي مسايلو کي بايد حساس وي .په ځانګړې توګه هغه هيوادونه
چي په تاريخي لحاظ افغانان وثيقه ورسره لري .
شپږم : افغانان بايد دډيمو کراسۍ اوملي تفاهم له لاري په سياسي
بانډارونو ،دخبرو له لاري بيله تشنج څخه خپل داخلي مسايل په خپله حل کي
.
اووم : ډيره مهمه چي افغانان ورسره مخامخ دي هغه دډيورنډ دليکي په
وسيله دافغانانو تجزيه ده چي بيا هم وافغانانوته ديوه قرن څخه راپه دې
خواپاته ده . داسي هيڅ شؤنې هم نه ده چي دملت دتجزيې په صورت کي دي
افغانان غښتلی ملت جوړکړي .
که چيري دملي دولت په روحيه نوموړي مواد په صادقانه توګه ترسره سي نو
شؤنې ده چي په افغانستان کي دي ملي دولت هم جوړسي |