زندگی

دامریکی دملی امنیت پرنوی کړنلاره باندی

یوه څیړندويه ګزارش  !

      دانټرنیت  دفارسی منابعوڅخه

  دفارسی ژبی څخه  وپښتوژبی ته

   ژباړونکی :((عزیزاحمدخوارمل))

  دسوري یوه ورځپاڼه ولیکل :سربیره پرهغه چې میرمن"كاندوليزا رايس"،  لمړنۍ امریکایی جګپوړۍ چارواکه وه چې یې ومنله ،هیوادیې په عراق کی ډیر ی تیروتنی کړي دي،اودااوس په نظر نه رسی دبوش دولت دی هغسی تیروتنونی یې چې په افغانستان اوعراق کی یې کړیدی دعبرت لوست ځینی اخیستی وي .

سوري "ابيض و اسود"اونیز ه، په خپل وروستی ګڼه کی د"توفيق جراد"لیکلوال لیکنه یې دامریکی دملی امنیت دنوی کړنلاره په برخه کی،چې څه موده مخکی خپره سوی وه، څیړندویه  ګزارش یې  په  دی هکله لیکلی اوخپورکړی دی .

ددی ګزارش پربنسټ ، "استيون هادلي" دسپینی ماڼی امنیتی مشاورپه دی ټینګار کوی ، چې(( دنړی په ټولوهیوادونوکی  دبدلونونو ایډیا یو ډول ،دامریکی دملی امنیت    سره اړوند اوتړلی دی ))   چې د۲۰۰۲ م کال دسپتامبردشلمی نه  دهیواددملی امنیت یومعیاری کړنلاره وګرځیده اولا تراوسه ځای پرځای اوفعال دی .

دهغه په ویلو سره ،برسیره پردی ،دامریکی دملی امنیت  په کړنلاره کی د۲۰۰۶ کال دپاره، ددغه هیواد حالت یې په جګړیز ډول بیان کړیدی اوسپینه ماڼی دسیاسی  مخالفواوموافقوهیوادونودجوړښتونوپه منځ کی یې کوم فرق ندی  ښودلی .

همدارنګه امریکا ((مخ نیوونکی جګړه )) دهغودښمنواو دښنوهیوادونو دمخنیوی دپاره چې غواړي د نظامی واک دلاسته راوستلو د پار ه هڅی کوی، خپل دباندنی سیاست سرلیک ګرځه ولی دی  .

امادامریکی ډیری سیاست پوهان له هغی جملی نه میرمن "مادلين آلبرايت"  ددی هیوادپخوانې د باندنی چارو وزیره دامریکی پردغه د ملی  امنیت دکړنلاری پرمندرجومطالبوباندی په دی وروستیوکلونوکی چې عملی شوی دی اویا تر کارلاندی دی ،ګوت نیونه  یې کړی او هغۍ وایې : ښه دا دی چې دامریکی دملی امنیت کړنلاره دامریکی  ناری سوری اودګنګوسو کړنلیک دایران دپاره ونومول شی .  

دالبریت دویلوسره سم ،دري کاله  دعراق  دهیواداودهغه دخلکوپرضدجګړه اوهغه ادعاوې دشرارت دمحوردهیوادونوپه څیروشول،مګردبوش دولت لاتراوسه  ددی مطلب  مدعی دی چې دایران هیواددامریکی دهیواددپاره اصلی تهدید دی ،ځکه ددی هیواد نظامی واک په دا دري  وروستیو کلونوکی  دوه چنده سویدی . آلبرت په ملنډوسره وایۍ : ایا سپینه ماڼی انتظارلرله ، چې  ددوی متخاصمی  لوری ته داسرایلیانوله لړلیده  ورته دښمن ویل کیږی ،لاس تړلی اوننداره کوونکی پاته سی، ځکه امریکا ددوی پرضد یې خونړی یرغل پیل کړی اووایي  دغه زموږ سرلیک دی  چې امریکی پرموږ یې یرغل کړیدی اوغواړی موږ له منځه  یوسی .

د كلينتون ددولت دباندنی چارووزیره په دی باوری ده ،((دغه سوچ  دکړنلاری یوه دبری لاره نده .)) دایوه مسخره  ده اودا یوه غمیزه (فاجعه ) ده .

"جيمز كلروفيلد" دامریکی دسیاسی چارو یوکارپوه همدارنګه وایې : غمیزه(فاجعه) دادی چې امریکی په خپله دملی امنیت دکړنلاری نه دعراق دتریخوپیښوڅخه عبرت ندی اخیستی .

هغه زیاتوی : دغه دی عراق اوس دیوداخلی جګړی اودمسلحوبانډونود ټکرپرلوری روان دی اوپه وینوکی ډوب دی،اوامریکی ددی هیواددکنترول څخه پاته راغلی دی حتی ددی هیواددپیچلی امنیتی وضعی نه دوارخطایی په حالت کی قرارلري .

ددی امریکایی سیاسی کارپوه دخبروپربنسټ ،ددی هیوادونو تلاښ دعراق دامنیتی وضعی دکنترول راوستلوپه هکله دقناعت وړ ندی،له دی کبله په عراق کې دخپلوګډوملګرودګوت نیونوسره هم مخامخ دی،دوی د واشینګتن لاس لرل دعراقیانود ټول وژنی په عملیاتونو کی ورګډ بولی اوامریکا په دی باندی متهمه کوی  ترڅوخپل(( دګډوډی جوړ ولو)) پلانونوته دعمل کالی ورواغوندی .  

دامریکی دملی امنیت دکړنلاری په ګزارش کی ایران راتلوونکی تهدید دامریکی دپاره په ګوتوشوید ی، سیاسی کارپوهانو ددی په وړاندی په امریکی کې سترګی په لاری دی چې دامریکی سیاست دعراق په وړاندی به هم  په دی برخه کې ترسره شی اوهمدارنګه  دولتی واکداران د((مخته نیونی جګړی )) په ټاکلوکی یا دامریکاییان په اصطلاح سره ((ژرتیریدونکی جګړه)) باندی تکیه کوی.

 "ناعوم چامسكي"((دقدرت اوپایښت)) په کتاب کی وایی : دامریکی دولت  د((مخته نیونی جګړی  اودژرتیریدونکی  جګړی )) دمعنااومفهوم ترمنځ  فرق یې په نظر کی  ندی نیولی . په داسی حال کی چې ژرتیریدونکی جګړه هغه وخت پیل  کیږی  چې مخامخ لوری لاس یې  دوسلوپرماشه ایښی وی اوپه زغرده توګه تهدید وی ،همدارنګه مخته نیونکی  جګړه دجکړی پیل کولوبیله دیوواقعی تهدیددمنځته راتلوپرته معنا اومهفوم ورکوی . اوداهغه ټاکنه وه چې سپینه ماڼی  دعراق په هکله مخته ونیوله .

"ويليام فاف"،نامتوامریکایې لیکوونکی دامریکی دملی امنیت دکړنلاری  اوددی سندد ټیټوالی په هکله ګوت نیونی کړی اووایي :پاراګرافونه اوحتی  جملی ،متنونه اوایډی یې یودبل سره یوشانته  په ارتباط کی سره  نه ښکاری دمتنونوجملی  جوړه ونکی ندی اوبیله  جوړه ونی  په کلیشه ی  ډول جوړاوتنظیم شویدی.

دفاف په باور،دغه یوحقیقی وضعیت بیانوی  ، چې ددی سندلیکوونکی دخپلوپخوانیوعقایداوفکرونو ترتاثیرلاندی دی  ،اوداسی یې راڅرګنده وی .

دغه امریکایي لیکوونکی ،دغه امردامریکی دکنګری دغړودپاره یوتوهین  بولی ،ځکه  دوی ددغې کړنلاره څخه باید ملاتړ وکړی .

دی نوی محافظه کاران  چې دامریکی دواک جګپوړی چارواکی دی  په دی متهمه کوی  چې دوی دصهیونیستی فکرونو ترتاثیرلاندی دی چې دامریکی دملی امنیت دکړنلاری سندیې جوړ کړیدی ،اوکه دایران دنظامی واک دتهدیدیونوڅخه راولاړسوی  اندیښنی لیری شی دهغه متن بیله محتوااوبی مفهومه به وي .

دسیاسی څیړونکودویلوپربنسټ ،استوګن،ښاری اوسیدونکی  امریکاییان  کله چې دغه سند مطالعه کوي اولولی  یی داسی پوهه اومفهوم ورنه اخلی  چې هیوادیې په نړی کی دهغوکسانوپه لټه کی دی چی ددوی امر نه منی  اوپه نړی کی دامر دنه منلوپه وړاندی طوفان جوړه وي،مګر دنوروخلکو دپاره چې امریکاییان ندی  په بل ډول  معنا اومفهوم ځینی راباسی اودوي ته  معنای داسی څرګندیږی  چې دامریکی دولت ددی سندددرج شومطالبودمحتوا په هکله  زغرنده (جدی)ندی ، مګردجګړی ټاکنه ترنظرلاندی  باید ونیول شی .

ځکه  په سپینه ماڼی  کې داسی ماجراغښتوونکی (ماجراجویان)واک اوقدرت یې په لاس کی اخیستی دی  چې خپل دفکرونودتطبقولودپاره دری کاله یې ورانی ،ویجاړی اووژنی یې په عراق کی رامنځته کړل،همدارنګه لیری ندی چې دغه ډول کړني اوچاري په ایران کی هم تکراراو ترسره کړی  .

مګر "دانيال بنيامين" او "استيون سيمون" چې دبيل كلينتون دجمهوري رياست په دوران کښی دامریکی دملی امینتی غړي وي ،په یوکتاب کی په نوم(( دراتلونکی یرغل)) دوی لیکي : دامریکی ماته په عراق کی دسپینی ماڼی دبل ځلی مخه کول دژرتیریدونکی جګړی رامنځته کیدل یې په اړخیزه توګه له منځه یوړل .اوپه سیاسی بعد کی دامریکی کړنلاره چې په سیمی کی ددموکراسی پرپراختیا باندی راګرځیده اوهمدارنګه سنجول سوی وه ، زړه خوښوونکی نتیجی اوګټی یې نه درلودی .

"فرانسيس فوكوياما"  دهغوامریکایې  لړلیدلرونکی  نوی محافظه کارانوله جملی څخه دی چې پرافغانستان اوعراق باندی یې   دژرتیریدونکی جګړی په هکله په خپل وروستی کتاب کی یې ((دنوی راتلوونکی محافظه کارانو دوران ))په نوم  دغه اقراراواعتراف یې کړیدی : دامریکی کړنلاره وروسته  د(۲۰۰۱ )م کال دسپتامبردیوولسمی نه په پراخه پیمانه دماتی سره مخامخ شویدی .

دفوکویاما دویلوپربنسټ نړی ډیر په پراخه  ډول باندی نا امنه شوی دی دجګړی سیاست دامریکی دسیاست مشکلات اوپرابلمونه یې را څرګند کړچې نورنه سی کولای چې دموکراسی دبرچی په زوراوځواک سره وباندنی ځایونه ،ملکونه اووهیوادونوته صادرشی .

 ابيض و اسودولیکل: د((بوش دامنیتی کړنلاره )) سند یوه فرضیه غوندی ده ،امریکاییان یوترقی غوښتوونکی ملت اودښه اقتصادخاوندان دی او هم دغسی به پاتی شی ،یوازینی پرابلم اومشکل دادی چی څنګه خپل دواک اودنفوذه څخه ګټه واخلی،مګرپه عمل کی مشخص او رامنځته شول ،چې  دامریکی دواک مهمترین پایې((پښی)) دغورځیدوپرلوری راکاږه سوی دی اوامریکا قرارقرارخپل دواک اهرامونه په بین المللی ټولنه کښی دلاسه ورکوي . /