زندگی

 د مقاومت د ادبياتو او   مترقی ادبياتو  

په هکله څو ټکی

 اکبر گرگر

په هنر او ادبیاتو کې د تعهد ، رسالت او مسؤولیت د مسألی په هکله آسمايي ځینی پوښتنې یو شمېر لیکوالو او له هغو څخه ښاغلی کرګر ته وړاندی کړی وو . د آسمایی پوښتنو یو برخه ‍داسې وو : اوس هم د((مقامت دادبياتو)) اوپر بل اړخ کي د((مترقي ادبياتو)) خبري له رواج څخه  نه دي لويدلي . پوښتنه داده چې ولې د((مقاومت ادبيات)) په زياترو نورو هيوادونو کي دټولني فکري اوفرهنگي ظرفيت دانسانانو دنژدي کيدواوگډو هدفونو اوتساوي ته درسيدو يا دښه سباوون ته د رسيدو له پاره اغيزمن دي  ٬په داسې حال کې چې په افغانستان کي د((مقاومت)) له بري وروسته ټولنه ټوټه ټوټه شوه  ٬فرقه يي قومي قبيلوي سمتي ژبني اومذهبي اختلافات  پراخ اوشدت يي بياموند.((مترقي ادبياتو)) هم ونه شول کړاي له ترقۍ سره مرسته وکړي . درسالت په باب هم ورته پوښتني مطرح کولي شو .

ستاسي په نطر دټولنيز شخصيت په توگه دشاعر اوليکوال مسوليت ٬تعهد اورسالت خلط شوي نه دي ؟

دا دی ‍د ښاغلی کرګر ځوابونه تاسو ته وړاندی کوو

***

په فرهنگي پړاوونوکې  يوه اساسي مساله داهم ده چې په جاري بهير کې مفاهيم څرنگه اوپه څومره دقت سره کارول کيږي .دبحران په کلونو کې زيات شيان گډوډيږي . زاړه ارزښتونه له شړيدنې سره مخامخ کيږې  اونويو لا داسې پړاو نه وي تير کړى چې پخوالي ته ورسيږي . په دي اساس ځيني گړنې اواصطلاحات لا دقت اوژور والي ته اړه لري اوبايد په پوره دقت اوتأمل سره وکارول شي .

دمقاومت دادبياتو اصطلاح لومړي وار په  ۱۵۲۸ کي په  ((ازتک)) باندي دهسپانوي اشغال په دوران کي دبرناردوساهام له خوا  رامنځ ته شوه .وروسته دبارتولد له خو ا  دانديز دويجاړيو په اړوند ليکلى  دغه فورم ښه پسې روښانه او په تيرو ديرشو  کالو کي  د سياسي ناول ليکونکو له خوايو وار بيا راژوندى شو دزياتو وگړو له پاره دمنلو وړ وگرځيد . ناول اودزياتو وگړو له پاره دمنلو وړ وگرځيد . خوددغه  ادبياتو ډيره برخه دھغه کسانو له خوا چې  دټولني په څنډه کي واقع وو ليکل شوه:  لکه ښځي ٬ گوريلايي  جگړه مارو ٬نژادي اقليتونو. ھمدارنگه دوديزو ناول ليکونکوپه  دغه فورم کې ليکنې وکړې   اودپيښو پر تاريخي بستر باندي  دمقاومت گړنه يو وار بيا دازابل النده اوبيا دگارسيا مارکز په ناولونو کي راژوندۍ شوه.

په افريقا اوان په امريکا کي دامرييتوب پر ضد مبارزه کي دافورم دازادۍ په خاطر کارول شويدي. هغه قانون دکوم پر اثر چي دوي مرييان شوي او خپله ازادي يې  له  لاسه ورکړي وه ٬  ليکلي کلمات يواځيني اواغيزمن فکتورو چې په دي مبارزه کې ترې کار اخيستل کيده .افريقايي اوامريکايي مختلفو ليکوالو په دي اړوند بيلابيل سبکونه وازمويل چې خپل پيغام ورسوي . ځينو په دي لړ کي اخلاقي لارښووني وکړي . اوځينو سياسي هيجانات راپارول . ځيني ليکوالو داسي جوتوله اوڅرگندونه يي کوله چې هغوۍ چې دنورو مرييتوب غواړي  پخپله مرييان دي نودهغوۍ دذهني ازادي له پاره يي هم ليکني دمقاومت دفورم پوري اړونده وگڼلې .    

دادبي فورم په توگه دمقاومت اصطلاح دشرايوطو اوانگيزي پوري اړه لري چې کومي انگيزي اوڅه ډول شرايط ليکوال دې ته رابولي  چې څرنگه اودڅه په وړاندي يي په هيوادني اونړيواله سطحه کې  وليکي

په جنوبي افريقا کي دافورم بل ډول ووهلته دنژادي توپير اودځمکو دهغه قوانينو پر ضد چې بومي وگړي يې بي برخې کړل ايجاد شو .

دغه راز دمقاومت دادبياتو فورم په فلسطين ٬ويتنام اونورو ازادي بښونکو جگړو کي بيلابيل مشخصات لرل .  خو

 په افغانستان کي دپښتو ادبياتوپه  معاصر بهير کې موږ يو لړ منل شوي گړني لرو چې د((ويښتيا)) ((روښانتيا)) او((اوښتون)) دگړنو په نوم يادېزې . استاد روهې چې په دې برخه باندې  دڅيړنې په کار اوپر متودولوژۍ باندې  يو بې جوړي پوه و دغه گړني يي فورموله کړيدي . دهغه په کښل شوي اثر کې موږ دمترقي ادبياتو په نوم اويا دمقاومت دادبياتو په نوم کومه رسمي اصطلاح نه وينو . البته ددې خبري راپورته کول چي گويا استاد روهي په خپل اثر کې ددې اصطلاحاتو يادونه نه ده کړي په منځنيو پيړيو کي دارسطو دکتابونو اودسکولاستيک دپوهانو دتفکر تداعي نه ده . هدف دادى چې کله اصطلاحات رايادوو بايد په مسؤليت سره يي  مشخص تعريفونه  ولرو٬ ځکه موږ په داسې دوران کې ژوند کوو .چې دمفاهيمو له پاره بايد جامع اومانع تعريفونه ولرو . . هر څه پخپل ځاي وکارووچې دمغالطې سبب نه شو .

دروښانتيا اووروسته داوښتون ددوري په ادبياتو اوهنري فعاليت کي ستونزه داوه چي دټولني داوښتون مساله دايديولوژۍ تر اغيز لاندي مطرح شوه . دشوروي رسمي ادبياتواودهغه موډل يا سوسياليستي رياليزم  تبليغ بل لامل و . له بلې خوا ادبي هنري اوفرهنگي کار په يوه داسي جهت کي مطرح شو چې دادبياتو په روښانوونکي رسالت يي گرد واچاوه. يعني له پورته لارښوونه اودستور چې دخلاقيت اوهستوني په مقابل لوري کې ځاى لري دفکر اوانديښني ازادي ټپي کوي مطرح شوه .  په هيواد کي دشوروي قواو موجوديت ٬دکورنۍ جگړي دوام٬ يوگوندي سيستم اوداسي نور ددې سبب و چې په رسمې چوکاټ کې دهنراوادبياتو هغه بيداروونکي ٬ ويښوونکي پاڅوونکي اولمسوونکي رسالت زيانمن شي ٬کليشه اوشعارډوله ادبيات رامنځ ته شي .

په پښتو ادبياتو کي زما په  نظر تر اوسه ځيني مفاهيم لکه د((مقاومت ادبيات ٬))٬((مترقي ادبيات ))اوداسي نور ي گړني تعريف اوڅرگندوني ته اړه لري . دې کې شک نشته چي دمترقي ادبياتو گړنه په تيره پيړۍ کي رواج شوي ده . دا تر زياته حده هغو ادبياتو ته ويل کيده چې دمارکسيستي ليدتوگي پر بنياد دکارگرو اوپانگوالي طبقو ترمنځ دمبارزي دانعکاس له پاره دکارگري طبقي په  ستاينه کي هست شوي دي . دا مفهوم زما په گومان دروسي ادبياتو څخه پښتو ادبياتو ته رانقل شويدي

هنر اوادب په مترقي اوغير مترقي ويشل اوهغه هم په پښتو ادبياتو کي لږ څه تأمل ته اړه لري ځکه چې په مشخص ډول پښتو خو نه ددربار ژبه وه اونه هم پکي دپادشاه اوسلطان ٬جاگيردار اوپانگوال ستاينه شوي ده . اونه داسي اثار لري چې داولس دژوندانه له بهير نه ډير پردي وي .البته بايد ووايو چې په پښتو ادبياتو کي موږ خپل اصطلاحات کاروو ٬چې هغه د((ويښتيا))(( روښانتيا )) او((اوښتون )) ادبيات دي. داگړني اوس معيارې اوکره شوي دي اودپښتو دمعاصر ادب بيلابيل پړاوونه جوتوي . کيداي شي  چې داوښتون اويا روښانتيامفاهيم  دمترقي دمفهوم سره څنگ ولگوي. ځکه   داوښتون دپړاو ادبيات په لومړي سر کې د سياست ځپني اوايديو لوژۍ ځپني نښاني پر ټنډه لري ( وگوري دپښتو ادبياتو تاريخ ( معاصره دوره ) دارواښاد استاد روهي اثر )خو په راوروسته بهير کې هم زموږ دادبياتو شخصيتونه وخليدل اوهم يي اثار دبحث وړ شول اوکره اومعياري اثار رامنځ ته شول .

دغه راز دمقاومت په اړوند بايد وويل  شي چې کله دپښتو ادبياتو تاريخې سير ته پام اچوو . گورو چې پښتو ادبيات دژوندانه دنورو اړتياوو په خوا کې په واقعيت کې دظلم ٬تيري استبداد ٬پر ضد دخپلواکۍ ٬ازادۍ له پاره دمبارزي په ترڅ کې راهست شويدي . دخوشحال په اثارو کې دادبياتو عمده مضمون مغلواله ده . دروښانيانو زيات اثار دهمدي موخې په ترڅ کې راهست شويدي اوورسته هم دانگريزي استعمار پرضد دويسو زلميانو دپښتونستان دغورځنگاونور پيښو په لړ کې  دالړۍ ډيره څرگنده ده .

***

 خو دتيري پيړۍ په پاى کې دافغانستان دوخت دحاکميت په وړاندې وسله والې ډلې چې په بهر کي يي تشکل کړي و اويوه پراخه جگړه يي پرمخ وړله نسبتا له هر ډول روښانفکري لر ليد څخه ليري وي 

دافغانستان څخه بهر دمقاومت ددوران روښانفکران دمقاومت په پيل کيدونکي مرکز(پيښور ) کې پاتي نه شول ځکه چې دوي پخپله دروښانفکرانو په توگه دبنسټ پالو اودهغه سازمانونو له خوا چې په بهر کي يې مقاومت ديو پراکسي جگړي په توگه تنظيم کاوه له ترور اوگواښ نه  وويريدل ٬اروپا اوامريکا ته راغلل.

ډير محدود شاعران اوليکوال و چې دځينومعتدلو  تنظيمونو په سيوري کې يي فرهنگي کار کاوه . البته په سيمه کې ددغه روښانفکرانو موجوديت ځکه نه احساس کيده چې دوې پخپله دمقاومت دډلو له خوا له ترور اواختناق سره مخامخ و . استاد بهاوالدين مجروح ٬عزيزالرحمن الفت يي څرگند مثالونه دي چې په دې لار ه کې قربان شول نوميالي شخصيت عبدالرحما ن پژواک په خپل کور کي نظر بند شو .

دغه راز کله چي دمقاومت کلمه رايادوو . په دې کې هم موږ څرگند اومشخص تعريف ته اړه لرو .

خو دننه  په افغانستان کې په مجموع کې هغه  روښانفکرانو که په رژيم کې و اوکه بهر و په يو ډول اپوزيسيوني انتقادي  دريځ کې و . دوى دمقاومت له غورخنگ سره ډير اوږه په اوږه نه وو اونه هم درژيم له ټولو کړنو اوفعاليتونو سره موافق وو. دوي انتقادي دريځ درلود . دوى دجگړي پر ضد وو . دوى دگوند سياست ٬ايديولوژي ٬ يو گوندي حاکميت ٬ دشوروي قواو موجوديت سره مخالف خو له بلې خو روښانفکر په افغانستان کې په فرهنگې اواقتصادي لحاط ددستگاه پورې تړلي عنصر و . اوکله کله دې فکتور دنوموړي ازادي زيانمنه کوله  دوي له يوي خوا ددستگاه اودهغه له سياست سره مخالفت کاوه خو له بلي خوا دوخت دشوروي ادبياتو په دستورو کي يي فعاله برخه اخيسته .

کله چې دافغانستان ملي حاکميت له منځه ولاړ اوهيواد خپل مرکزيت له لاسه ورکړ او په جزايرو وويشل شو٬ روښانفکر هم دقومي اومذهبي کرکو اوتعصباتو اودوسله والو قوتونو په  ټاپو گانو کي ورک شو چې اوس کيداي شي  همدغه په  تعصباتو کې ښکيل يا ورک شوي روښانفکر  په راتلونکي کي تاريخ ته  ددغه  سيمه ييز ٬ژبني ٬ قومي اومليتي تعصب کي دځان ښکيلولو اوروښانفکرانه ارادي اوازادۍ  له لاسه ورکولو ځواب ووايي.

له بلي خوا کله چې خبره دمقاومت ادبياتو ته راځې نو لږ څه غور په کار دي اوبيا دمسالي ماضي ته بايد وروگرځو ٬ دمقاومت ډلي له هيواد نه بهر پياوړي اولا متشکلي شوي .

که دمقاومت دادبياتو دگړني ريښي اوتعريف ته پام وکړو  موږ په افغانستان کي دمفهوم دواقعي تعريف له مخي چي په اروپا کي منځ ته راغي يا په فلسطين اويا ويتنام کي موجود وو او يا دنړۍ په بل کوم گوټ کي ٬ دافغانستان سره نه شي پرتله کيداي .( ددې مقالې دليکلو په موقع مي ديوه دوست سره مشوره کوله . هغه راته وويل چې په اصطلاح دمقاومت يو پياوړي شاعر استاد خليل الله خليلي دپاکستان جمهور ريس جنرال ضيا الحق ته يو اوږود شعر هم لري . )

په دې ډول زما په باور سره که دچا خبره دمقاومت ادبيات وي اوکه په اصطلاح مترقي ادبيات وو . دډير لږ وخت له پاره يوه څپه وه چي په هيواد اوبهر دواړو کې زموږ په فرهنگ اوادبياتو کي راپورته شوه . اوډيره ژر له منځه ولاړه اوورکه شوه . چې ديوه منلې اودحساب وړ ژانر اوادبي فورم په توگه يي مطرح کيدل دپوستني وړ دي .

په دې اساس :

کله چې  دهنري اوادبي پړاو مساله مطرح کيږي  بايد ووايو چې  دداسې پړاوونو ټاکل ديو ادبي تاريخ ليکوونکي کاردي اويا ديوه اکاديميکي  ډلي کار دي چې  مفاهيم سټنډرد کړي .

په خپل لنډ اوتنگ جاج سره ويلى شو چې اوس زموږ هيواد افغانستان دبهرني يرغل ٬مطلقه استبداد اووروسته ديو گوندي سيستم اوله هغه وروسته دفرقه  يي اوسيمه ييزو ټوپک سالارانو٬ تالانگرو اودمذهبي تنگ نظرانه او((سپيڅلي دسپوتيزم)) دورانونه شاته پري ايښي دي . اوس زموږ ټولنه  تړلي ټولنه نه ده  .  فرقه يي گردابونو څخه په راوتو ده  . دقومونو هويت دتثبيت په پړاو کي دي . ديموکراسي څرگندوي چې  هرڅه  چي  په ديگ کې  دي په څمڅۍ کي راپورته کيږي .

اوس دملي تشتت اوقومي اوسيمه ييزو بې اتفاقيو اوبدبينيو پر ځاى ديوه نوي قوام اوپخوالي پر لور گام اخلي . نن افغاني ټولنه دبهرنۍ نړۍ سره تعارف پيداکړى دبهرني فرهنگ نه ډير څه اخلي او ډير څه ترې خپلوي.

نو  له دي مسايلو چي تير شو نن ورځ يو بل نوي بحث رامنځ ته شويدي. اوهغه د((کډوال ادبياتو)) يا (دياسپورا ادبياتو) بحث دي . دامفهوم اوس عملا شته اومصداق هم لري . په  پښتو ادبياتو کي اوږدې  تاريخي ريښي لري .اودپښتو داوسنيو ادبياتو يوه ډيره رنگينه اودملال نه ډکه اواغيزمنه برخه داادبيات دي .دا ډول ادبيات په عملي توگه له افغانستان څخه بهر هست شوي اويا دهستيدني په  حال کې دي . دا هم بايد وويل شي چې  داډول ادبيات په پښتو کي دپښتنو دفعال اوخوځنده ژوندانه په بهير کي اوږده ماضي لري .