زندگی

 

                دتصوفي فرهنگ په رڼاکې

درحمان بابا نوي څيړنه ؛

 

 

اکبر کرگر

درحمان بابا په باب ډير ځله ويل کيږي چې هغه يو صوفې شاعر و ـ پوښتنه داده چې ايا په دي باب کوم مستند اوعلمي شواهد اودلايل شته چې ووايو هغه يو تمام عيار صوفي وو ؟

زموږ دځينو څيړونکو په ليکنو کې يو ډول حکمونه صادر شوي چې وروسته بيا په کليشه بدل شوي دي . په نويو اومعاصرو څيړنو کې يوه مهمه خبره داده چې څنگه کولې شو دغه مفاهيم سره اوکره کړو اوپه معيارې توگه يي وڅيړو . له کومه ځايه چې دپښتو ادبيات دسترو سټو لکه رحمان بابا اويا خوشال بابا په باب خبره ده ورته اړه ده چې په ځينو ليکنو له سره غور وشي .  

ددغه فرضېې لهمخي غواړو درحمان بابا  دفكري لېدتوگي په اړوند څه وواېو ۟ ددي لهپاره دوه خبري زمو ږ دڅېړنو موخه ده ٬ په دي مانا چي اېا هغه ېو صوفې وو كه صوفې وو څه ډول صوفی ؟ اوكه ېوازي داسي شاعر چي دشراېطو اوحالاتو داغېز په اثر دتصوف په خم كي غوټه شوې دۍ ۟

ېا په بل عبارت  تر کومه حده به سمه وي که ووايو چې نوموړي په يو داسې فرهنگي چاپيريال کې رالوي شوى چې تصوف اوسيروسلوک په کې لاسبرى فرهنگې اتموسفير جوړاوه اوبيا يي دغه فضا په خپلو اشعارو کې منعکس کړي ده ؟دغه دوه مسالې دمطرح  کيدو وړ دي ؛ کله چې عبدالرحمان ته صوفي وايو يا ورته متصوف شاعر وايو دا په واقعيت کې دوه بيلې نظرېې دي ۔ ددې  خبرې پلټنه په کار ده چې ايا دارښتيا ده چې هغه دميرزا خان انصاري ٬دولت لواڼي ٬ اونورو روښانيانو په څير ديوي طريقې اوسلوک خاوند و ـ ټول فکر ذکريې سيروسلوک ته وقف کړي وو ـ؟ موږ په دې مقاله کې دغه مساءله څيړل غواړو :

صوفي څوک دى اوچاته صوفي وايو ؟

دعرفاني اسلام داثر مولف ليکي ؛ (( لومړنۍ شخص چې  په اسلامي نړۍ کې ورته صوفي وويل شو ابوهاشم نوميده ـ چې په ۷۷۶  کال کې ومړ ـ دنوموړي دنظرياتو ټولې سرچينې دزړو اسلامي متونو څخه عبارت دي ـ نوموړې په دې باور دى چې داگړنه په دريمه هجري پيړۍ کې چې د۸۱۶ ميلادي سره برابره وه رامنځ ته شوه ـ له هغه تر مخه دې ډول تگ لارې ته بيلابيلې گړنې کاريدې ـ خو هغه وگړو ته چې د۷۷۶ کال په شاوخوا کې يې ژوند کاوه اوځانونه يي  صوفيان بلل کوم شواهد نشته ـ خو د۹ پيړى په نيمايي کې يوه ډله دعباسي خلفاوو په مرکز بغداد کې پيداشوه چې ځانونه يې صوفيان بلل ـ

په عامه توگه داسې فکر کيږي چې دصوفي کلمه دوړينو کاليو له اغوستونکو څخه اخيستل شويده ـ وړۍ په نستور ي  يا عيسويت کې له اسلام څخه دمخه دپاملرنې وړ عنصر و ـ »» ( ۳۱-۱»

سجادي دفرهنگ اصطلاحات عرفاني مولف دابوالحسن غزنوي دکشف المحجوب داثر په استناد ليکي ؛

(( گروهى گفته اند که صوفى را ازان جهت صوفى خوانند که جامه صوف دارد ٬ وگروهى گفته اند که براى ان صوفى خوانند که درصف اول باشند ـ وگروهى گفته اند که بدان صوفى خوانند که تولى به اصحاب صفه کنند٬ وگروهى گفته اند که اين مراسم از صفا مشتق است اما بر مقتضاى  لغت ازاين معانى بعيد ميباشد ـ »» ( ۵۳۷-

په پښتنې فرهنگ کې دتصوف اوعرفان ريښې ؛

 دپښتنو داوسيدو سيمه چې ديو ډول سنکرتيک ٬التقاطي اومخلوط فرهنگ لرونکې ده ـ دهند له نيمې وچې ٬ چين اومنځنى اسيا ٬ايران اواروپا تر منځ يې دلويو لارو پر سر موقعيت درلود ـ داسيمه په تيرو پيړيو کې يعنې دسمندري لارو له کشف تر مخه تل دگاونډيو اوان ليرې فرهنگي بدلونونو څخه اغيزمنه وه ـ سعيد نفيسي په خپل اثر سرچشمه  ء تصوف درايران کې ليکي ؛

(( ډير ښه دليل دادى چې دارپايي اوهندي افکارو ٬ شرايعو اوتعليماتو اوان داستانونو ٬ متلونو اوتمثيلاتو پوري ان ترکومه چې دريگويدا د(هنديانو دديني کتاب) اواوستا د ارياييانو د دپخوانيو ديني کتابونو تر  منځ اړيکي اوخپلوي وينو٬ شته ـ نوموړى زياتوي چې ډير په  زړه پورې پړاو داسلامي دورې څخه دمخه د ود اواوستا اوبودايي دين اوزردشتي دين ٬ ماني اوله اسلام څخه وروسته دبودايي دين اوتصوف تر منځ اړيکي دي ـ»» ( ۳ ٬٬۱۰  او۱۱ مخونه »

خبره داده چې زردشتيزم ٬ بوديزم ٬ مانيزم ٬ اونور فرهنگونه دپښتنو په سيمه اوټاټوبي کې سره يو ځاى شويدي ـ اويا يې له گاونډيو سيمو دلته اغيزه کړيده ـ

له څيړنو جوتيږي چې بودايي افکار دپښتنو په سيمه کې له زرو کالو زيات لاسبري پاتي شوي وو اويو ډول فرهنگي ريښې يې ځغلولې دي ـ دغه کيت يا دين لومړۍوار په هند کې رواج پيدا کړ ـ دلطيف ذوق اوشاعرانه اوعارفانه اوسوله ييز و احساساتو سره مل و۔ هيڅکله يې زورزياتى اوجنگ جگړې ته لاس نه دى اچولى ـ بلکې پخپله دزور زياتي اوظلم اونابرابرۍ اوقهر په وړاندې يو پاڅون اوسرغړاوى وو ـ

دافغانستان يو معاصر پوه مرحوم استاد بهاوالدين مجروح ليکې ؛ ( په لويديځ کې انساني پروبلمونه فلسفې مطرح کړه ـ خو په ختيز کې دغه پروبلمونه تصوف مطرح کړي دي ـ » استاد مجروح په بودا چنين ميگفت رساله کې ليکي؛

(( دبرهمن پر عکس بودا دخپلو زده کړو دروازه دټولو طبقاتو ان دسودرا طبقې پر مخ پرانيسته ـ بودا په خپله يو خطابه کې وايي ؛ (انسان دهرې طبقې پورې چې اړه ولري که حقيقي ژوند يعنې دنفس تزکيه اوپاکوالى غوره کړي کمال ته رسيږي ـ ځکه هر لرگې چې اور ته نژدې کړې که چيرې لرگى ډير عالي اوناياب وي اوکه د خندق لرگى وي  يو ډول لمبه ترې پورته کيږي ـ دهغه ځلا اوشغله يو ډول ده ـ ان تر دې چې بودا ښځو ته حق ورکوي چې په رهباني ژوند کې داخلې شي ـ »» ( ۲۱-۴»

افغانستان هغه هيواد دى چې بوديزم په کې له هنده  راغلى اوبهر هست شويدي ـ خو دزرو کالو په تر څ کي پاتې شوې اواوس هم دسترو بودايي اثارو مرکز دى ـ له ټيکسلې ـ پيښور ٬باگرام جلالاباد  نه ان تر بلخ پورې دبودايي اثارو مرکزونه شته ـ ددغه اثارو بل ستر مذهبي مرکز باميان دى چې نړيوال شهرت لري ۔

داخبري موددې  له پاره وکړي چې  بوديزم ددې اولس يعني پښتنو په خټه کې اوس هم موجود دى اودپښتني فرهنگ ريښې په کې دي ـ

دکارل گوستاويونگ دساه پوهنيز نظر له مخې ځينې افكار او عقايد چې په يو قومي تحت الشعور كې ځاى ونيسي زرگونه كاله وروسته هم يووار بيا په يو قوم كې راژوندۍ كيږي اوديوه پياوړي جريان په توگه  ظهور پيداكوي . په پښتنو كې دعدم تشدد جريان په خدايي خدمتگارو کې (سرخپوشانو كې) دبودايي اهيمسا يو څرگند مثا ل دى . خو په هر صورت كله چې دتصوف دتاريخ پاڼي اړوو درې مهم جريانونه په كې وينو :

١-- دعراق اوجزيري تصوف چې دنصارا اونستوري يا يعقوبې اوصابيينو له اصولو اغيزمن وو .

٢ --دمصر اوشام يا مغرب اواندلس چې ځنيو افلاطوني ٬ يهودي حكيمانو له زده كړو اغيزمن وو .

٣-- اريايي اوهندي تصوف چي دزردشتي ٬مانوي اوبودايي تعليماتو اغيزمن وو .

خو شرقي تصوف يااريايي اوهندي تصوف ېه هغه  سيمه كئ وده وكړه چي دبوديزم ستر مدنيت په كې تير شوي و او كه داسلام په اوايلو كې يې اثرات هم له منځه تللي وي يادگارونه يي ډير تازه اوژوندي وو . دپښتنو دكركيلي ٬دغورځو پرځو اوكوچ وبار سيمه هم يوه له دغو څخه وه .

هغه څيرو چې داسلام په اوايلو كې هلته ريښي نيولې وى لكه ابو اسحاق ابراهيم بن ادهم بن سليمان بن منصور بلخي چي په  ١٦0 ٬ ١٦٢ ٬١٦٦ كلونو يوه كې مړ دۍ . ابو علي شقيق بن ابراهيم بلخي چې په ١٧٤ كې ومړ اوعبدالرحمان حاتم چې په حاتم مشهور وو په ٢٣٧ كې ومړ له اسلام نه وروسته په تصوف كې دسيروسلوك لومړي مراحل جوتوي . دغه پړاوونه اوه دي . چې په ماني مذهب كې هم شته اوپه لږ توپير سره په بوديزم كې هم شته په نتيجه كې ارتقا ٬يو ځاي كيدل په مبدا اوفنا فى الله كې محوه كيدل اوبالاخره اتحا د وصلت اوحلول دى . څرگند مثالونه يې دسنايي سيرالعباد الالميعاد هم دغه ډول داستان دى . دعطار منطق الطير چې روح په کې  ديوه مرغه په توگه  له اوو واديو تيريږي اوكمال مطلوب ته رسيږي عبارت دى . دتصوف غايي هدف فنا اومحوه كيدل دي . اوپه بوديزم كې دې ته نيروانا وايي .

عبداlحكيم طبيبي ليکي  : (( هغه مهم ټكى چې په افغانستان كې دتصوف دسير په برخه كې بايد په نظر كې ونېسوهغه  دادى چې دافغاني صوفيانو له  خوا تصوف اوعرفان هر وخت يوه خاصه تگ لاره اواخلاقې  نړۍ ليد و چې داشعارو ٬ادبياتو اووجيزو اومناجاتونو په وسيله  دمولانا جلالدين  محمد بلخي  په مثنوي اونورو اثارو كې يي اثار پاتې دي . (( ٥ ـ ٥))

ددغه فرهنگي جريان غوره فرهنگي ارزښتونه هم پري ايښې دي په دې ډول :

الف ": (( زموږ متصوفين تصوف اوعرفان  دحق په معرفت كې د نفس  پيژندنه بولي .)) 

په نفس باندې  دغه توانايي زموږ دخلكو په نزد په معرفت كې څو زره كلنه ريښه لري . په افغانستان كې ان له اسلام څخه دمخه دور كې دغه عقيده ډيره پياوڔي وه . له همدې كبله فارابي ٬ابن سيانا بلخي ديونان افلاطوني اوارسطويي افكار داسلامي عرفان سره مخالف نه بلل . دابن سينا داشارات والتنبيهات اثر ددې ادعا يو دليل دي . )) ( ٥ـ٦ )

ب : بل غوره عنصر چې له دغه فرهنگ څخه دميراث په توگه پاتې دى دخشونت اوعصيان په وړاندې تمرد اوعصيان دى .ميخاييل .اي زند  دتصوفي جريانونو پيدايښت دمنځنی اسيا څخه په اسيايي هيوادونو باندي دبيرحمانه حملې اوتاړاكونه بولي اودټولنيزو شخړو په باب يادونه كوي . (( د٦١٧ هجري كال په پيل كې ( ١٢٢0م )  له درې ورځو سختو جگړو وروسته دمغلو دلښكرو مركزي قوا وي دچنگيز خان تر مشرۍ لاندي دبخارا دمدافعينو داجسادو له پاسه تيرې شوې اونوموړى ښار يې ونيو . ددغه ښار په زرگونه وگړې دمغلو له بې رحمانه تيغ څخه تير  شول اوځينې چې پاتې شول دمرييانو په توگه بنديان شول .دهماغه كال دپسرلي په لومړيو  شپو اوورځو كې لومړى  سمرقند اوبيا ورپسې خجند اوكال وروسته بلخ اواورگنج له همدې ډول سرنوشت سره مخامخ شول .((ددغه فتنو اور په ټولو ځايو كې بل شو اوهر ټپ چې تري پيدا شو دټولو په ځانونو يې درد راووست . ددغه بلا طوفان ټوله سيمه ونيوله اودتورو وريځو په څير پرې پلنې اوهر څه ړنگ شول .))  ( ٦- ١٤١ )    

ج  : بل ميراث يې سماع اوموسيقي ده . چې په اسلامي فرهنگ كې يې هم له دې لارې وده وكړه . په افغانستان كې يې ظهور وکړ اوپه هند كې اوج ته ورسيده .

د: كه دځينو معاصرو اگزستانسيالست فيلسوفانو دخپلو افكارو له پاره دښې شننې اودرك له پاره داستان ٬ناول اودرامه بستر وگرځوله نو زموږ صوفيانو ان له اوله شعر اوادب دخپلو تصوفي افكارو له پاره ښه اوغوره فورم وټاكه اوپه دې فورم كې يې خپل افكار بيان كړل . هم يې شعر لوړو مدارجو ته ورساوه اوهم يې غزل .

په پښتو ادبياتو كې دروښانيانو دوره اوبيا وروسته دخوشال دكورنۍ اوپه تيره درحمان بابا ددې لارې مخكښ دى . خو په پښتنې فرهنگ كې په ډيره څرگند توگه عرفان دروښاني غورځنگ له لارې وده اوپراختيا ومونده . دا هغه څه دي چې دپښتو ادب په باب هم صدق كوي ځكه دفارسي ادب په خوا كې په پښتو كې دا زمينه هم برابره شوه .

دلويو تاريخي لارو پر سر دپښتنو هستوگنه اوژوند اودا ډول دهنداوفارس په منځ كې ددوې موقعيت ددې زمينه برابروله چې  له دواړو خواو څخه فرهنگي اغيزې ومني .

له زيات شمير فرهنگي اثارو اوڅيړنو څخه جوتيږي چې داسلامي دوري له پيل نه وروسته دپښتونخو ا زياترو فرهنگي ټولنو دعربي اواسلامي علومو دسترو شخصيتونو دافكارو اواثارو څخه اغيزمنې وې . له حالنامي جوتيږي چې دمولاناي بلخ مثنوي په پښتنو ټولنو كې لوستل كيده . دحافظ شيرازي شعرونه په مدارسو كې دتعليمې نصاب برخه وه . دبايزيد بسطامى ٬ سنايى٬ جامى ٬شيخ اكبر محى الدين ابن عربى اونورو زياتو اثارو خپل ټاكلى نفوذ درلود . دوست محمد كامل مومند په خپل اثر رحمان باباكې ليكې :

(( په پښتو ژبه كې روښانيانو موږ ته ښه اوجوته سرمايه را پري ايښې ده هيله ده چې دپښتو ادب پوهان اونقادان به له ماسره په دې وينا كې ملگري وي چې دپښتو دلويو شاعرانو څخه يو ميرزاخان انصاري دروښانيانو ټولو نه لوي نماينده شاعر دي . )) (  ٨- ١٢٦)

استاد علامه رشاد ليكي :

پښتون بايزيد دخپلو پيروانو له پاره په معرفت اوسلوك كې دوحدت الوجود لاره غوره كړه . اودخداي دپيژندگلوۍ دغه غامضه فلسفه اوپيچلې مساله يې داسې تلقين كړه چې تر دريو څلورو پښتو پورې يې دتلقين اغيزې په ډير قوت پاتې وې . دده په پيروانو كې دوحدت الوجود دفلسفې داسې مبلغين پيداشول چې ددغې غامضې فلسفې په باب يې غونډ ديوانونه وكښل اودپښتو په منظومه ذخيره كې يي دقدر وړ زياتوب راووست . )) ( 9-٢ )

 په روښاني غورخنگ كې پخپله پيرروښان ٬ ملا ارزانې؛ على محمد مخلص ٬ ملا محمد عمر ٬ ميرزا خان انصاري ٬ دولت لواڼي ٬واصل روښاني ٬ خواجه محمد روښاني ؛كريم داد ٬ ملامودود ٬ اونورو پيروانو يې په خپلو اثارو كې هڅه وكړه چې عرفاني اوتصوفي افكار دشعر په قالب كې بيان كړي ٬ دروښان پيروانو په خپلو ادبي اثارو كې هڅه وكړه چې عرفاني اوتصوفي افكار دشعر په قالب كې بيان كړي . دروښان پيروانو په خپلو ادبې اثارو كې دوحدت الوجود نظريه وڅيړله . اوښايسته ټول اثار يې ددغه مفكورې دتبليغ له پاره وكارول . ملا ارزاني خويشكي ٬ په خپل تصوفي اثر كې په منظم ډول دغه عرفاني نظريات بيان كړل .

 په دې اساس ويلی   شو چې رحمان بابا ديوه شاعر په توگه ددغه ډول فرهنگي چاپيريال مولود دی . هغه چاپيريال چې موږ يي تاريخي ماضي ته گوته ونيوله اوپه ټوله اسلامي دوره كې اودرحمان بابا څخه په مخكې دوره كې په پښتنې ټولنه كې روښاني غورځنگ سره له دې چې له منځه يووړل شو خو خپل فكري اثرات يي تر ننه پوري هم زموږ په شعر كې شته اوس د رحمان بابا دديوان پاڼي اړوو گورو چې دي يوازي شاعر دي چې د تصوف خوند اومزه يي څښلې اوكه واقعا صوفي اوعارف دي .

يو صوفي رحمان اوكه دصوفيانو په پل تللی

درحمان بابا دژوند دور دخوشال دغورځو پرزو پسې پيل كيږي .خو له بده مرغه چې درحمان بابا دشخصي ژوندانه ٬ دهغه داړيكو ٬ كلتوري ٬مذهبي اوفكري روابطو په اړوند هيڅ مواد نشته . كه څه ويل شوي هم دي هغه دراورټي په استناد دي چې دخلكو له خولو يي راټول كړي ٬زيات  مستند بنسټ نه لري يا په بل عبارت په رواياتو ولاړ دي .

درحمان بابا له ديوان پرته نور نثري اثار هم نه دې تر سترگو شوي اودنورو مرشدانو اوپيرانو سره دشاعر داړيكو په اړوند هم څه نه دي ويل شوي . خو يوازي دومره څرگنده ده چې نوموړي دپيښور ښار ته نژدي په بهادر كلي كې راپورته شىې دى . په دغه چاپيريال كې يې  مذهبي صوفيانه اوعرفاني فضالاسبرې وه .

دپير روښان په دور كې اخون درويزه په خپل اثر  تذكرت الابرار والاشرار كې دمبتدعو پيرانو  اوږود لست وړاندې كوي لكه پير طيب ٬ پير ولي ٬ بايزيد انصاري ٬ پير عمر٬ پير چالاك اونور چې شمير يې له پنځوسو څخه زيات دي . )) (( ١0 ٢٨ ))

له بلې خوا درحمان په اشعارو كې چې ډيره خوږه ژبه لري اودپښتنو دكركتر اوځانگړنو سره ډير مطابقت لري واحد فكري تصوفي سير په كې ميندلي نه شو خو مذهبي هغه يي غالب دی . درحمان بابا په كلياتو نوي چاپ سريزه ليكونكى هم دا نظر تاييدوي چې :

(( درحمان بابا متعلـق مختـلفو خــلكو دهغوۍ داشعارو دالفاظو په ظاهري معنو يا دابه وليكو چې دهغوۍ دبيان دتوضيح دعلم لغت په بنياد كولو نه پس مختلف قياسونه قايم کړي  دي . ډول ډول قيصي يي جوړې ۰۰کړې  شوي  دي . اوداسې په كم علمۍ  كې يا په بی اندازې عقيدت كې درحمان بابا سره په ناروا خبري تړلې شويدي چې دهغو اجمالي.....)) ( ١١ هه )

په بل ځای كې ليكي : (( ... اوهغوۍ په شريكه دۍ نتيجې ته رسيدلي دي چې نه خو رحمان بابا دځان نه ورك ملنگ وو٬ نه هغوۍ دنيا ترك کړې  وه اونه ددې خبرې څه شهادت موجود دی . )) ( ١١ ع )

خو رسا صيب ليكې : (( دپښتنو كلهم پخواني اوسني شاعران هم دفارسي دتصوف دشاعرۍ داثر لاندې دي اوبيا دفارسي په ټولو شاعرانو كې زيات اثر ورباندې دحافظ شيرازي معلوميږي . )) ( ١٢- ٥٢)

كه دا خبره ومنو نو دابه هم ومنو چې دحافظ تصوفي ليد توگه لږ څه دبحث وړ ده .

رضا براهني دحافظ دشعر په باب ليكي : كله چې زه دحافظ شعر لولم . پوهيږم چې دحافظ په دوران كې مختلف عناصر له مختلفو زمانو څخه په يوه حوزه كې راټول شوې اويو ځاي شوي دي . .. لكه يوه اندازه دهندي عرفان ٬ يوه اندازه دافلاطون فلسفه ٬ يوه اندازه دلرغوني زماني اوله اسلام څخه دمخه تصورات اوپخپله داسلام قوي اثرات ٬قران اوداسلام نه وروسته عرفان داټول دحافظ په زمانه كې پخپله په حافظ اثر كوي . )) ( ١٣- ٧٢ )

خو داريوش اشوري بيا ليكي : (( دعارفرانه ډوله عرفان ځانگړني چي دذوقې عرفان په نوم ېادېږي چي سېستماتېك نظرې بنسټونه نه لرې اوله دي امله لكه څنگه چي تر مخه ووېل شول له دوه :طونو فلسفې ډوله عرفانې سېستم ېعنې هغه دسهروردې اومحۍ الدېن عربې نظرې عرفانې دستگاه  څخه جلا دي سره له دي چي وروستهه ددوي تر منځ ېو ډول ېووالې رامنځ ته شو ۟ ۟۟۟۟     ۟۟۟    ۟ ۟ ۟ ))  

دداريوش اشوري په باور دوه ډوله تصوف موجود دی يو ژاهدانه اوبل شاعرانه ‘ يا داچې يو دسيستماتيکو نظرياتو ټول اومجموعه ده اوبل ډول يي ذوقي عرفان دی .  

رحمان بابا يو له دغو ذوقي اوگير سيستاتيکو صوفيانو شاعرانو څخه دی .

دی دخپل وخت ديوه فعاله اوپروسواسه ذهن اواستعداد په توگه دخپل وخت دټولو فكري جريانونومزه څښلي اوترې متاثر شويدي . ځيني مغالطي زموږ په فرهنگي څيړنو كې له هغه ځايه را څرگنديږي چې دمفهوم با مصداق پر ځاي لږو زياته مبالغه كوو . ددې كار يو دليل دادى چې زموږ دڅيړني متودونه ډير عنعنوي دي ٬يا خو متود نه لري او يا دا چې دتحليلي اودواقعيتونو دشننې پرځاى تر مخه نتيجه گيري اواحساساتي چلند پري زياته  اغيزه كوي . نو ځكه دمفاهيمو مغالطه تر سره كيږي . يو مفهوم دبل پر ځاي كارول كيږي . درحمان بابا پر تصوف ٬ صوفيانه شاعري ٬ تارك دونيا قلندرۍ دافاق وانفس سفرونه اونورو ډيرو مفاهيمو په باب لږ زياتي شويدي . دې كې شك نشته چې درحمان شعر وشاعري اوهنر دتصوف اوعرفان په خم كې رنگ شويدي . خو دهغه په ټول ديوان اودشعرونو په جونگ كې مو ږ ديوه تمام عيار صوفي په توگه دنفسي سير يا رواني سفر پړاوونه نه وينو . دهغه په اشعارو كې دتصوف مقامات نه وينو اونه خو په كې دوخت دتصوفي طريقو كوم څرگند اوروښانه ياد اوپلوي شته .

خو له بلې خوا په ټول ديوان كې له ژونده داخرت په لور فرار اوداخرت اوعقبى يا دژوندي ساتل شويدى  اودمذهبي اخلاقي درسونو يو ټول دي .

په دې برخه كې ويلي شو چې دتصوفي اوعرفاني ليدتوگې پيروي يو څه اوداسلامي مذهبي ٬شرعي ليدتوگى تبليغ بل څه دى . تصوف اوشريعت سره يو دبل منتفي دي . خو درحمان بابا په شعر كې دروښانه مذهبي افكارو اواخلاقي ديني درسونو تله درنه ده .

ديادولو وړ ده چې رحمان بابا ديوه ملا اوطالب العلم په توگه ديوه روحاني اومذهبي شخص په توگه له فارسي ادب اواثارو سره ډير اشناو و .

ددوست محمد كامل مومند له څيړني څخه چې په دې باب يي اثر كښلي دي . اوسيد رسول رسا هم يادونه كوي چې رحمان بابا زيات دحافظ شيرازي له اشعارو متاثره دي . دعبدالرحمان جامي له اثارو متاثره دي  او ان تر دې چې ددغه شعرونو تر جمې يي هم په پښتو شعرونو كړې دي .

خداي بخښلي سيد تقويم ا لحق كاكا خيل هم درحمان بابا اووحدت الوجود په باب ليكي : كامل  صيب ته په ديوان كې دمجازي ميني نښې هم ښكاري . ډير خلك ددې راي سره متفق نه دي . خو په دې ټول متفق دي چې په ديوان كې زياته برخه دحقيقي ميني ده اودغه مينه درحمان بابا اصلي لاره ده . په دې لاره كې چې هغه قدم په قدم څه ليدلي دي اوځاي پر ځاي پري تير شويدي . ديوان دهغې رويداد دي . په دي منزلونو كې يو منزل دوحدت الوجود هم دي . )) ( ١٤ ٢٣0 )

كاكا خيل صيب درحمان بابا درې ډوله شعرونه رانقلوي اوپر هغو استناد كوي . په دې ډول :

له دې كټه له پوزيه خو به لاړ شې                       ترو بيا خداى خبر چې كوم خواته به لاړ شې

په ظاهر صورت خو هسې معلوميږي                  چې به خس غوندې تر پښو لاندې لتاړ شې

دا اسمان ځمكه به وي اوته به نه وی                 په ودانه ودانۍ كې به ويجاړ شی

صوفي اوعارف په خپل سيروسلوك  په سفر كې له خپل تگ اوراتلونكې څخه بيخبره نه دی . بلكې په دې باور دی چې هغه به دخپل پير اوولي په مرسته اوواسطه دخپلي مبدا سره يو ځاي كيږي .

خبر نه يم چې يي راوستم له كومه                            بيا مې كومې خواته استوي چې درومه 

لكه ړوند چې لاس دبل په اوږه كيږدي                   هيڅ ژوره لوړه نه وي ورمالومه 

خداي راپيښه نوي لار كړه ناليدلې                         لكه ورانه مشوړه چې وي سرگومه 

صوفي اوعارف دخپل سيروسفر په جريان كې وروستي سرمنزل ته رسوي . اودغه سرمنزل دروښنايي اوحقيقت سرمنزل دی .

خوشال وايي :

عارفان دسر په سترگو گوتي كيږدي        دخپل زړه په سترگو گوري تماشا كا 

خو رحمان بابا وايي :

هسې تيز درومي دوران               لكه پړق وهي اسمان

داسيا په څير گردش كا                په زمين باندې اسمان

ككرۍ دي دسړيو                         چې اوړيږي تر داميان

پيدا كيږي فنا كيږي                     نه يي حد شته نه پايان

كيفيت يي مونده نه شي               په دليل اوپه برهان   

چې يي كومه خوا رفتن دی          يايي چرته دی مكان  

خداي خبر دی په داعلم                 هيڅ خبر نه دی رحمان  

اخيرني بيت هم يو ډول لادريت دی . عارف اوصوفي لاادري نه دي . بلكې هغه څومره چې پر مخ ځي هومره ورتره داشراق او غيبي پوهې په مرسته دوصلت اووحدت مقام ته رسيږي .

خيام دفارسي ژبې ستر هډو نيست شاعر وايي :

در دايره اي كه امدن ورفتن ماست       ان را نه بدايت نه نهايت پيداست 

كس می نزند دمی درين عالم     كين امدن ورفتن بكجاست  .( ١٥ ١٣ )

له دې جوتيږي چې داكلام هيڅكله دكوم تصوفي اوعرفاني سلك اوښوونځي نماينده گې نه شي كولي .

عرفان اوميستيسيسزم دسري اوغيبي په مانا دی . په دې باور لرل چې گواكې انسان كولای شي چې په انفرادي توگه دنفس دتزكيې ٬ رياضت ٬دعا ٬اورادو اوذكرونو ٬ خلسه اوجذبه اودسيروسلوك مراحل طى كړي اوله خداي سره رابطه پيداكړي . په دې ډول يي زړه دالهام اوالاهې اشراقياتو مهبط شي اوبي له خدشي په قطعي حقايقو باندې پوه شي .

عارف په دې باور دی چې يوازې پيغمبر ته دا ميسره نه ده بلكې عارف دپير اومرشد په پيروۍ اوديو لړ مراسمو اوشرايطو دمراعات له لاري كولى شي دهغه روح ٬ روح كل سره يوځاي شي چې موږ درحمان بابا په ديوان كې دغه ډول منظم فكري خط نه وينو .

دعرفان اومذهب توپير په دې كې دی چې مذهب عقيده لري چې نړۍ له نيست څخه هسته شويده خو عرفان نړۍ اوكاينات دخداي تعالي دجواهرو ټول او تجلي بولي .

ځيني مذهبونه دروزانه معيشيت سره مخالف دي . عرفان ماده ناوړه اوبدن خوار بولي ددې نړۍ ژوند ناڅيزه ٬بۍ مانا اومرگ معشوق ته پل بولي .

عرفان په وحدت اولوجود باندې په اعتقاد سره دمذهبونو تر منځ اختلاف صوري بولي . دا جذبه اودعام عشق جذبه دعالم قانون اودانسان خاصه دنده بولي . عرفان انسان په يوه لويه اداره كې بولي .

په اسلامي ژبو كې دتصوف پيروانو ته هيڅكله صوفي نه وايي اودا بې ادبي بولي . ځكه صوفي هغه څوك دي چې منزل ته رسيدلي وي . او سوپريم ايدينتيتي  يي بشپړه كړي وي . دتصوف دطريق سالك ته معمولا فقير وايي چې دا گړنه په وار وار روښانيانو په ډير دقت كارولي ده . يا متصوف هغه چاته وايي چې دتصوف په لاره كې ېې قدم ايښي وي . په فارسي ادب كې ورته درويش وايي اونور كلمات هم دا ډول ( ١٦-١۹٢)  دغه راز دشيخ اكبر شيخ محى الدين عربى په نظر : (( دسيروسلوك له نظره كامل انسان دروحاني ژوند نمونه ده . دی داسې شخص دی چې په هغه كې ټول امكانات اووجودي حالت چې دانسان په دننه كې موجود دی تحقق موندلى دى . په كامل اوبشپړ ډول راغلى دى اوپه دې پوهيږي چې له انسانيت نه هدف څه دى . له دې امله دابن عربي په باور سره دكامل انسان نه هدف پيغمبران اودهغو په سر كې حضرت  محمد دی . له هغه وروسته ستر اوليا اواقطاب دهر عصر دي چې په ظاهر كې دنورو انسانانو په څير دي . خو باطني واقعيت دادی چې دهستې ټول ذاتي امكانات لري . ددغه ذاتي امكاناتو په وسيله انساني وجود تحقق موندلی دی. انسان په دې حالت كې لكه صغير اودنړې مركز دی چې دكمال ټول صفات منعكسوي . هر انسان په بالقوه توگه كامل انسان دي . خو بالفعل يوازي پيغمبران اواوليا دي چې له هغوۍ نه كمال  ته درسيدو له پاره بايد پيروي وشي . )) ( ١٦-١٣٣)

گورو چې درحمان بابا په ديوان كې داډول منظم فكري تسلسل نشته نو ځكه  وړانديز دادی چې

-         درحمان بابا په اړوند دصوفي ٬ عارف اومتصوف داصطلاحاتو دكارولو په موقع بايد له غور نه كارواخيستل شي .

-                                                           - درحمان بابا شعر اوديوان نوې څيړنې ته اړه لري . اوله سره بايد پري په بيا بيا غور وشي .

-         - درحمان بابا په شعر كې بايد مذهبي ٬دنيوي اواخروي اوبيا تصوفي اوعرفاني شعرونه جلا اومشخص شي .

-                                                   - درحمان په ديوان كې دقلندر ٬ دهر ٬عقبي٬ درويش ٬صوفي ٬ منصور ٬ شاه ٬گدا ٬ عشق ٬ اشراق ٬ كچكول اونورو اصطلاحاتو لتون اوچاڼ اوتفسير ته اړه ده .

حواشي اوتعليقات :

١ مولوي گويد :

حرف درويشان بدزدد مرد دون                          تابخواند بر سليمي زان فسون

جامه پشمين ازبراي كد كند                             بومسليم رالقب احمد كند

صوف ايم وحرقه ها انداختيم                          بازنستانيم چون دريافتيم

گفت صوفي درقصاص يك قفا                         سرنشايد باددادن ازعمی

خرقه ء تسليم اندرگردنم                                    برحق اسان كرد سيلی خوردنم

 

هست صوفي انكه شد صفوت طلب             نه لباس صوف وخياطي ودب

برخيال ان صفا ونام نيك                                 رنگ پوشيدن نكو باشد وليك

حافظ گويد :

خيز تا خرقه ء صوفي به خرابات بريم              شطح وطامات به بازار خرافات بريم

شرممان باد زپشمينهء الوده خويش               گربدين فضل وهنر نام كرامات بريم  ( ٢ ٥٤٣مخ )

 ٢ اهيمسا: يا دعدم تشدد حكم چې په هند كې له لرغونو زمانو موجود و . مدجاينيزم مذهب هغه دلومړي وار لهپاره دژوندانه ديو بنسټ په توگه جاري كړ اوله پنځو فضيلتونو څخه وگڼل شو . دغه پنځه فضيلتونه عبارت دي له :١- عدم تشدد ٢ رښتيا ويل ٣_ غلا نه كول ٤- سپيڅلتيا ٥- اوله دنيوي شيانو سره پريكړه .

 ٣ نيروانا : يعني خاموشي ٬ دبودا په نظر دمطلقي نابودۍ مانا لري . دبرهمنانو په عقيده له عالمي روح سره دفردي روح يو ځاي كيدل دي .

 ٤- ابراهيم بن ادهم : يا دبلخ شهزاده چې په اسلامي فرهنگ كې يي داستان ډير مشهور دی اوزياتره څيړونكي عقيده لري چي دهغه كيسه دسيدهارتا بودا سره ورته ده . وايي چې ادهم تاج وتخت پريښود . دچوپان كالي يي واغوستل اواواره شو . دزيات تفصيل له پاره وگورۍ ( سفر جادو ٬ نوشته احسان طبري )

٤- په پښتنو سيمو كې دبهرني ير غل نموني اومثالونه ډير زيات دي . كه چيري دقهر اوخشونت په وړاندي مقاومت دتصوفي افكارو په ظهور كې ووينو نو دمغلو نه وروسته دا جريان ډير پياوړي دي . يو مثال يي دداكتر حبيب الله تږي له اثر نه رااخلو چې دبابر له قوله ليكي :

(( كله چي په بنو كې كوز شو وامواوريدل چې ددښت قبايلي ميړونه مقاومت كوي اودشم٬ال خواته په يوه غره كې ېې سنگر نيهولي دی . دجهانگير ميرزا په مشری يوه قوه په هغه څه ورولويده چې دكيوې ( قوم ) سنگر ښكاريده ٬ هغه يي سملاسي ونيو اوقتل عام يي كړل . ډير سرونه يي پريكړل اورايي وړل . ( ٧- ١۹0 )

 ماخذونه اومنابع :

1 Julian Baldiek . Mystical Islam an introduction to Sufism .1.B.Tauris and Co ltd .publisher

 

.London: 1989

٢ سجادي سيد جعفر . فرهنگ اصطلاحات وتعبيرات عرفاني . چاپ ششم .تهران : ١٣٨١

٣ نفيسي ٬سعيد . سرچشمه تصوف درايران . ( تاثير تعليمات بودايي درفرهنگ ايران ) وتصوف ايران ازنظر فلسفي : تهران : ١٣٤٣

٤ مجروح ٬سيد بهاوولدين .بودا چنين ميگفت .اريانا مجله .دويمه گڼه . كابل : دتاريخ تولنه داطلاعاتو اوكلتور وزارت .١٣٥٢كال

٥ طبيبي ٬عبدالحكيم تصوف وعرفان درافغانستان كابل : اطلاعات وكلتور

٦ـ ميخايل اي.زند نوروظلمت درتاريخ ادبيات ايران . تهران خ ايران ٬تهران خ ٢٥٣٦ ( ١۹٧٥ ) ارشليم .

٧- تږي ٬ دوكتور حبيبالله . پښتانه . دپښتني فرهنگ دودې ټولنه . (جرمني ) : دانش كتابخانه -١٣٧٧ كال (١۹۹۹) مارچ

٨- دوست محمد كامل مومند . (رحمان بابا ) پيښور : چاپ

۹- رشاد عبدالشكور . دواصل روښاني څو شعرونه . سريزه )

10- كرگر ٬محمداكبر . پ حالنامه كې دبايزيد روښان عرفاني اوفلسفي څيره . كابل : دافغانستان دعلومو اكاډيمي ١٣۹١

١١- درحمان بابا كليات محكمه ثقافت سرحدپيسور : ١۹۹0 كال  

١٢ ديوان عبدالرحمان بابا ( سره دديباچې دميان سيد رسول رسا ) يونيورستي بك ايجنسي پيښور : اپريل  ١۹٧٦

١٣ براهني ٬رضا .بحران ونقد ادبي ورساله حافظ ٬ . تهران : ١٣٧٥

١٤- پښتو مجله پښتو اكيديمي . پيسور يونيورستي _ ( رحمان بابا اودوحدتالوجود مساله ٬سيد تقويم الحق كاكا خيل ) پيسور : ١۹٥۹

١٥ هدايت ٬ صادق . ترانه هاي خيام . .چ خ چهارم ٬تهران : ١٣٤٢

١٦ نصر ٬سيد حسين . ( ترجمه احمد ارام ) سه حكيم مسلمان . تهران : ١٣٦١