زندگی

سياسی يووالی اوهر اړخيزی موافقتنامی او(تفاهم)!

عزيزاحمد خوارمل

سياسی يووالی اوهراړخيزی موافقتنامی،تفاهم اوسازمانی نږديوالی پرمشخصوموضوعاتواومعينو مسايلو باندی     د خبرواومــذاکراتوله لاري کـــــيدی سی، چـــــــې دسياسی ګروپونو،نهضتونو، سازمانونو اوګـــــــــوندونو درهـــــــــبری اويااستازوسره پرمختلــــــفو( سياسی،ټولــــــنيز، اقتصادی، نظامی، کلـــــتوری اوفــــرهنګی) چــــــارواومسايلـــــــــوباندی په هــــراړخيز شکل اوميتودددواړوخـــــواووپه مـــــــــوافقــــه دموضوعاتواومسايلودحل په هکله ديوی مشخصی اومعينی موخی دتحقق اوعملی کيدودپاره،که په  موقتی اويا دايمــــی ډول سره وي،رامنځته کيــــدی سی دغه روغه جوړه،تفاهم اوموافقت دافــــرادو،اشخاصو، خلکواو وګړوترمنځ ديو ميز ترشاپه مختلفوسياسی ټولنيز، نظامی، کلتوری اوفرهنګی برخوکی صورت موندی شی . دوه اړخيز يا هراړخيز تفاهم او موافقی دهغومساوی، برابراويوشان کړنو،نظرياتو،فکرونو اوعقايدوواقعی شکل اودمضمون بيان دی چې ديو ګډ مجلس ،جرګی،جلسی ،ديوی ګردی ميز دجراوبحث اوخبراترواومشخصه اجنداپه جريان اوپروسی کښی جوړيږی او رامنځته کيږی کله هم داهسی کيدی سی چې دوه اړخيزی يوشان اوبرابرتفاهم اوتوافق ديوی غښتلی يووالی اواتحادپه رامنځته کيدوسره دښونتايجواولاسته راوړنوسبب وګرځی اود سازمانی کډ کارلاسته راوړنی يي بايدهرومروپر ګټورواومثمرونتايجوباندی متکی وي اوپه مجموع کی پرمثبت اړخ وي اونه پرمنفی اړخ باندی ،دوه اړخيزی مذ‌اکرات،تفاهم اوګډتصميم نيول ديوي معيني اومشخصي موخی دپاره دکارهغه شيوه ده چې بايدپه ډيرسپيڅلی او صادقانه ډول سره جوړ شی اوپه رښتينولی اوايمانداري سره عملی اودهغه دقانومندی له مخی رامنځته شی چې دټولو موازينو اواصولو ملاتړورسره وي،وټوله هغه دګډکار ومساعيدو شرايطو ته تلاش وشی چې ددواړولخواوارکانيک يووالی رامنځته کوي اوپرزده کړی اوڅيړنی باندی يی بڼست  کښيښودل سوی وي اودتاوانی اونابابه جوړښت مخه دی په کلکه ونيول شی.

که دتاريخ ليکوونکو،څيړنوونکووتاريخی اسنادوته يوه شيبه په لنډ اومختصرډول نظرواچول سی ليدل کيږی چې دنړی په هرځای اوپه  هره ګوښه کی داډول کړنی اوخبراتری،مجلسونه،جلسی اوميټينګونه دټولنی دشرايطودخواست اوتقاضااوجدی ضرورتونواوبنيادونوپراساس جوړشوي دي چې کله،کله هم ددغسی ناستواوتصماميمو اوفيصلوپه نتيجه کښی ښه نتايج رابرسيره شويدی اوپه ضمن کی په سياسی اوسازمانی برخوکی په کيفی اوکمی لحاظ درشداوتکامل سبب هم ګرځيدلی دی .

خوپه ډير تاسف سره بايد ووايم چې وروسته پاتی والی اويوشميرنورعينی عوامل زموږپه هيوادکی ددغی پروسی اوجريان دپڅوالی اووروسته پاته والی سبب ګرځيدلی دی اويادټولنی دپرمختګ ،ترقی اوتحول اودهغه داولسونودنيازمندی،ضرورتونواواړتياوپه نبست درست اوکامل پوه اوشناخت ندی ترسره شوی چې  ودی ډول ناستو اومشاجرواوجروبحثونو ته ديودموکراتيک اصل په نظرکی نيولوسره اوديومبرم اولازمې سياسی دودپه ډول ورته وګوري اوارزښت ورته قايل سی،که ودی زرين اصل ته دټولنی روښان اندی ځواکونه،سازمانونه اوګوندونه په درنښت اوپه پام سره وګوري اواهميت ورته قايل شي نوهرومروبه دټولنی دمنفی پديدواونيمګړتياوپه له منځه وړلواوپه ورکه ولوکی اساسی ونده اخيستلي  شي او مهم رول دهيواداودهغه خلکواواولسونوپه وړاندی به لوبه ولي شي،ځکه تربل هروخت زموږافغانی ټولنه  دمتعهدواوبااحساسوکين اړخواودموکراتوروښان اندواوملی شخصيتونواومترقی عناصروونږديدی کيدو،و يوځای کيدواوويووالی ته چې دپورتنی عمده موادواوفاکتورونواو پرنسيبونواونورمونو په نظرکی لرلوسره وي ډير ضرورت  لري اوهمدااوس ډيره اړتيا ورته شته دی ،چې ددی اصولو اوهيلوپه رڼاکی په انفرادی توګه دهرافغان اوپه ټوليزه توګه دهرسياسی ګروپ،سياسی سازمان اوګوندستری دندی دی چې ديوی سالمی مدنی ټولني ،دموکراسی،سولي اوارامي په رامنځته کولوکی مهم رول ولوبه وي، هراړخيزاودمسؤوليتونو نه ډک رسالت داوسنی اوننی ټولنيزو،سياسی ،اقتصادی،کلتوری اوفرهنګی حادوپرابلمونواوستونروپه وړاندی  خپلی دندی ترسره کړی  اودسپڅلی هيوادنی احساس له مخی ددی پروسي دتحقق اوعملی کيدو دپاره ونډه واخلي ،چې په ځان تيردنی ،حوصله،برده باری اوتحمل سره خپلي وګړنی دندی دهيواداودهغه دستروپرګنوپه وړاندی اداءاوترسره کړی او ددی پروسی او ميتود په تطبيقول اوعملی کيدلوکی دهرډول مخاصمت اوځانی ګټونه دی تيرشی ،شته دی داهسی يوشميرروښان اندی چې پخوادکين اړخوسازمانونواوګونډونوسره يي ملګری کوله اوفعالانه غړيتوب يی لرل اما اوس ديولړملحوظاتوله کبله دسازمانونواوګونډونوسره ملګری ندی اواړيکی نه ورسره ساتی اواړيکی نه ورسره لری،مګردهيواداودهغه داولسونوپه هکله همداشان دسازمانونواوګوندونودپروګرام، کړنلاره اوعملی تدابيرسره سم  يوشان نظرلری دوی هم  ددی پرګرامونونه په کلکه دفاع کوی اوددی کړنلارواوتګ لاروسره يوشان فکراوطرزتفکرلری ،که مترقی اوکين  اړخه دموکراتيک سازمانونه اوګونډونه هريوجلا،جلادخپل دلړليداوطرزتفکرپه اساس  داولسونودښه اوهوسا ژونداودهيواددپرمختګ اوترقی اوپه افغانی ټولنه کښی ددموکراسی اومدنی ټولنی دجوړيدلو دپاره مخ په وړاندی دخپلوکړنلاری اوتګلاری مطابق   مبارزی ته ادامه ورکوي اوپه همدی شان هره ډله ځانته په مخ روان دي اوپه وړاندی ځي،نوډيره ضروری  اولازمی ده چې داډول سازمانونه اوګونډونه  دکمپرمايزاوسازش  له لاری سره يوځای  اوديوواحدسازمان اوګونداويا ديوی  ګډی متحدی جبهی  ترعنوان لاندی سره متحد شی اوپه ګده سره دی دهيواددترقی اوپرمختګ پرلوری ګامونه اوچت کړی ،نوکه دتيروپيښواوحوادثوپس منظرپه دقيقه توګه مطالعه اونقد سی اودتيروتيروتنواواشتباهاتونه په زده کړو سره کين اړخه دموکراتيک سازمانونه اوګونډونه زموږدټولنی داوسنی مناسباتواودننی ټولنيزومشکلاتواوپرابلمونودمنځه وړلودپاره ځانونه سم ،جوړاوعياراوودی سپيڅلی امر ته ځانونه آماده نکړی ،هيڅکله به  هيڅ يو سازمان اوګونډبه په يوازيتوب ،ځانله،اوپه تنهايی  ډول سره نه شی کولی چې دټولنی ددی مسؤوليتونونه په برياووسره راووځی،دکين اړخه سازمانونواوګوندونودپاره روغه جوړه ،تفاهم اومذاکرات اوديوی ګډاومشترک وګړنی ،ټولنيز، سياسی ،سازمانی او ګوندی کاردمخته بيولواودرامنځته کولودپاره لازم اقدامات اوعملی تدابيرپه کار دی اوبس ،ترڅودهيوادټول کين اړخه سازمانونه اوګوندونه، ملی اووطنپال شخصيتونه اوهرهيوادپال افغان په يوه صف اوقطارکی په يووالی اومتحدډول سره دهيواداودهغه دملی  مصالحيواوملی ګټوپه نظرکی نيولوسره اودشريفوپرګنو،متدينوخلکواوجنګ ځپلي اولسونودآرامی اوهوسايی اوديوی مخته تللی اودموکراتيکی  ټولنی  دمنځته راوړلواوايجاده ولودپاره چې هلته دقانون حاکميت اودموکراتيک نورمونه  اواصول حاکم وی ،ددغه ستر ارمان ،هيلو اوموخودپيلی کولو دپاره خپل ملی اووطنی وظايف ،دندی اوداين اداءاوخپل تعهدات  ښه تره ترسره او پرځای يي کړی ،چې دغه ستراولسی اوهيوادنی رسالت دهيواد په اوسنی شرايطوکی دپام وړ اودورځی مبرم اوضروری  امر ګڼل کيږی چی کين اړخه ګوندونه ،سازمانونه اوددموکراتيکواصولوپلويان نسبت ونوروته ځانونه  ودی سپيڅلی داعيي ته چمتواوپه دی لاری کی موثراوګټورګامونه اوچت کړی  . مخ په وړاندی ددغوستروهيلواوموخودتحقق اوعملی کيدوپه لور.

په درنښت 

                                                                                   (عزيزاحمد خوارمل )   

E-mail:   mili_tarun@homail.com