زندگی

 

 

د ليک پای

اکبر کرگر

 

نه، نه، همدی وو. همدی له ما سره په کوټه کې اوسېده. په کوټه قلفي کې وو .. .

ــ ته څوک يادوې ؟

ــ همدا چې عسکر يې نوم واخېست.

ــ څوک ؟

ــ سربلند !!

په حيرانۍ مې وپوښته، نو هغه څه شو؟

ــ د هغه کيسه ډېره اوږده ده. کيسه يې ډېره اوږده ده. ته اوس چوپ شه دلته عسکر گرځي چې خبرې مو وانه وري.

عسکر بيا بهر څو وارې د سربلند نوم واخېست. تورن صمد د هغه د نوم په اورېدو سر وخوځاوه څه يې ونه ويل.

 د حوت د مياشتې وروستۍ جمعه وه. تنکۍ غرمه لگېدلې وه چې د زمانخان کلا د خاورين او د دوړو او خاورو ډک سړک نه په تنگو کوڅو چې سرونه يې د کلي له نسه په يو شان بهر راوتلي ول، په مينځ کوڅه ورننوتم.  ښايسته د اوږدې کوڅې له نيمايې نه زيات ورننوتم چې د هغه د کور د مخې دروازې ته ودرېدم. په لويه دروازه کې د يوستوى کوچنۍ کړکۍ پر تمبه چې يو تن په کې په اسانۍ ننوتلى شو د اوسپنې يوه ټوټه د ټک ټک لپاره زوړنده وه. هغې ته مې زور ورکړ. له دننه د پښو اواز واورېدل شو. غږ وشو، درغلم.

 هغه راووت. له روغبړ نه وروسته په کوټه کې کښېناستو. بيرته له کوره راووتو او د زمانخان کلا له تنگو کوڅو څخه خاورين او د دوړو ډک سړک ته راووتو. د پسرلى په لگېدو هوا د چا خبره ماته شوې وه. شين اسمان او ځلانده لمر وينځلې هوا ځانگړی اغېز درلود، خو بوږنوونکې فضا د ويرې او ترهې نه ډک ماحول هرڅه پردي کړي ول. موږ دواړه له تنگې کوڅې د سړک سورورې غاړې ته راووتو.

 موټر ته تم شولو سړک دوړو او گرد نيولی وو. د ښاريانو ذهني فضا هم داسې تته او ناروښانه وه. کله چې به موټر تېر شو د دوړو يوه اوږده ليکه به يې په ځان پسې راکښله. ځينې لاروي ورسره عادت ول، خو ځېنو به بيا دسمال او يا د څادر پيڅکه تر سپږمو نيولې وه. مخ به يې پټ کړی وو چې گرد او خاورې  يې په سپږمو کې داخلې نه شي.

 خو زه د سربلند کيسه کوم. هغه جگ نرى زلمى وو. نري بريت يې دمخ د راوتلو بارخوگانو له پاسه د ليکاڼي د ښکلي خط په څير برېښېدل. ببر او ښه ببر وېښتان يې پر اوږو پراته ول. د چپه تڼۍ خت يې په غاړه وو. شمېرلې خبرې يې کولې. په حساب گړېده. په حالاتو يې خبرې کولې. له مانه يې د خپلې مينې رازونه هم پټ نه ساتل. د گاونډۍ پېغلې سره يې د خپلې مينې په باب ډېر څه وويل. هر وخت به يې د هغې خبرې کولې، خو دا وار يې ډېر څه وويل. کورنۍ هم راضي (خوشاله) وه چې اوس د چا خبره د هغه پښه بنده کړي. دا وخت هغه خپلې زده کړې پاې ته رسولې وې. په راډيو تلويزيون کې يې په کار پيل کړی وو او له خپله کاره هم ډېر خوشاله مالوميده، له خپله کاره او له خپلې مينې.

په خبرو خبرو کې د بس تمځاى ته ورنژدې شولو. بيا بيا يې د حالاتو يادونه وکړه. همدومره يې وويل: زموږ  ډېر دوستان او ملگري يې بنديان کړل. ډير لانتي سړى دى. بېرحمه جلاد دى ... د وخت واکمن ته يې اشاره وه.

په خبرو کې د بس تمځاى ته ورسيدو. غاړه مو سره ورکړه. خداى پاماني مو وکړه. په بس کې يوې څوکۍ ته کښېناستم. هغه ستون شو. له ليرې مې کاته چې يو وار يې بيا شاته وکتل. ببر سر يې د ولو په مينځ کې راستون کړ او بيا يې لاس وخوځاوه . په دې هيله چې ژر ووينو او بيا ووينو. گاډي حرکټ وکړ، په دوړو کې ورک شو. گاډى پنا شو . هغه هم په کوڅه کې ننوت. او بيا مو سره ونه ليدل. زه له څو بسونو د بدلولو ورسته کورته ورسېدم. خو د هغه خبرې او اندېښنې مې  همداسې پر سر کې تاوېدلې. ((... دا سپي موږ نه پرېږدي ...  زموږ پايڅو ته خوله رااچوي. موږ  ځوروي . بنديانوي. او شکنجه ... .))

 له زمانخان کلا نه تر ميرويس ميدان پورې په ټوله لاره کې د هغه د مانا داره خبرو سره په سوچونو کې زنگېدم. د هغه خبرو د شپې هم خوب ته پرې نه ښودم. خوب نه راته.

 اونۍ دوه وروسته زه هم زندان ته ولاړم. د زندان فضا ډېره ځوروونکې وه. په زندان کې مو بهر انگړ ته د وتلو اجازه نه درلوده. شپه او ورځ به د زندان په چټل او بويناک دهليز کې پراته وو. پنجرې به راپسې تړلې وې. هره جمعه به د بنديانو پايوزان راتلل او په وار به يې د هر چا نوم اخېست. ټول بنديان به خپلو نومونو اخېستلو ته غوږ ول.

 څو مياشتې وروسته کوټه قلف دهليز ته يوړل شوم. هلته په يوه تنگه کوټه کې چې ايله بيله څلور تنه به خوا په خوا سره ځاېيدل، پريوتلو. سرباز يو نوم واخېست. سرباز د عادت له مخې دا نوم څو وارې تکرار کړ. سربلند، سربلند!

 خو د نامه ځواب چا ونه وايه لکه چې دلته نور سربلند نه وو، لکه چې سربلند هماغه يو کس وو چې اوس نه وو. ځکه چې د نورو سرونه د هغه په څېر جگ نه ول، خو په هر حال دلته نور سربلند نه وو.

 خو د نامه په وړاندې څوک پيدا نه شول. ارومرو چې د هغه پايواز به هغه ته جامې هم راوړې وې. دا کار څو څو وارې تکرار شوی وو. د هغه پايواز به څو څو وار ې ناهيلى ستون شوى وو. اوپه کور کې به يې د هغه بوډۍ مور ته څه ويلي ول؟ د دې تصورکول  نو بېله  او جلا خبره ده چې څنگه چا کولی شول د هغه زړه خوږې مور ته قناعت ورکړي. ما ته هغه مهال دا ټولې پوښتنې په مخ کې ودرېدې.

 ناڅاپه مې له خولې ووتل. دا به هماغه سربلند وي. هماغه زموږ سربلند. هماغه زلمى سربلند. اوپه زړه کې مې د هغه د ليدو تنده يو وار بيا په غزونو شوه. کوم سربلند؟ د نوم په اورېدو مې بيا ذهن د زمانخان کلا تنگو کوڅو ته ننوت. د يو ښکلي ځلمي سره په خبرو بوخت شوم. بس ته تم شوم، ودرېدم. بس حرکت وکړ، ما مخ بيا واړاوه. هغه له ليرې مخ را واړاوه. لاس يې وخوځاوه. نه، نه. نه خو بس بېرته شاته راغى او نه خو هغه له تنگو کوڅو بېرته راووت. همداسې په تنگو کوڅو کې د تورتمونو ... او ترگميو په کوڅو کې.

 کوټه قلف زندان ته نوي راغلي افسر تورن صمد وويل: هغه زه پېژنم. زما ملگرى وو . له ماسره په دهمزنگ کې په يوه کوټه کې وو. د صدارت په کوټه قلفۍ کې هم يوځای وو. دى هماغه سربلند دى دا چې سرباز (سرتېری) يې ورته نوم واخېست.

 

اوس يې هم يوه نښه له ماسره شته. د ډيرو خطرونو سره سره مې له لاسه ورنه کړه گوندې که ژوندى  له  زندانه ووځم چې مور ته يې وروسپارم.

ما د صمد خبره ونيوله ترې ومې پوښتل:

 ښه ته دسربلند نوره کيسه وکړه.

 هغه زياته کړه: موږ په يوه کوټه کې وو. يوه ورځ ماښام يې هغه کوټې ته راننويست. خبرې يې نه شوې کولاى. هغه يې ډېر وهلی او ټکولی وو. د برېښنا مزي يې ورته په پښو کې ورکړي ول. په کاليو يې د وينو رټې پرتې وې. زموږ کوټه د خطرناکو بنديانو دکوټې په نوم يادېده. ويل کېدل چې دلته د رژيم پر ضد خطرناک بنديان دي. نو ځکه د رژيم لوړ پوړو پخپله تحقيق (گروېږنه)  کاوه. سربلند يې هم په پوځ کې د کارکولو په تور نيولی وو. په اوله شپه يی د وهلو او برېښنا له امله خبرې نه شوې کولى. ډېر وروسته په خبرو راغى. څو ورځې يې څه شى نه وو خوړلی. نار نهور وو او له دې سره شکنجه شوی هم وو. ما ترې وپوښتل:

څه يې ترې غوښتل:

صمد وويل: لېست يې ترې غوښت . د افسرانو لېست . همدومره پوه شوم چې هغه او څو تنه نور استادان يې د کودتا په تور بنديان کړي ول چې په پوځ کې کار کوي .

پوښتنه يې ترې کوله : وروڼه دې چيرې دي ؟

ملگري دې کوم دي ؟ له چا سره روابط (اړيکي) لرې ؟ او داسې نور ...

 په اخيره شپه له وهلو گونگى شوى وو . په ډير کړاو يې  په پنسل يو ليک وليکه . پر ما يې ټينگه وکړه چې هرومرو يې د هغه کورته وسپارم . هغه پنسل په گوتو کې نه شو نيولى. گوتې يې پړسېدلې وې، برېښنا يې گوتې پړسولې وې. خو د دې پرزې له راکولو وروسته ورپسې عسکر راننوت. هغه يې په څنگلوکې ونيو او کش يې کړ. اوپه زوره يې تور موټر ته پورته کړ.  بيا راستون نه شو. ويل کېدل چې مرگ او وژلو ته بنديان له لسو بجو وروسته له کوټو ويستل کېدل او بيرته نه راستنېدل. ما يې ليک وپوښته چې څه شو:

ــ فکر کوم چې ليک به اوس هم له ماسره وي:

صمد له ځايه پورته شو. دکوټې په ديوال کې لوړې  کړکۍ ته ودرېد. کړکۍ ته ايله بيله د سړي سر وررسېده . اخوا دې خوا يې وکتل بيرته کښېناست.

 وی ويل: څوک نشته. د کاليو غوټه يې را پرانېسته پرتوگ يې ترې راوويست . د پرتوگاښ په غل بازي کې يې گوتې ننه ايستې. يوه کوچنۍ پرزه (ټوټه) يې ترې راوويسته او ماته يې راکړه. ويل يې دا گوره امانت دى. دا ورکه نه کړې.  ژر يې بيرته راکړې چې که ازاد (خلاص) شوم بايد د هغه مور ته يې وسپارم.

په کوچني ليک کې يې ليکلي ول :

گرانې مورې . او د کور ...

سبا ته د نوي کال لومړۍ ورځ ده تاسې ته مبارکي وايم. ما نن شپه چانواري کوي. زه په دې خبره ښه پوهېږم چې دوی مانه پرېږدي، خو ما داسې څه نه دي کړي چې زه پرې وشرمېږم او پښېمانه شم. ما اصلاً کوم کار نه دى کړى. دوی غوښتل چې له ما او له نورو کسانو د دروغو سند واخلي، خو وايې نخېست. هر څوک په ژوند کې يوه لاره غوره کوي. زه هم ديوې لارې سړى وم. اوس زه د لمر خاته پر لور خوځم. مورې دوعا راته کوه. ملگرې ته مې ډيره مينه. مخ يې د وروستي وار لپاره د دې ليک د تورو  په وسيله ښکلوم. پر ما پسې مه خپه کېږئ په جگو سترگو له تاسو سره په خوبونو اوخيالونو کې.

 د ليک په خلاصېدو سره زما ستونى وپړسېد. صمد د دروازې ښکالو واورېده. کاغذ يې ژر د بالښت لاندې کړ. عسکر راننوت. او صمد يې هم په توره شپه له کوټې وويست او بيا يي پته ونه لگېده.

 

٢٠٠٥ کال اپريل ٤