زندگی

 

 

انځورونه كه هنداره،

اکبر کرگر

يوبيړنى يادښت !

(( يوازيتوب دوزخ دى، دوزخ بل څه ندي، په يوازيتوب كې سوزيدل دي))

اكبر كرگر هغه څوك دى چې په كيسه ليكنه كې ځان غږوي، هغه (خپل) فرديت دكيسو ټولګه ګرځوي، او خپله فردي ننداره وړاندې كوي.دده په كيسو كې موږ له هغه سره مخامخ يو. موږ (فرد) وينو، فرد چې يوازې زيږيدلى، يوازې ځان يې ټول عمر ساه كښلې، يوازې له ځان سره مخ شوى، هغه يوازې په ځان كې روان دى، خپل اقليم يوازې حس كوي، اويوازې دمرګ پربرخليك وردرومي.

دكرگر يوازيتوب دده شخصي قلمرودى. دغه سلطان په ( دردونه كړاونه) كې دغه ټوله ډرامه غږوي او لوبوي او خپله يې نندارې ته كښيني.

هغه عجيب نندارچي دى، راولاړيږي او پخپل يوازيتوب ورننوځي، هغه دمرګ ترپولې په ځان كې ځغلي او دمرګ پرديوال هم وراوړي، خپل مرګ غږوي، اوحتا له مرګ ورها خواقلمرونو ته سترګي او نوردروني حواس ورننباسي او هرڅه په زغرده ګوري.

كرګر دغه داستاني فضا حسي كوي، هغه يوه ژوندۍ او نغده تجربه په قلم راكاږي. دهغه نثر دكلمو په كاروان كې بشپړې تابلوګانې كتاروي. هغه خپله چمتوكيږي، مرګ خپله راولي، مري، پرخپل كالبوت دسړو اوبو خوند څكي، كفن ته ډډې او هډونه وركوي، كبر(قبر ) ته ننوځي، په تيارو پټيږي، خپلې ډډې او دبدن غړي دكبر(قبر) په نمجنو خاورو او تيږو سولوي، او ضمناً هغه امام چې دكبر دپاسه ولاړدى او (جماعت) ته غږيږي، هغه هم نه هيروي، غوږ ورته ږدي، دكبركنو ګيلې  هم اوري، هغه كبركنو ته بيل ګرځي، دكبرشناختې ګرځي، شين كبل ګرځي او داټول په ځان ورباروي، خو يوځل يې ذهن ته داخبره ورځغلي چې بيرته ژوندوته، ټولنې ته ورستون شي!

(( يوځل مې تكل وكړچې پاڅم، غوښتل مې راپورته شم، خو سرمې دقبر پرتخته ولګيده بيرته پريوتم))

انځورونه او هنداره ډيرځله هغه تصاوير نندارې ته وړاندې كوي چې دكرګر دروان له مادې راجوړ شوي، موږ دليكوال دهستۍ ډيرونااشنا غرو اودروته ورخيژواوبيرته ورڅخه كوزيږو، او له نااشنا سمندرغاړو څخه ديوې ستړې اويوازې اروا اواز اوروچې خپل دوزخ غږوي، اوپرمخ ديوالونه ورځي اودى خپل هومره عذاب ته چې شته خووزن نلري غوږدى.

اصلي خبره داده چې دازموږ كرگر يوازې دى. كرگرپرځان ننوتلى، له ده سره يې ټوله نړۍ، ټول همزولى نسل، ياران، ماشومتوب، ځواني، دژوند غورځې پرځې، زندانونه، دزنداني يارانو نه رسيدلي ليكونه، دسربلند او تورګل په زړونو كې دنه ويل شويو مينو وچې چيغې، دشګو په كوټ كې ددوو ماشومانو ولاړ كورونه...دده شخصي اقليم دروان لوى كيهان ته ننوتلي او هلته خپل وچ او توردغم سرود غږوي.

كرګر دكيسو په قلمروكې ټول طبيعت منلى، هغه هرڅه خپل ګڼي او په ټولو كې خپلو ناڅرګندو حواسو ته دتجربې لاره وركوي.

(( داسې احساس مې كاوه چې اوس نو له ځمكې څوفرسنګه اوچت يم. پښې مې هم له ځمكې جګې دي، له ځمكې جلايم، ترې پورته يم، نورې مې پښې نه ورځي، ناڅاپه مې خپل قبرته پام شو، او بيا مې ځان ته پام شو، مړه داوس غم كوه، دقبر او هديرې غم دې نورمه كوه، ژوندى دى ژاړه...))

كرگر په خپل فردي مزل كې ديوازيتوب داقليم فرښته ويني، هغې ته واك وركوي، هغه هم غږيږي او دې يې ليكې:

(( داسې يوماشوم واكاږه چې اوښكې يې په اننګو راروانې وي، دماشوم غټې ښكلې سترګې او ګرد ښكلى مخ وي، او ژړايې په اننګو لارې كړې وي. په ژړا يې ورو ورو سترګې كوچنۍ كيږي، يوڅه ته ګوري، داسې څه ګوري چې يوازې خپله يې ويني او دزړه په سترګويې ويني، كله لمرته كله دستورو ډك اسمان ته ګوري، او كله هم دپراخو سمندرونو په څپو كښته پورته كيږي اوهرڅه ته چې ګوري هلته يوڅه ورك لټوي، داسې چې بوى احساس اومينه يې دخپل تن په وينو او خولو كې هم احساسوي))

انځورونه كه هنداره كرگر غږوي، هغه له لندن څخه دكنړ دسيند مستو څپو، ببرو پولو او دشنو غنمو وږم ته ورستنوي، پرهغه باندې دزندان ترخې او ناهيلې شيبې له سره تجربه كوي، هغه په هغو كونډو رنډو او يتمانو ګرځوي چې دكورنيو جګړو اتلانو په كابل كې له خپلو كورونو او كوډلو ويستلي او دنامعلوم سرنوشت په لورشړلي وو.

كرگر داټول ګوري، او په دغې نثري نقاشۍ ځان په هغه تصويري تراكم كې پرټولو ګوري.

نه كرگر (فرد) دى، هغه خپل فرد موندلى او دومره ستره ازادي په زياترو كيسو كې غږوي.

كرګر دفرد پرپوله ولاړدى، هغه خپل سرنوشت په حسي تجربه اړوي. هغه له ځان سره اوسي، خپل ژوند غږوي، او ژوند په ځان كي غږوي، خپل تيرته ورستنيږي، خپلې خاطرې اودروان دپټې حافظې ثبت شوي توكي له سره حس كوي. ( ګونګوټان، دردونه كړاونه، زما تربور، انځورونه كه هنداره، درې شيبې...وګورئ) ليكوال د خپل سرنوشت په اقليم يوازې سرورځغلي. مرګ ته رسيږي، په مرگ هم وراوړي او هلته درواني حواسو تجربه پيل كوي.

(( هلته وړاندې...لوى اوزوړ ښاروو، هلته يوه نړۍ يوه دنيا چې له ژويو اووګړو څخه ډكه وه ټول نومخ دقصاص لپاره روان ول. ټول په مرگ محكوم ول، ټولو دهمدې يعني مرگ لپاره شپې سباكړې وې. ټول يوه عجيبه او نااشنا منظره وه. تركومه ځايه چې سترګو كاركاوه او ذهن يې په دې قانع كاوه چې داژوند يومنظردى، دژوند يوانځوردى، ديوعبث او بې مانا هڅې يوتصوير...بيا په سوچونو كې ډوب شوم...))

دلته ښكاري چې ليكوال داگزيستيانسياليزم دفلسفې پركاواكه ديوال وراوښتى او دباورپوله يې موندلې هغه داچې( انسان پر مرگ محكوم دى)  داچاره اضافي راسپړل غواړي راوبه ګرځو كيسوته

ليكوال سره لدې چې خپل يوازيتوب ډيريادوي، او يوازيتوب دخپل يوازيني هيواد او وطن په توګه ښي، خپل رواني ډرام دليكنې په قلمروكې په يوه جالبه ننداره اړوي بالاخره دمرګ په تجربه كې داسې پړاو ته ګام ږدي چې هلته فردي ( ديوازيتوب هويت) هم منحل كيږي. هلته داسې توكي، عناصر، نښې، اشكال نشته چې دى ورباندې دخپل فرديت او يوازيتوب پولې پرنښه كړي.

(( تاخپل هويت له لاسه وركړى، داسې لكه دځمكې پرسرچې دې نه درلود، دلته يې هم نه لري، نوراځه همدلته پريوځه، اوبس ځكه چې بې له هغې هم پرهيڅ بدل شوى يې. ته په يوه داسې تله كې پروت يې چې يوې خواته يې  دهيڅ وزن دى او بل خواته يې ته يې. هيڅ اوهيڅ مساوي او يو برابردړې)) ۴۹ پاڼه

ليكوال دغه غيرمادي تجربې په همدې مادي ډګر او مادي دنيا كې كوي. دادبيرون ګرا عرفان سترګې دي، دعرفاني تجربو تاريخ ډيرې داسې بيلګې لري چې عارفان داشياوو قالب ماتوي دهغوي ماهيت تجربه كوي، داډول پرمختياوي دماوراوالطبيعه اوميتافزيك دذهني مكتبونو په بحثونو پورې اړه مومي.

ليكوال خپل ژوند، خپل سرنوشت او دپيښو هغه تاريخ چې دى او همزولى نسل يې پكې ولوبيده له سره تجربه كوي، هغه دلندن دماشيني غرور په چلند كې دشرقي تحقير پديدې ته اوښكې تويوي.

گونگوټه:

(( موږ بومي يو، زموږوينه رګونه اووزرې بريتش دي، موږ خوبايد ديوجنګ ځپلي اسيايي سره برابر نه كړي...))

(( په هرصورت خبره بياهم دگونگوټو ده، دااسيايي ګونګوټې نه دي چې زه ترې په تنګ يم، او زمادسرپه كاسه كې اوس اوبه څښي، بلكې دالندنۍ ګونګوټې دي، نو ځكه خوددوي داوږو ارتول هم توپيرلري...))

اوماشيني لندن:

(( كوټه تياره اوتورتمه ده... شمه لاله مخه مړه ده، تنګه او تورتمه كوټه چې هرې خواته پكې كاغذونه او كتابونه دلۍ پراته دي، ددې دنيا پرسريوه قبرته ورته ده، يوازې دكوټې دپڼډې پردې له ترازې دلندن دبې باوره اسمان دسپوږمۍ رڼا په كوټه كې لاره كړې...)) ۵۷ پاڼه

كرګر يوله هغو كيسه ليكوالو څخه دى چې معاصر فلسفي بهير او روانشناسي يې پركاراو افكارو اغيز لري.  دردونه او كړاونه:

(( رڼا په لاس بوډا بيا راته برندې وكتل: دادويرې خبرې نه دي، هغه انسان دى، يوازې انسان دى، انسان ته دوزخ دانسان په تل كې جوړدى، ځكه خو هغه دبل بارپه اوږوكړى...)) ۴۵ پاڼه

دلته موږ له سارتر سره مخ يو، هغه سارتر چې ليكوال دلرغوني يونان (څراغ په لاس) فيلسوف په كالبوت كې راويښ كړى او غږوي يې. ښايي دلته موخه داوه چې فلسفې تل يوه خبره كړې، فيلسوفانو تل يو برخليك غږولى، دهغوي دفكر رڼا ترهغه دريځه وړاندې ځي چې دبل  هر فيلسوف ځي. اودادې فلسفي پوهې دايره ده، چې په معين قلمرو ( هماغه دذهن دوزخ ) كې را څرخي.

يوڅه چې دپام وړدي، هغه دادي چې معاصره روانشناسي او دهغې زيات شمير استازي لاهم پردې ګروهه دي چې ددوى دڅيړنو ډګر ( اروا يا روح ) دى. ستونزه داده چې روانشناسي هم دنورو فزيكي علومو پر څير خپل ديوالونه وروستي ګڼي، او دادبشر په وړاندې دپوهې، څيړنې، درك او زده كړې معراج بولي، خومعاصر معنوي پرمختګونه داپه ډاګه كوي چې روانشناسي دناخوداګاه( روان) په باب دفرضيو او څيړنو يوه لړۍ ده. داچې دليكوال ګروهې كومه خوالاره وهي، ددوي شخصي حق اوامانت دى، رابه شو دكيسو ټولګې ته، موږ په ( دردونه كړاونه) كې لولو چې ارواراځي او له مړي سره غږيږي:

((په همدې شيبو كې مې خپله اروا لكه خپسۍ سپيره رادننه شوه، ژبه يې بنده بنده كيده..ويل يې اوس كوروكلي ته ارامي وه، ستا خيرات يې كړى وو، دجمعې شپه يې كړې وه، ډيركليوال دې داوسيدو په كوركې راټول شوي ول، ټولو دوعاوي درته كولې خو نوره ژړا او انګولا پاى ته رسيدلې وه، اوس ارامه ارامي وه، پلاردې هم د راغليو سره ستا لاس نيوه( فاتحه) اخيستله، نيكه دي هم غلى ناست وو، دنيكه نيكه دې هم په يوه كونج كې پروت وو...)) ۵۰ پاڼه

پردغې كيسې د( تناسخ) دفلسفې سيورى ښكاري، داچې ليكوال په ځان خبري ډول داكاركړى يا بل څه ددوي خپل كاردي، دتناسخ فلسفه وايي چې اروا يا روح د يوه كالبوت له مړينې وروسته په بل كالبوت كې بيا دژوند ډګر ته راځي، دلته دخپل تير ژوندانه دكړووړو په باب له عكس العمل سره مخ كيږي هغه روح خپل زاړه پورونه اداكوي، اودبيا بيا زوكړې بهير ترهغو پايښت مومي ترڅو پاك او سوچه شي او په الهي روح كې منحل شي. له اصل سره وحدت ته ورسيږي. ( داهم اوږد بحث دى اوس به ترې تير شو)

دكرګر كيسې او دكيسو دغه ټولګه گڼ اړخونه لري چې بايد ورباندې خبرې وشي خو زه دغه ليكنه يوبيړنى يادښت ګڼم ځكه په لنډيز ورڅخه تيريږم.

دكيسو ژبه او جوړښت:

زياتره كيسې دكيسه ييز جوړښت له پلوه بريالۍ دي. يوازې د( شګو كوټ ) كله كله سړى ته ديوې كيسه اييزې طرحې په بڼه راځي، هغه هم دهغې ژبه او دنثري خوځښت حالت دى. پدې كيسه داسې ښكاري چې ليكوال دغوايي داوومې او اتمې ماتې خوړلې ايډيالوژيكې كړۍ راوستي او د( سترې لوبې ) دسيل ترپښو لاند ې يې كړي او دواړو ته اوښكې تويوي.

دكيسې ژبه نه دځينو ليكوالو په څير دمحلي محاورو په سريښو كې راايثاره ده او نه هم د( ژبې دسوچه كولو او خالص نثر) بنديز ورباندې سيورى شوى، زما په نظر دايو كامياب كاردى، په كيسه كې داسې پښتو لغاتونه هم ما ولوستل چې زما لپاره نوي او تازه وو( وستل، بوندې، اكر، لالچ، اده بده، تالې والې...)

دجملو دجوړښت له پلوه ليكوال ( جمله اييز مترادفات) ډيركارولي، داكارپه دوه ډوله ترسره شوى، ځنې وختونه كله چې موږ دجملو له دا ډول بيلګو سره مخ كيږو په ښكاره ګورو چې دا كار دكوډو درياليزم  داړتياوو له مخې شوى، دكوډورياليزم يوه ځانګړنه داده چې دنثر جملې يې په ظاهره مترادفې په نظرراځي خو په اصل كې ديوډول عصبي فشاراواغيز شيندلو لپاره داكارشوي وي، دبيلګې په توګه په كړاونه اودردونه كې: ( يوازې همدې په مرګ محكوم دى، هغه مرګ ته بيايي، حلالولو ته يې بيايي، قصاص ته يې بيايي...) ۴۵ پاڼه

دداډول كاميابو بيلګو ترڅنګ داسې ځايونه هم په كراتو ليدل كيږي چې جملي له واحدې مانا سره سره انبار شوي او نثر يې ستړى كوونكى ګرځولى.( وګورئ: دليك پاى كيسې لومړى مخ، دسپكاوي دويم مخ، او نورې)

كه زه دليكوال پرځاى واى داډول نثر مې يوځل بيا له نظره تيراوه، او په اصلي موضوع مې راټولاوه، ښكاري چې كله كله ليكوال په بيړه نثرپرمخ وړي، خو داسې بيلګې هم شته چې جملې ډيرې شميرلې، ژوندۍ او له خوځښت څخه ډكې دي.

ليكوال( اوراوي) يوغوره كاركړى، هغه هيڅكله ځان ديوه فكري ايډيولوژيك مركز او لوري په توګه نده معرفي كوي، خولدې سره سره پرځينو كيسو يې دافغانستان دتير ديرش كلن سياسي او ايډيولوژيك تاريخ بارسپوردى، دغه بار ډيرځله دنثر ژبه هم وراړولى، او هنري خونديې ورڅخه لوټلى، موږ لولو چې سياسي ټولنيز اصطلاحات دكيسه اييز نثر دهنري تركيبونو پرځاى ناست دي او كيسې بدرنګه كوي.داكار دليك پاى، وركه لار، سپكاوي په كيسو كې مخامخ دلوستونكي په پټو احساساتو لګيږي او دكيسې قلمرو زيانمنوي.

سره لدې چې ظالمانه به وي كه څوك ليكوال دكافكا په لاره يو ستړى لاروى وګڼي خو كله چې په ګونګوتانو كې سړى( توراسمان، تورسهار، توره ځمكه، تورښامار...) ننداره كوي نو دكافكا د( مسخ ) پردوزخ ورننوځي، دلته راوي دګونګوټانو په نړۍ ورننوځي له هغوى سره تجربه پيلوي، او تصويرونه موږ ته راليږي، هغه تصويرونه چې بل چا نه دي نقاشي كړي، ليكوال دلته دخپل فردي زمان او فردي مكان بشپړه تجربه وړاندې كوي، هغه پرخپل بخت ننوځي اوټول اورونه اودردونه پرځان ګوري او دهغو ويرنۍ غږوي.

په هرحال خبرې لاډيرې دي، كه وخت ووبيابه دكرګر دكيسو په اقليم ورننوځو او دغه يادښت به بشپړوو.

وفا سمندر ده بوري ددلوې ۱۹

اکبر کرگر

لنډه پيژندنه

 

محمداکبر کرگر په ۱۳۳۲هجري شمسي  کال  دکونړونو دمزار په دره کې زيږيدلی دی . په مزار دره کې دلومړنيو زده کړو دپای ته رسولو وروسته دکابل دابن سينا عالي ليسه کې زده کړه وکړه اوپه ۱۳۵۳ دکابل پوهنتون دادبياتو اوبشري علومو په پوهنځي کې شامل اوپه ۱۳۵۶ کال کې  ددغه پوهنځې دفلسفې اوټولنيزو پوهنو له څانگې فارغ شو . نوموړي دښوونځي په دوره کې په ليکوالۍ پيل کړي دی  ‘  يو شمير لنډې  کيسې يي  ليکلي اويو  لړ ادبي فلسفې  څيړني يي هم کړي دي .

محمد اکبر کرگر په يو شمير دولتي پوستونو لکه دراديو دخپرونو رياست ‘ دچاپ اوخپرونو ددولتي کميټې  رياست اودليکوالو ټولنې دمرستيالۍ په څنگ کې دتاريخ اوفلسفې دپوهنځي د استاد په توگه هم پاتې شويدي . چې په هغه وخت کې يي يو لړ تصوفي اوعرفاني څيړنې هم کړي دي .

 دليکوال ديو شمير اثارو نومونه په دې ډول دي :

 

لنډې کيسې:

۱.  شېبې چاپ کال ۱۳۶۳

۲.  سينده ځه سينده بهېږه ۱۳۶۶

 

 

۳.  د زمانو سندره ۱۳۷۰

 

۴.  کله چې ماشومان سندره وايي ۱۹۹۸

۵.  انځورونه که هېنداره (همدا اثر) ۲۰۰۷

 

څېړنيز اثار:

۶.  غني د شگو په محل کې ۱۳۶۵

۷.  څو ادبي يادونې ۱۳۶۶‍‍

۸.  په حالنامه کې د بايزيد روښان عرفاني او فلسفي څېره ۱۳۶۹ دويم چاپ ۲۰۰۶ م

۹.  ادبيات او د انسان د نننۍ نړۍ ۲۰۰۵

۱۰.  لويه جرگه او لويې پريکړې ۲۰۰۳

 

ژباړنې

۱۱.  ترورېزم او جگړه له انگليسي ژبې ۲۰۰۴

۱۲.  استېتيک مقولې له فارسي څخه ۱۳۶۵

۱۳.  يو شمېر څېړنيزې ادبي، فلسفي مقالې

۱۴.  د افغانستان د جمهوريت فرهنگي پاليسي ) له مهدي دعاگوی او استاد الهام

          سره گډ کار) ۱۳۶۹-۱۳۷۰