زندگی

د نفاق اتفاق

 زمری

ا فغانانو چې پرې کړې اتفاق دي

چې ئې سر دي پرې ورکړي تل، نفاق دي

دغه زوړ تړون اوس دي د ماتولو

چې  نن وخت د یو کیدو او د وفاق دي

 اور

 سو ځیدل  د  ژوندانه  دو هم   مفهوم   دی

شمعه مړه  شي چې  له سولو نه شي خلا صه

هر نفس   کې هوا  سو ځي په  سینه کې

دنیا  تل د نغري دی  له  اخلا صه

سمندر هم د لمبو  او  اور  یو کان دی

لاړ شه وپوښته  دا راز ته  له غواصه

د  چا زړه  کې  چې لمبې د  کینې  نه  وی

ټیټه نه  ګڼي  بخښنه تر قصاصه

 د  یوه  آدم  زامن وسول  دې اور کې

څه  توپیر وو د  عوامو له  خواصه ؟

   

رشک

 

چې ورانۍ کې د  جنت له رشکه  سوځي

د افغان  ښکلیه   وطنه  در وګي    شم

شرق  اوغرب چې ئې په خپل  نوبت  داغلي

ستا زخمي، زخمي  بدن  ته سپیلني  شم