زندگی

 د پښتو ژبې نا متو اديب ، موْرخ ،څېړونکی ، شاعر او ټولنيز شخصيت

 

ا کاډيمسن پو ها ند عبدا لشکور ( رشاد )

لیکونکی: ډاکټر طارق رشاد
 

درنو لوستونکو ! په دې ورځو کې چې په ننګرهار کې د استاد عبدالشکور ( رشاد ) د کار او ژوند په اړه يو علمي سيمينار پيل شو او څه موده مخکې د اطريش په هېواد کې
افغاني فرهنګيانو لخوا د يادونې يوه درنه غونډه جوړه شوې وه ،يېره مناسبه ده چې دغه څيړنيزه مقاله ښاغلي ډاکټر طارق ( رشاد ) د خپلواکۍ دفتر ته هم په پست کې راولېږله .موږ له ښاغلي ډاکټر طارق نه په مننې دغه مقاله دلته خپروو .
اکاډيمسين پوهاند عبدالشکور ( رشاد ) د ١٩٢١م کال د نومبر پر ١٤ ( د١٣٠٠ لمريز کال د لړم د مياشتې پر ٢٣ نېټه ) د ګران هېواد افغانستان د سياسي خپلواکۍ دوه کاله تېر شوي و ،د کندهار ښار د بابړو د کوڅې په يوې مخورې او درنې کورنۍ کې سترګې دې نړۍ ته پرانيستې ، چې دې کورنۍ د سوداګرۍ تر څنګ د علم او پوهې سره ښه مينه لرله او پلار يې ارواښاد عبدالغفور خان د مروجو علومو د مطالعې خاوند او غير له خپلې مورنۍ ژبې ،په فارسي ، عربي ، اردو او انګرېزۍ پوهيده او نيکه يې حاجي محمد اياز خان د خپل وخت مشهور سوداګر او ور نيکه يې ( غور نيکه يې ) محمد جان خان ، ترنيکه يې نيک محمد خان او سر نيکه يې لکی ساپ خان چې د يو لکو سکو خاوند او د معاصر افغانستان د بنسټ ايښودونکي ستر احمد شاه بابا ( ١٧٤٧ ? ١٧٧٣م ) د وخت له مشهورو خلکو څخه و .دا کورنۍ پخوا د پاچا جوړونکو چې په انګريزي کې ورته (King makers)وايي له کورنيو څخه بلل کېده ، لکه نورمحمد خان بابړ چې ( مستوفی الممالک ) او ګل محمد خان بابړ چې د ( امين الملک ) دنده سرته رسوله او دافغانستان ټول اقتصادي او د هغه دپلان چارې يې ور د غاړې وې د لوی احمد شاه بابا سره يې کورنۍ دوستي هم درلوده او د هغه د لمسي شهزاده زمان چې وروسته له خپل پلار تيمور شاه څخه پر تخت کښېناست او د شاه زمان په نوم يې شهرت تر لاسه کړ ، خسر هم و .د استاد رشاد په روزنه او پالنه کې په لومړي ګام کې د هغه خپل پلار مهمه ونډه درلوده لکه چې دی پخپله د ( ګربت ) له مجلې سره په مرکه کې وايي (( زما لومړی استاد زما پلار و ،په هغه دې خدای ورحميږي زه يې روزلی يم ، خو متاسفانه د هغه سيوری په ١٣ کلنۍ کې زما له سر څخه لري شو .او ما د ده له تول فضيلت څخه استفاده و نه شو کړای ، ولې تقريباْ ٦٩ ( اوس ٧٣ ) کاله وړاندې ما انګريزي الفبا له پلاره زده کړې او عربي کتابونو مې هم تر مختصر پورې له پلاره ويلي دي ،فارسي کتابونه مې لکه ګلستان ړ بوستان ، حافظ او نور ټول له پلاره زده کړي دي .البته نور استادان مې هم لرل ، خو لومړنی استاد مې پلار و .)) او همدارنګه د (( افغانستان )) په نوم کوم اخبار چې لاهور کې خپرېدی او پښتو برخه يې درلوده ،د دوي پلار ته وراستول کېده او هغه يې هم مطالعه کاوه .خو د خپل ځيرکتيا له امله ډېر ژر په ١٩٣٣ز کال کې په لومړۍ درجه له ښوونځي فارغ او په ١٩٣٤ ز کال يې پر ديارلس کلنۍ د ښوونکي په توګه رسمي ماموريت پيل کړ . چې د پوهې او سن د لږوالي له امله يې په کوچني ښوونکي ډېر شهرت پيدا کړ چې حتی ډېر شاګردان به تر ده مشران هم و.په ١٩٤٦ز کال د کندهار د ښار د انتخابي ټولنې ريْس او په ١٩٤٧ ز کال کې د کندهار د ښاروال مرستيال شو او له ١٩٤٨ ز کال وروسته هندوستان ته ولاړ ،هلته يې خپلو ځانګړو زده مړو او هم يې هلته د پښتنو او پښتوپه اړه ژورو څېړنو ته ادامه ورکړه چې (( لودي پښتانه )) کتاب يې چې ٤٢٠ مخونه لري او (( سوري پښتانه )) يې بېلګې دي او د هغه تر چنګ يې هندي ژبې او ديوانګري ليکدود هم زده کړ او څه سانسکريت او انګريزي ژبې يې هم ولوستې .١٩٥٢ز کال د ويښو ځلميانو چې د افغانستان لومړی ملي او دموکرات کوند و ، د استازي په توګه د کندهار د ښاريانو لخوا پارلمان ته انتخاب شو ،خو د کندهار د والي عبدالغني خان ( قلعۀ بيګي ) او د چارواکو د مخالفت په وجه چې ويښ ځلميانو او پوهاند رشاد سره يې درلود د دوي د رايو صندوق د پوليسو لخوا ضبط او دی د ښاروالۍ له تالار او انتخابي حوزې راويستل شو .په ١٩٥٨ز کال د پښتو ټولنې د مسلکي غړي او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استاد په توګه وپېژندل شو چې وروسته بيا د پښتو ټولنې د رياست مسلکي مرستيال وټاکل شو سره له دې چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد هم و .په ١٩٦١ز کال د پخواني شوروي اتحتد د سنت پيترزبورګ د ښار د ختيځ پېژندنې د انستيتيوت د پښتو ژبې د استاد په توګه د دونيم کالو لپاره ولېږل شو چې وروسته افغانستان ته راستون او د کابل پوهنتون د ژبو- ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي په پښتو څانګه کې استاد او بيا د دغه ديپارتمنت ( څانګې ) شف ( مشر ) شو او د وخت لوړه رتبه پوهاندي يې ترلاسه کړه .څو د ١٩٧٨ز تر پېښې وروسته ډېر ژر لزوماْ تقاعد ته سوق شو خو د دې ..... رژيم د مخالفت سره سره يې خپلې علمي او فرهنګي اړيکې د علومو د اکاډمۍ ،علمي ټولنو او فرهنګي کړيو سره وساتلې .استاد رشاد لومړی شعر په ١٩٣٤ز کال پر ديارلس کلنۍ ويلی ،خو دهغه لومړی شعر په ١٩٣٨ز او لومړۍ څېړنيزه ليکنه يې پر ١٩٤١ز کال د افغانستان په مطبوعاتو ( طلوع افغان ) کې خپاره شوي دي .د ده په وينا له ٢٦ کلنۍ څخه د ويښو ځلميانو د نهضت غړی و .د جهاد او مقاومت پر مهال چې کابل کې اوسېد خو مصامين او شعرونه به يې په مستعارو نومونو چې په هېواد کې خطر ورته پېښ نه کړي د کلفورنيا په Freedam ، د ناروې په مجاهد ولس ، جرمني ، اطريش ، هند ، پېښور ،کراچۍ او نورو ځايونو کې خپرېده او چې ډېر به ترخه نه و او په سمبوليک ډول به د وخت رژيم غندل شوی او ملي مقاومت او آزادي ستايل شوې وه په کابل کې هم خپرېده او له ١٩٩٣ز کال وروسته چې د تنظيمونو ترمنځ د واک د ساتلو او يا تر لاسه کولو جګږه پيل او اتنيکي اختلافونو ته لمن ووهل شوه ،د هغه د غندنې په خاطر يې هم شعرونه او ليکنې له هېواد څخه د باندې خپرې کړې او د طالبانو په وخت کې په يوه غونډه کې چې د ١٩٩٧ ز کال د روسانو د تيري د غندنې په اړه نيول شوې وه استاد رشاد د سر په بيه د طالبانو سياست د روشنفکرانو او دموکراسۍ په اړه وغانده او دايې په ډاګه وويل چې (( زه ويښ ځلمی ووم ،يم او اوسم به ، او دا ګوند هغه ګوند دی چې په افغانستان کې يې د لومړي ځل لپاره د دموکراسۍ ږغ پورته کړ .)) د ١٩٧٨ ز کال تر پېښې راوروسته بيا تر ١٩٩٢ز کال پورې د دوي د سياستونو د غندنې په اړه يوه شعري ټولګه د (( ملحد شاهي )) په نوم ليکلې او له ١٩٩٢ څخه بيا تر ١٩٩٦ ز کال پورې يې يوه شعري ټولګه د (( تنظيم شاهي يا ملا شاهي)) په نوم ليکلې او وروسته يې د طالبانو تر سقوط پورې د (( طالب شاهي )) په نوم يوه شعري ټولګه ليکلې ده اوس هم د زور واکۍ او بل واکۍ پر ضد شعرونه ليکي او ليکنې کوي .د بېلګې په توګه (( دپښتنو غميزه )) (( خشمېدلې امريکا )) (( د واده کلی کربلا سوه او د تودو وينو حمام افغانستان سو )) چې دا هم شعري ټولګې دي . د استاد رشاد ټول ژوند له چارواکو سره په مخالفت کې تېر شو چې نه يې ظالم واکمنان منلي او نه پردۍ واکمني ،دموکرات او متعادل
سياست خوښوونکی او ريفورميست دی په دغه توپير چې په لږ آزاد چاپيريال کې يې مخالفت څرګند او د اختناق په شرايطو کې به يې په پټه او سمبولونو مخالفت کاوه .هغه له خپل هېواد سره خورا زياته مينه لري